• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ روانې څپې ته د طالبانو غبرګون: "ځوانانو لطفاً په خپل وطن کې پاتې شئ"

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري د خلکو د ډله ییزې کډوالۍ په اړه په تازه غبرګون کې له لوستو ځوانانو وغوښتل چې "په هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي."

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت به د باسواده ځوانانو لپاره په عصري او دیني برخو کې د کار زمینه برابره کړي.

د طالبانو د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني مرستیال دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۱۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي تلویزیون له خوا خپرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت دفتر د شمېرو له مخې؛ افغانان وروسته له سوریې څخه په ۲۰۲۲ کال کې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو دویم لوی نفوس دی.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د شاوخوا ۱۰۸ میلیونو بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه نېږدې ۵،۷ میلیونه یې افغانان دي.

په دې وروستیو کې په کابل او هرات کې د پاسپورت غوښتونکو د اوږدو کتارونو ویډیوګانې او تصویرونه خپارل شول، دغه پاسپورت اخیستونکي معمولاً اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ او یا په ایران او د سیمې په نورو هېوادونو کې د کار کولو لپاره پاسپورتونه اخلي.

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدا دوه کاله وروسته خلکو ته د کار پر پېدا کولو ټینګار کړی؛ خو بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا او د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه د نړۍوالو سازمانونو په احصایو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

څه موده وړاندې د مهاجرت نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې اویا سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

د بېکارۍ زیاتوالی، بې وزلي او د ښځو پر د زده کړو او کار بندیز د هغو عواملو د لېست په سر کې دي چې د لسګونو زرو خلکو د مهاجرت لامل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د اطلاعاتو وزارت : وروستیو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۰۰ بمونه کشف او له منځه وړي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) ادعا وکړه، چې په دې هېواد کې په وروستیو وختونو کې له ۴۰۰ زیات بمونه کشف او شنډ شوي دي.

د هغه په ​​وينا؛ ټاکل شوې وه چې د محرم په ورځو کې تر ٤٠ زياتې چاودنې وشي خو دوی یې مخه نیولې ده.

نوموړي د چاودنو او په دغو بمونو کې د چا د لاس لرلو په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال د ایران د شېراز په شاه چراغ زیارت کې دوه ځله داعش برید کړی، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې وه.

خطیب د دغه هېواد د نورو استخباراتي او سیاسي چارواکو په شان د داخلي اعتراضونو او مظاهرو د بیا پېلېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دا ډول لاریونونه له بهر څخه رهبري کیږي.

نصرت الله حقپرست د یو ایف سي په سیالیو کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمني لوبغاړي نصرت الله حقپرست د ازادو سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

نوموړي د استرالیا په سیډني کې له خپل امریکايي سیال لنډن کوینونز سره د یو ایف سي په سیالیو کې مخامخ شو او دغه سیالي یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

ښاغلي حقپرست له خپلې بریا وروسته په خپلو خبرو کې د نوموړي یاده بریا د افغانستان خلکو او د مراکش زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه او ویې ویل چې مراکش یې دویم کور دی.

نوموړي زیاته کړه:“ دا بریا د مراکش د زلزلې قربانیانو او زما اصلي وطن افغانستان ته ډالۍ کوم چې څلوېښت کاله له جګړې کړیږي”.

د یادونې وړ ده، چې دا د نصرت حقپرست پنځلسمه بریا ده.

طالبانو د ولسمشرۍ ماڼۍ یو پخوانی ساتونکی نیولی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۵ GMT+۱

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې طالبانو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) په پروان ولایت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی ساتونکی محمد حمزه مجددي نیولی دی.

نوموړی د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د (پي پي ایس) غړی و او د جمهوریت تر وروستۍ ورځې یې دنده سرته رسوله.

طالبانو تر اوسه د دغه پخواني سرتيري د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

دغو سرچینو ویلي، چې ښاغلی مجدي د پروان ولایت د خواجه سیاران په کلي کې نیول شوی دی.

نوموړی د عبدالطیف مجددي زوی دی، چې په تېر جمهوري حکومت کې د پروان د ملي امنیت ریاست د تحقیقاتو مرستیال و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې طالبانو په کابل او پنجشیر کې د پخوانیو پوځیانو نیولو ته دوام ورکړی.

یوناما ویلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت مامورین او سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

له دې وړاندې هم د پي پي ایس څو سرتېري په انفرادي بڼه نیول شوي او ځینې یې لا هم بندیان دي.

دوه افغان ځوانان اذربایجان ته د بې قانونه ننوتلو په تور ونیول شول

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د اذربایجان رسنۍ وایي، دغه هېواد ته دوه افغان ځوانان د بې قانونه ننوتلو په تور د دوی د پوله ساتو ځواکونو له خوا ونیول شول. د راپورونو له مخې دا دوه افغانان د ایران له لارې اذربایجان ته ننوتلي وو.

له دې دوو ځوانانو په ترلاسه شویو مالوماتو کې راغلي، چې یو پر ۱۹۹۷ او دویم پر ۲۰۰۳ کال زېږدلی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دې ځوانانو غوښتل د اذربایجان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي.

دواړو ځوانانو ته جنايي دوسیه جوړه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې ډېر خلک ایران او پاکستان ته کډوال او یا هم د دوی له لارې نورو هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

د پاکستان پوځ: په چترال کې مو ۱۳ مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ په یوه نوي بیان کې ویلي، چې په چترال کې یې له مخالفو وسلوالو سره په نښته کې شپږ وسلوال وژلي او اوه نور ټپیان دي.

دغه بیان چې نن یکشنبه (د وږي ۱۹مه) خپور شوی؛ پکې راغلي چې د چترال په ارسون کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو مخالفینو تر منځ مخامخ څو ساعته جګړه شوې، چې شپږ وسلوال یې وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

دوی وايي، چې سیمه ټوله د پاکستاني پوځ په کنټرول کې ده او یو شمېر وسلوال له سیمې تښتېدلي دي.

د یوه بل خبر له مخې؛ پاکستاني پوځ په چترال کې د ټي ټي پي پر مرکزونو هوايي بریدونه هم کړي دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

فري نیوز بیا د یو شمېر ځايي سرچینو په حواله لیکلي، چې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې یو شمېر ځايي خلک وژل شوي دي.

خبر زیاتوي، چې هوايي بریدونه د ځايي خلکو پر کورونو شوي او هېڅ وسلوال ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د ټي ټي پي‎ ګڼ وسلوال د افغانستان له نورستان او کونړ ولایتونو څخه چترال ته اوښتي وو او هلته یې پر پوستو بریدونه کړي، چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

د یادې مرګ ژوبلې او هوايي بریدونو په اړه تحریک طالبان پاکستان تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تېرې جمعې په ورځ له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره له جګړې وروسته اعلان وکړ، چې ۱۲ پاکستاني سرتېري یې وژلي او ۹۰ تنه یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ بیا د څلورو سرتېرو د مرګ خبر تایید کړی دی.