د ایران د اطلاعاتو وزارت : وروستیو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۰۰ بمونه کشف او له منځه وړي

د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) ادعا وکړه، چې په دې هېواد کې په وروستیو وختونو کې له ۴۰۰ زیات بمونه کشف او شنډ شوي دي.

د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) ادعا وکړه، چې په دې هېواد کې په وروستیو وختونو کې له ۴۰۰ زیات بمونه کشف او شنډ شوي دي.
د هغه په وينا؛ ټاکل شوې وه چې د محرم په ورځو کې تر ٤٠ زياتې چاودنې وشي خو دوی یې مخه نیولې ده.
نوموړي د چاودنو او په دغو بمونو کې د چا د لاس لرلو په اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال د ایران د شېراز په شاه چراغ زیارت کې دوه ځله داعش برید کړی، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې وه.
خطیب د دغه هېواد د نورو استخباراتي او سیاسي چارواکو په شان د داخلي اعتراضونو او مظاهرو د بیا پېلېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دا ډول لاریونونه له بهر څخه رهبري کیږي.

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمني لوبغاړي نصرت الله حقپرست د ازادو سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.
نوموړي د استرالیا په سیډني کې له خپل امریکايي سیال لنډن کوینونز سره د یو ایف سي په سیالیو کې مخامخ شو او دغه سیالي یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
ښاغلي حقپرست له خپلې بریا وروسته په خپلو خبرو کې د نوموړي یاده بریا د افغانستان خلکو او د مراکش زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه او ویې ویل چې مراکش یې دویم کور دی.
نوموړي زیاته کړه:“ دا بریا د مراکش د زلزلې قربانیانو او زما اصلي وطن افغانستان ته ډالۍ کوم چې څلوېښت کاله له جګړې کړیږي”.
د یادونې وړ ده، چې دا د نصرت حقپرست پنځلسمه بریا ده.

په سوډان کې د داوطلبو ډ له وايي، د دغه هېواد پلازمېنه خرطوم کې پر یوه مارکېټ د پوځ په هوايي برید کې څلوېښت ولسي وګړي ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول. دوی د یکشنبې په ورځ په اعلامیه کې وايي، له اپرېل راهیسې دا د مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو ستره پېښه ده.
په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ په استوګنیزو سیمو کې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې جګړه کې ورځ تر بلې هوايي او توغندیز بریدونه سختېږي، خو یو لوری هم ښکاری بری نه لري او نه د دوی ترمنځ د منځګړتوب هڅې هم شته.
یوه کس رویټرز ته ویلي، د یکشنبې په سهار د خرطوم سوېل ته بې پیلوټه الوتکو پر هغه سیمه درانه بریدونه وکړل چې د چټک غبرګون ځواکونو په لاس کې ده.
ځايي داوطلبو داسې انځورونه شریک کړي چې د سوېلي خرطوم بېړنۍ خونه کې ډېر ټپي کسان او همدارنګه په ټوټو کې پېچلي مړي ښيي.
په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانې جګړې تر درېیو میلیونو خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او تر نهه لکو ډېر یې له هېواد وتلو ته اړ کړي دي.

د نوبل د سولې د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار د یکشنبې په ورځ د جرمني په کولن ښار کې د هغو فعالانو چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی د ملاتړ لپاره دغه ښار ته تللي دي.
د زده کړو او بشري حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه په رسمیت وپېژني چې جنسیتي تبعیض پکې موجود دی.
ښاغلي یوسفزي پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "افغان نجونو ته اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي" دوه هشټګونه کارولي دي.
د مېرمنو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریانۍ د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
نوموړې پر ملګرو ملتونو او د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.
په دې اعتصاب کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پريانۍ سره ملتيا کوي.
تر دې دمه د المان دوسلدورف ایالت د پارلمان مرستیال په کولن کې له دغو اعتصاب کوونکو مېرمنو سره کتلي دي.
هغه د افغان ښځینه فعالانو د اعتراضیه خیمې څخه په لیدنه کې د تمنا زریاب پریانۍ د نه خوړلو د اعتصاب د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د جرمني په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.
اغلې پریاني هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ورسره ټیلفوني خبرې کړې دي.
همدارنګه د المان د پارلمان غړې شاهینه ګامبیر چې افغان الاصله جرمنۍ سیاستواله ده، په کولن کې د پریاني د نه خوړلو اعتصاب “د غښتلي اعتراض وسیله” وبلله.
نوموړې وویل، چې د اعتراض په ډول د نه خوړلو اعتصاب تر ټولو سخته لار ده او له دې معلومیږي، چې په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت څومره کړکېچن دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو له امله به د یو شمېر بېړني او ګرځنده روغتیايي مرکزونو د بندېدو سربېره د خواځواکۍ پر وړاندې مبارزه هم سخته شي.
اوچا نن یکشنبه(د وږي ۱۹مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، چې ۳۶،۶ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د غذايي اساسي موادو له بستو بې برخې شوي دي.
د بشري مرستو د همغږۍ دغه نړۍواله اداره زیاتوي، چې د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان له لومړیو روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوې دي.
دوی وايي، چې په افغانستان کې د بودېجې د کمښت له امله د بېړنیو روغتیايي مرستو ۱۷۳ مرکزونه د تړلکېدو په حال کې دي.
اوچا په خپله دغه تازه راپور کې لیکي، چې په ۹۴۴۰۰۰ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱،۸ میلیونه په عادي خوارځواکۍ او ۵۲۱ زره ۹۳۴ ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې وړ ده، چې اوچا په خپل تېر راپور کې ویلي وو؛ که چېرې له افغانستان سره د بشري مرستو کمښت دوام وکړي نو لرې نه ده چې په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته شي.

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په سهار پر کیف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د برید خبر ور کړ او ویې ویل دا ۲۶ الوتکې یې له منځه وړې چې ګومان کیږي د ایران له خوا جوړې شوې وې. د اوکرایین هوايي ځواک ویلي په برید کې ۳۳ بې پیلوټه الوتکو برخه درلوده.
رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ -د سنبلې ۱۹مه - سهار شاوخوا دوه ساعته د اوکراین په پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ښار په څو سیمو کې ځینې ودانۍ نړېدلې، خو په دغو بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه خبری اژانس د عینی شاهدانو په حواله په کیف کې د لږ تر لږه پنځو چاودنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د شپې اسمان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله روښانه شو او له ودانیو لوګي پورته شول.
د کیف ښاروال ویتالي کلیتشکو هم ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکو ځینې برخې په پنځو بېلابېلو سیمو کې غورځېدلې، خو په بریدونو کې یوازې یو کس ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې د دغو شپنیو بریدونو په پایله کې یوه د نامعلومو بېخ بنسټو ودانۍ او اته د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
روسیې تر اوسه د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه هېواد پر اوکراین د خپل ۱۸ میاشتني یرغل په ترڅ کې د دغه هېواد پر ګڼ مېشتو مرکزونو او د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په لرې ځایونو کې منظم هوايي بریدونه کړي دي.
اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د اکراین په ختیځ ښار کوستیانتینیوکا کې د روسیې په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د روسیې نوي بریدونه په داسې حال شوي چې د اوکراین پوځ او یو شمیر امریکايي چارواکو تر دې مخکې د روسیې د اسلامي جمهوریت د پوځي ملاتړ او د اوکراین پر خاورې د حملې لپاره د بې پیلوټه الوتکو د استولو خبرداری ورکړی و.
د سې شنبې په ورځ سهار د اوکراين هوايي ځواک اعلان وکړ چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيسټم له ۲۵ ايراني بې پيلوټه الوتکو څخه ۲۲ يې ويشتلي چې د اوديسا پر جنوبي سيمو د روسيې په بريد کې کارول شوي وو.
د اوکراین د چارواکو په وینا، ډیری دا بریدونه د کریمیا په ټاپو وزمه کې د روسیې له پوځي اډو څخه د ایراني بې پیلوټه الوتکو "شاهد ۱۳۱ او شاهد ۱۳۶" په کارولو سره ترسره کیږي.
د روان کال د جوزا میاشتې په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت مسکو ته د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د فابریکې جوړولو اړین وسایل برابر کړي دي او روسیه کولای شي چې د راتلونکي کال په لومړیو کې ډرون الوتکې تولید کړي.
هغه همداراز دې ته په اشارې سره چې د ایران او روسیې پوځی ملاتړ له دواړو خواوو څخه روان دی، یادونه وکړه چې ایران له روسیې څخه د هیلی کوپټرو او رادارو په شمول د ملیاردونو ډالرو پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
امريکا، بريتانيا، اروپايي اتحاديه، استراليا او نيوزيلنډ د اوکراین پرضد روسیې ته د ډرون ور کولو له امله پر ايران اسلامي جمهوريت ځینې بندیزونه لګولي دي.
خو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره خپلې پوځي مرستې ردوي.
له بلې خوا، په کریمیا کې د ایران د پوځي سلاکارانو د شتون په اړه بیلابیل راپورونه شته چې روسي ځواکونو ته د اوکراین په برید کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو څرنګوالی ښيي. همدارنګه د اسلامي جمهوریت د دې احتمالي پریکړې خبره هم کېږي چې چې په کریمیا کې د ډرون تولید لاین جوړوي او مسکو ته بالستیک توغندي ورکوي.
