• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلنسکي وايي، د یو شمېر هغو هېوادونو چلند بدل شوی چې له اوکراینه ملاتړ کوي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، د کییف د ملاتړو ځینو هېوادونو چلند بدل شوی دی. ښاغلي زیلینسکي لویدیځ ته ویلي دي چې که مرستې دوام ونه کړي، دا به د روسیې له بري سره مرسته وکړي. هغه ويلي د خپلو ملاتړو په چلند کې دا بدلون یې حس کړی دی.

له اکانومیسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې متن یې د یکشنبې په ورځ (د وږي۱۹مه) خپور شوی، ویلي چې د خپلو ځینو همکارانو په چلند کې یې بدلون لیدلی دی.

ولادیمیر زیلنسکي زیاته کړه: «زه په دې پوهيږم. ما لوستلي، اوریدلي او لیدلي مې دي(چې دوی وايي) موږ به تل له تاسو سره یو، خو زه ګورم چې هغه دلته نه دی، او لهموږ سره نه دی.»

خو د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې له روسیې سره اوږدمهاله مقابلې ته چمتو دی.

هغه وايي: «زه باید چمتو و اوسم، زما ډله باید یوې اوږدې جګړې ته چمتو وي او موږ له فکري پلوههم چمتو یو.»

پرون له سي اين اين سره په مرکه کې، ښاغلي زیلینسکي خبر وکړ چې هغه پلان لري چې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره د اتکمز توغندیو ترلاسه کولو په اړه يو ځل بیا خبرې وکړي.

پنټاګون وايي، امریکا د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې له اوکراین سره ۴۴.۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

د دې ترڅنګ د پنټاګون مرستیالې سبرینا سنګ د پنجشنبې په ورځ (وږي ۱۶مه) له اوکراین سره د ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د امریکا د نوې پوځي مرستې د ځانګړي کولو اعلان وکړ.

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ روانې څپې ته د طالبانو غبرګون: "ځوانانو لطفاً په خپل وطن کې پاتې شئ"

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱
د کډوالۍ روانې څپې ته د طالبانو غبرګون: "ځوانانو لطفاً په خپل وطن کې پاتې شئ"
100%

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري د خلکو د ډله ییزې کډوالۍ په اړه په تازه غبرګون کې له لوستو ځوانانو وغوښتل چې "په هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي."

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت به د باسواده ځوانانو لپاره په عصري او دیني برخو کې د کار زمینه برابره کړي.

د طالبانو د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني مرستیال دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۱۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي تلویزیون له خوا خپرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت دفتر د شمېرو له مخې؛ افغانان وروسته له سوریې څخه په ۲۰۲۲ کال کې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو دویم لوی نفوس دی.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د شاوخوا ۱۰۸ میلیونو بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه نېږدې ۵،۷ میلیونه یې افغانان دي.

په دې وروستیو کې په کابل او هرات کې د پاسپورت غوښتونکو د اوږدو کتارونو ویډیوګانې او تصویرونه خپارل شول، دغه پاسپورت اخیستونکي معمولاً اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ او یا په ایران او د سیمې په نورو هېوادونو کې د کار کولو لپاره پاسپورتونه اخلي.

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدا دوه کاله وروسته خلکو ته د کار پر پېدا کولو ټینګار کړی؛ خو بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا او د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه د نړۍوالو سازمانونو په احصایو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

څه موده وړاندې د مهاجرت نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې اویا سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

د بېکارۍ زیاتوالی، بې وزلي او د ښځو پر د زده کړو او کار بندیز د هغو عواملو د لېست په سر کې دي چې د لسګونو زرو خلکو د مهاجرت لامل شوي دي.

د ایران د اطلاعاتو وزارت : وروستیو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۰۰ بمونه کشف او له منځه وړي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۱ GMT+۱
د ایران د اطلاعاتو وزارت : وروستیو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۰۰ بمونه کشف او له منځه وړي
100%

د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) ادعا وکړه، چې په دې هېواد کې په وروستیو وختونو کې له ۴۰۰ زیات بمونه کشف او شنډ شوي دي.

د هغه په ​​وينا؛ ټاکل شوې وه چې د محرم په ورځو کې تر ٤٠ زياتې چاودنې وشي خو دوی یې مخه نیولې ده.

نوموړي د چاودنو او په دغو بمونو کې د چا د لاس لرلو په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال د ایران د شېراز په شاه چراغ زیارت کې دوه ځله داعش برید کړی، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې وه.

خطیب د دغه هېواد د نورو استخباراتي او سیاسي چارواکو په شان د داخلي اعتراضونو او مظاهرو د بیا پېلېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دا ډول لاریونونه له بهر څخه رهبري کیږي.

نصرت الله حقپرست د یو ایف سي په سیالیو کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۸ GMT+۱
نصرت الله حقپرست د یو ایف سي په سیالیو کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه
100%

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمني لوبغاړي نصرت الله حقپرست د ازادو سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

نوموړي د استرالیا په سیډني کې له خپل امریکايي سیال لنډن کوینونز سره د یو ایف سي په سیالیو کې مخامخ شو او دغه سیالي یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

ښاغلي حقپرست له خپلې بریا وروسته په خپلو خبرو کې د نوموړي یاده بریا د افغانستان خلکو او د مراکش زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه او ویې ویل چې مراکش یې دویم کور دی.

نوموړي زیاته کړه:“ دا بریا د مراکش د زلزلې قربانیانو او زما اصلي وطن افغانستان ته ډالۍ کوم چې څلوېښت کاله له جګړې کړیږي”.

د یادونې وړ ده، چې دا د نصرت حقپرست پنځلسمه بریا ده.

د سوډان پلازمېنه کې د هوايي برید له امله ۴۰ کسان ووژل شول

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۱ GMT+۱
د سوډان پلازمېنه کې د هوايي برید له امله ۴۰ کسان ووژل شول
100%

په سوډان کې د داوطلبو ډ له وايي، د دغه هېواد پلازمېنه خرطوم کې پر یوه مارکېټ د پوځ په هوايي برید کې څلوېښت ولسي وګړي ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول. دوی د یکشنبې په ورځ په اعلامیه کې وايي، له اپرېل راهیسې دا د مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو ستره پېښه ده.

په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ په استوګنیزو سیمو کې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې جګړه کې ورځ تر بلې هوايي او توغندیز بریدونه سختېږي، خو یو لوری هم ښکاری بری نه لري او نه د دوی ترمنځ د منځګړتوب هڅې هم شته.

یوه کس رویټرز ته ویلي، د یکشنبې په سهار د خرطوم سوېل ته بې پیلوټه الوتکو پر هغه سیمه درانه بریدونه وکړل چې د چټک غبرګون ځواکونو په لاس کې ده.

ځايي داوطلبو داسې انځورونه شریک کړي چې د سوېلي خرطوم بېړنۍ خونه کې ډېر ټپي کسان او همدارنګه په ټوټو کې پېچلي مړي ښيي.

په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانې جګړې تر درېیو میلیونو خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او تر نهه لکو ډېر یې له هېواد وتلو ته اړ کړي دي.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د تمنا پریاني د ملاتړ لپاره جرمني ته تللي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱
د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د تمنا پریاني د ملاتړ لپاره جرمني ته تللي
100%

د نوبل د سولې د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار د یکشنبې په ورځ د جرمني په کولن ښار کې د هغو فعالانو چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی د ملاتړ لپاره دغه ښار ته تللي دي.

د زده کړو او بشري حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه په رسمیت وپېژني چې جنسیتي تبعیض پکې موجود دی.

ښاغلي یوسفزي پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "افغان نجونو ته اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي" دوه هشټګونه کارولي دي.

د مېرمنو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریانۍ د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

نوموړې پر ملګرو ملتونو او د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.

په دې اعتصاب کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پريانۍ سره ملتيا کوي.

تر دې دمه د المان دوسلدورف ایالت د پارلمان مرستیال په کولن کې له دغو اعتصاب کوونکو مېرمنو سره کتلي دي.

هغه د افغان ښځینه فعالانو د اعتراضیه خیمې څخه په لیدنه کې د تمنا زریاب پریانۍ د نه خوړلو د اعتصاب د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د جرمني په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

اغلې پریاني هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ورسره ټیلفوني خبرې کړې دي.

همدارنګه د المان د پارلمان غړې شاهینه ګامبیر چې افغان الاصله جرمنۍ سیاستواله ده، په کولن کې د پریاني د نه خوړلو اعتصاب “د غښتلي اعتراض وسیله” وبلله.

نوموړې وویل، چې د اعتراض په ډول د نه خوړلو اعتصاب تر ټولو سخته لار ده او له دې معلومیږي، چې په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت څومره کړکېچن دی.