• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون له یو بل سره د لیدو لپاره ختیځې روسیې ته لاړل

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې شمالي کوریا او روسیې تایید کړې چې د دواړو هېوادونو مشران به ډېر ژر سره وویني. د دغه خبري آژانس د خبر له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي دي چې دوی به د وسلو د تړون په اړه غونډه وکړي.

تر دې مخکې د جنوبي کوریا لوړپوړو چارواکو ویلي وو، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته تللی دی.

ویل کیږي چې ښاغلی کیم د دوشنبې په ماښام (د وږي ۲۰مه) د یوه ځانګړي زغره وال ریل ګاډي په واسطه د روسیې لېرې ختیځ کې د خسان سیمې ته روان شوي دي.

په همدې حال کې داسې رپوټونه ورکول کېږي، چې ښاغلی پوتین به هم د سې شنبې په ورځ د روسیې لېرې ختیځې سیمې ته لاړ شي چې په دې سیمه کې له ښاغلي کیم سره وګوري.

ویل شوي چې د دواړو مشرانو د خبرو موضوع به پر پوځي همکاریو او د وسلو د استولو پر هوکړې متمرکزه وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي دي چې د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د وسلو مرسته ورکول به د شمالي کوریا لپاره یوه لویه تېروتنه وي.

شمالي کوریا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په ښکاره یې پر اوکراین د روسیې د پوځي برید ملاتړ کړی دی.

د شمالي کوریا د مشر په دې سفر کې د هغه امنیتي تدابیر د ډېرو رسنیو پام ځانته اړولی دی. د دغه سفر د محرمیت له امله تر اوسه د هغه د سفر په اړه کوم خبر یا رسمي اعلان نه دی شوی.

هغه څه چې تر دې دمه په دې اړه خپاره شوي اکثره د هغو معلوماتو پر بنسټ دي، چې د سویلي کوریا چارواکو د نامعلومو سرچینو په توګه د هېواد رسنیو ته ورکړي.

100%

د ښاغلي کیم د دغه سفر پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي


له بلې خوا جاپاني رسنیو ویلي، چې امنیتي تدابیر سخت شوي او د روسیې په خسان ښار کې د اورګاډي اصلي تم ځای د ترمیم په حال کې دی، ځکه چې د شمالي کوریا مشر به له هغه ځایه روسیې ته ننوځي.

د شمالي کوریا مشر له ندرت سره بهر ته سفر کوي. هرکله چې هغه سفر کوي، د هغه سفر د امنیتي رازونو څخه ډک پاتې کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د تمنا زریاب پریاني سره لیدنه وکړه

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ګیورګ کلوسمان د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې له تمنا زریاب پریاني سره د هغې د اعتصاب په خیمه کې وکتل.

پریاني له ښاغلي کلوسمان څخه وغوښتل، چې د یوې رسمي خپرپاڼې خپرولو سره جرمني په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.

په ځواب کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ډېپلومات وویل، چې هغه به د میرمن پریاني پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي؛ د تمنا زریاب پریاني او د بهرنیو چارو وزارت د استازي تر منځ ټیلیفوني خبرې د یکشنبې په ورځ پیل شوې.

دغې خېمې ته حاضر شوي ښاغلي کلوسمان وويل، چې د اعتصاب کوونکو پيغام به د بهرنيو چارو وزارت ته ورسوي؛ خو وروستۍ پرېکړه به هلته کوي.

د تمنا زرياب پریاني د نه خوړلو اعتصاب په تېرو يوولسو ورځو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ سره مخ شو.

د دوشنبې په ورځ د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار ضیاالدین یوسفزی او تورپیکۍ یوسفزۍ د مېرمن پریاني د هیلو د ملاتړ لپاره کولن ته سفر وکړ.

تر دې مخکې د فعالو ایراني ښځو او جرمني هنرمندانو یوه ډله هم د مېرمن پریاني د اعتراض خیمې ته ورغلې وه.

ضیاء الدین یوسفزی: افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري، بلکې دواړه ترهګر دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د نوبل د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي وویل، چې افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري او دواړه ترهګر دي.

نوموړي دغه څرګندونې د بشري حقونو له يوې افغانې فعالې تمنا زرياب پرياني سره په خبرو وکړې چې د جرمني په کولن ښار کې يې د نه خوړو اعتصاب کړى.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د دوشنبې په ورځ د تمنا زریاب پریاني د غوښتنو د ملاتړ لپاره جرمني ته ولاړل.

دوی په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د "جسنتي توپیر سخته بڼه" وبلله.

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي وویل: "زه فکر کوم چې د افغانستان د نژادي تبعیض بېلابېلې بڼې موجودې دي؛ ځکه چې په افغانستان کې د ښځو په اړه هغه څه چې په افریقا کې په تور پوستو باندې پلي شوي، ډېر سخت وو."

د ملالې مور تورپیکۍ یوسفزۍ هم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تېره بیا د زده کړو له حقه ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي یوسفزي د تمنا زریاب پریاني او د بشري حقونو د نورو افغان فعالانو د احتجاج ملاتړ کړی و، چې د دوو هشټګونو په کارولو سره یې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "پرېږدئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي".

تمنا زریاب پریاني د ښځو د حقونو فعاله د جمعې په ورځ د سپتمبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د "جنستي توپیر" په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

په دې لاريون کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پرياني سره ملتيا کوي.

تر دې دمه د جرمني د دوسلډورف ایالت د پارلمان مرستیال له میرمن پریاني سره په کولن ښار کې د هغې د ناستې په خیمه کې لیدلي دي.

هغه د افغان ښځینه فعالانو سره په یوه غونډه کې د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د هېواد په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

همدارنګه اغلې پریاني د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هغې ته ټیلیفون کړی.

همدارنګه د جرمني د پارلمان غړې، شاهینه ګامبیر، چې افغاني نژاده ده، په کولن ښار کې د تمنا پرياني د نه خوړلو اعتصاب د "یوه قوي اعتراض وسیله" وبلله.

د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې وویل؛ د دې وسیلې انتخاب ښيي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت څومره کړکیچن دی

سرچېنې:په خیبر پښتونخوا کې د سرحدي ځواکونو پر موټر چاودنې نهه تنو ته مرګژوبله اړولې

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۵ GMT+۱

چاودنه د دوشنبې په ورځ د (وږي۲۰مه) د خیبر پښتونخوا د پیښور ښار په څنډه کې د پاکستان د سرحدي عسکرو پر موټر شوې چې له امله یې د ایف سي یو عسکر وژل شوی او اته تنه ټپیان شوي دي. ویل کیږي، په ټپیانو کې پنځه تنه د ایف سي عسکر او درې ملکي وګړي دي.

د پیښي قربانیان په پیښور کې یوه ځایي روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

په ټپيآنو کې د درې تنوروغتیايي حالت د نازک ښودل شوی.

د یوبل خبر له مخې د یاد ایالت د لنډي کوتل په سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر ته خپل لاسي بم ور چاودلی.

د پیښې مسوولیت لا چا نه دی منلی

امنیتي سرچیني وايي، یو ځانمرګی بریدګر تیره شپه د لنډي کوتل د سلطان خیلو په کلي کې د خپل لاسي بم چاودنې له امله وژل شوی دی. د لا زیاتو پلټنو لپاره سیمه د ځایي امنیتي ځواکونو تر سخت څار لاندې ده.

په دې ورستیو کي په خیبرپښتونخوا ایالت کې ترهګریزي پيښې خورا ډیرې شوې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تېره اګسټ میاشت کې د یاد ایالت په لنډي کوتل سیمه کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې په پایله کې یېڅلور پاکستاني نظامیان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي

مودي په کاناډا کې د پنجابي سيکانو "بیلتون پالو" د مظاهرو له امله پر جسټن تروډو نیوکه وکړه

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د هند لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ، د جي شل غونډې په څنډه کې د کاناډا له لومړي وزیر سره د لیدنې پرمهال په کاناډا کې د هندي حکومت پر وړاندې د سیکانو د لاریونونو له امله نیوکه وکړه. هند وايي دغه سیکان د هندي ډیپلوماټانو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هند په یوه اعلامیه کې دغه سیکان د هندي ډیپلوماټانو پر وړاندي په تاوتریخوالي او بیلتونپالنې په هڅولو تورن کړي دي.

په کاناډا کې د هندي سیکانو ټولنه پام وړ سیاسي اغېز لري. لږترلږه دوه هندي توکمه سک سیاستوال د جسټن ټروډو په کابینه کې مهم پوستونه لري لکه د دفاع وزارت.

هند د کاناډا پخوانی دفاع وزیر هرجیت سینګ د خالستان غورځنګ په ملاتړ تورن کړی، هغه چې غواړي د هند د پنجاب ایالت سکان له هند څخه جلا کړي.

د هند حکومت د مودي او جسټن تروډو د لیدنې په اړه په اعلامیه کې ویلي : «دوی بېلتون ته وده ورکوي، د هندي ډیپلوماتانو په وړاندې تاوتریخوالی کوي، د هند ډیپلوماتیکو پوستونو ته زیان رسوي او په کاناډا کې هندي اتباع او د هغوی عبادت ځایونه ګواښي.»

د سیکانو دغې ډلې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په ۱۹۸۴ کال کې د یوه سیک افراطي له خوا د هند د پخواني لومړۍ وزیرې د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت لاریون وکړ، چې په کې د اندرا ګاندي په وینو ککړه مجسمه نندارې ته وړاندې شوه. په دې ننداره کې هغه د دوه سیک جنګیالیو لخوا په ډزو لیدل کیږي.

هغه وخت هم، هند په کاناډا کې د یاد لاریون د ترسره کېدو د اجازې ورکولو له امله نیوکه کړي وه.

د کاناډا په حکومت او ټولنه کې د هند پر حکومت د نیوکه کوونکو سیکانو ځواکمن سیاسي حضور تل د کاناډا او هند په اړیکو کې د کړکېچ یو لامل و.

د هند لومړۍ وزیره اندرا ګاندي په ۱۹۸۴ کې د خپل یوه ساتوونکي لخوا ووژل شوه، نوموړې هغه مهال هندي پوځ ته اجازه ورکړي وه چي د هند د سیکانو تر ټولو سپیڅلي عبادت ځای طلایي معبد ته ننوځي او د خونړیو عملیاتو په ترڅ کې سیک بیلتون پالي له منځه یوسي.

له دې پېښې وروسته د سیکانو او هندوانو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې او په دریو ورځو کې لږ تر لږه درې زره سیکان ووژل شول. سیک فعالان دغه وژنه په هند کې نسل وژنه بولي.

کاناډا د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې د سیکانو له لاریونونو دفاع کړې او د هند د حکومت له فشارونو سره سره د کاناډا سیاسي ګوندونه په ځانګړې توګه د جسټن ټروډو په مشرۍ لیبرال ګوند په کولمبیا او اونټاریو ولایتونو کې د کاناډا له سیکانو ټولنې سره نږدې اړیکې لري.

رویټرز: امریکا او ایران د بندیانو او ایران د کنګل شویو زېرمو د آزادولو هوکړې ته نېږدې شوي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۸ GMT+۱

رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره، په دوحه کې د خبرو اترو له اتو پړاوونو وروسته د ایران او امریکا تر منځ د هوکړې د احتمال خبر ورکړ. راتلونکې اوونۍ به دغه دواړه لوري په قطر کې د تبادلې په برخه کې لومړني ګامونه واخلي.

په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ په سویلي کوریا کې د ایران ځنډول شوې پیسې قطر ته ولېږدول شي او تر هغه وروسته به پنځه امریکايي او ایراني بندیان تبادله شي.

د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې د یکشنبې په ورځ له څلورو ایراني چارواکو، دوو امریکايي سرچینو او یوه بل لویدیځوال لوړپوړي ډیپلوماټ سره د مرکو پر بنسټ په دوحه کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو جزئیات چې په جلا جلا هوټلونو کې د قطري استازو په منځګړیتوب ترسره شول، بحث کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به د ایران ۶ میلیارده کنګل شوې شتمنۍ قطري بانکونو ته وسپارل شي او په ایران کې نیول شوي پنځه امریکايانو ته به هم د وتلو اجازه ورکړل شي.

ایران د زمري په نولسمه څلور امریکايي وګړي له بندخونې ازاد او په کورونو کې نظربند وساتل.

د همدې ورځې په پای کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن دغه اقدام د هغه بهير لومړی ګام وباله چې امريکا ته د دوی د ستنېدو لامل کېږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت یوه چارواکی وویل، دغه خبرې اترې د ایران په چارو کې د امریکې د ځانګړي استازي رابرټ مالی، د هغه د مرستیال ابرام پیلي او د ایران د اټومی پروګرام د لوړپوړي مذاکره کوونکي علی باقري په مشرۍ ترسره شوې.

د خبرو اترو مخکني پړاوونه په اټومي مسلو راټول وو، او د خبرو اترو نور پړاوونه بیا د بندیانو په اړه وو.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، هرڅوک پوهیدل چې اټومي خبرې اترې له کړکیچ سره مخ شوې، نو ځکه دوی خپل پام د بندیانو پر موضوع خبرو ته واړوه.

دغه سرچینه زیاتوي چې امریکايي بندیان به له تهران او ایراني بندیان به له امریکا څخه قطر او بیا به ایران ته ولېږدول شي.

د دریو سرچینو په وینا، د قطر حکومت به له دغو آزادو شویو پیسو څخه چې ایران یې په کومو برخو لګوي د بانکي لګښتونو څارنه وکړي چې دغه پیسې یوازې د ایران د بشري اړتیاوو لکه د درملو اخیستلو لپاره وکارول شي.

هدف دا دی چې دا پیسې د متحده ایالاتو د بندیزونو په اړوند برخو و نه لګيږي.

یوه جګپوړي ډیپلومات رویټرز ته وویل، "ایران په پیل کې مالي سرچینو ته په مستقیم ډول د لاسرسي غوښتنه کوله، خو وروسته یې د قطر په منځګړیتوب هوکړې ته غاړه کېښوده.

ویل کیږي چې ایران به خوراکي توکي او درمل اخلي او قطر به يې په مستقیمه توګه پیسې ورکوي.

له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د بندیانو د تبادلې د کره نیټې په اړه څه و نه ویل.

دغه امریکایي چارواکی وایي چې د ایران په اړه د واشنګټن په عمومي چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی او اوس هم د ډیپلوماسۍ د مخنیوی او فشار په اړه متمرکز دی.

اوس، د ایراني شتمنیو لیږد د جمهوري غوښتونکو نیوکې راپارولي او دوی باور لري چې بایډن د امریکایي وګړو د خوشې کولو لپاره تاوان ورکوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا هوکړه پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو په مانا نه ده او واشنګټن به په سیمه کې د ایران د بې ثباته کوونکو کړنو پر وړاندې کلکې مبارزې ته دوام ورکړي.