په پکتیا کې له دوه کلن ځنډ وروسته د نښتر دودیزه مشاعره جوړه شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۸

د جمهوریت له پرځېدو دوه کاله وروسته دغه دودیزه مشاعره یوځلې بیا ولمانځل شوه.
په دغه مشاعره کې د شاعرانو او لیکوالانو ‏ترڅنګ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي او نورو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

عتیق الله عزیزي د دغې مشاعرې ګډونوالو ته په وينا کې، ورته مشاعرې د نویو شاعرانو او ځوانانو روزلو لپاره ډیرې ګټورې بللې دي.
د نښتر په دغه دودیزه مشاعره کې سږکال د ګډونوالو شمېر ځکه زیات و، چې اوس‌مهال په افغانستان کې پر موسیقۍ او ځینو تفریحي فعالیتونو بندیزونه لګېدلي دي.
د نښتر دودیزې مشاعرې بو ګډونوال وایي، چې له دوو کلونو ځنډ وروسته دغه مشاعره وشوه ځکه د ګډونوالو شمېر په کې تر نورو کلونو زیات و.
له دغې دودیزې مشاعرې ځینې ګډونوال ناخوښ هم وو، دوی وایي:« د تېر پرتله په شعرونو کې زیات توپیر لیدل کېده. اوس په دغې مشاعره کې ازاد شعر نه و او شاعرانو هم د طالب چارواکو د خوشحالۍ لپاره د هغوی په ستاینه کې شعرونه ویل؛ خو په تېر کې به د جمهوریت د چارواکو مخکې هم پر حکومت مخامخ نیوکې کېدې.»
په افغانستان کې د نښتر، انارګل، نارنج ګل، انځرګل سنځل ګل او مڼه ګل هغه دودیزې مشاعرې دي، چې په کال کې یوځلې په پراخه توګه د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې لمانځل کېږي.
د نښتر ګل تر مشاعرې وړاندې طالب چارواکو ګډونوالو ته خبرداری ورکړی و، چې د مشاعرې پر مهال به له چکچکو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوي او د شاعرانو د تشویق او هڅونې لپاره دې د چکچکو پر ځای د «الله اکبر یا جزاک الله» نارې ووهي.

نور خبرونه

رادیو