• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ: په چترال کې مو ۱۳ مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ په یوه نوي بیان کې ویلي، چې په چترال کې یې له مخالفو وسلوالو سره په نښته کې شپږ وسلوال وژلي او اوه نور ټپیان دي.

دغه بیان چې نن یکشنبه (د وږي ۱۹مه) خپور شوی؛ پکې راغلي چې د چترال په ارسون کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو مخالفینو تر منځ مخامخ څو ساعته جګړه شوې، چې شپږ وسلوال یې وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

دوی وايي، چې سیمه ټوله د پاکستاني پوځ په کنټرول کې ده او یو شمېر وسلوال له سیمې تښتېدلي دي.

د یوه بل خبر له مخې؛ پاکستاني پوځ په چترال کې د ټي ټي پي پر مرکزونو هوايي بریدونه هم کړي دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

فري نیوز بیا د یو شمېر ځايي سرچینو په حواله لیکلي، چې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې یو شمېر ځايي خلک وژل شوي دي.

خبر زیاتوي، چې هوايي بریدونه د ځايي خلکو پر کورونو شوي او هېڅ وسلوال ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د ټي ټي پي‎ ګڼ وسلوال د افغانستان له نورستان او کونړ ولایتونو څخه چترال ته اوښتي وو او هلته یې پر پوستو بریدونه کړي، چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

د یادې مرګ ژوبلې او هوايي بریدونو په اړه تحریک طالبان پاکستان تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تېرې جمعې په ورځ له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره له جګړې وروسته اعلان وکړ، چې ۱۲ پاکستاني سرتېري یې وژلي او ۹۰ تنه یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ بیا د څلورو سرتېرو د مرګ خبر تایید کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د تمنا پریاني د ملاتړ لپاره جرمني ته تللي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د نوبل د سولې د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار د یکشنبې په ورځ د جرمني په کولن ښار کې د هغو فعالانو چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی د ملاتړ لپاره دغه ښار ته تللي دي.

د زده کړو او بشري حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه په رسمیت وپېژني چې جنسیتي تبعیض پکې موجود دی.

ښاغلي یوسفزي پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "افغان نجونو ته اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي" دوه هشټګونه کارولي دي.

د مېرمنو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریانۍ د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

نوموړې پر ملګرو ملتونو او د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.

په دې اعتصاب کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پريانۍ سره ملتيا کوي.

تر دې دمه د المان دوسلدورف ایالت د پارلمان مرستیال په کولن کې له دغو اعتصاب کوونکو مېرمنو سره کتلي دي.

هغه د افغان ښځینه فعالانو د اعتراضیه خیمې څخه په لیدنه کې د تمنا زریاب پریانۍ د نه خوړلو د اعتصاب د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د جرمني په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

اغلې پریاني هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ورسره ټیلفوني خبرې کړې دي.

همدارنګه د المان د پارلمان غړې شاهینه ګامبیر چې افغان الاصله جرمنۍ سیاستواله ده، په کولن کې د پریاني د نه خوړلو اعتصاب “د غښتلي اعتراض وسیله” وبلله.

نوموړې وویل، چې د اعتراض په ډول د نه خوړلو اعتصاب تر ټولو سخته لار ده او له دې معلومیږي، چې په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت څومره کړکېچن دی.

ځايي سرچېنې: طالبانو په لغمان کې ۱۱ تنه پخواني نظامیان زنداني کړي دي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۱

ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې ۱۱ پخواني نظامیان زنداني کړي دي. سرچېنې وايي، دغو پخوانيو نظامیانو عادي ژوند کاوه، خو تېره اونۍ د دولت شاه ولسوالۍ پر ودانۍ ازادۍ جبهې له برید وروسته ونیول شول.

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې یو شمیر ځايي اوسیدونکو د یکشنبې د - سنبلې ۱۹ مه - افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ځو ورځو راهسې طالبانو د پخوانيو افغان نظامیانو د کورنو د پلټولو بهیر پیل کړی دی.

دوي زیاتوي طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ اړوند په ګران، بالادې، ګډیاله او نویا کلیو کې ګڼ شمیر پخواني نظامیان نیولي دي.

دغو نظامیانو د تېر حکومت پرمهال په بېلابیلو امنیتي ادارو کې کار کاوه خو واک ته د طالبانو رسېدو سره یې خپل عادي ژوند ته مخه کړې وه.

راپورونه وايي طالبانو نیول شوي پخواني نظامیان له دولت شاه ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته انتقال کړي.

افغانستان انټرنشنل ته داسې راپورونه رسېدلي،چې طالبانو د کورونو د پلټولو پرمهال یو شمیر پخوانیو نظامیانو کورنیو ته ګواښ کړی،چې خپل بچیان دې له بهر هیوادونو څخه را وغواړي او دوی ته دې تسلیم کړي.

راپورونه زیاتوي له څو ورځو راهسې طالبان د نیول شوو نظامیانو کورنیو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو زندانیانو سره وګوري.

د پخوانیو نظامیانو د نیولو دا سلسله هغه وخت شروع شه چې تېره اوونۍ د ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې یې د ولسوال پر دفتر برید کړی او طالبانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

له بریده یوه ورځ وروسته ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ازادۍ جبهې د برید په غبرګون کې طالبانو په دولت شاه ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.

خو د طالبانو د لغمان امنیه قومندانۍ د یوې خپریاڼې خپرولو سره وویل چې یو شمیر امنیتي مسوولینو له دولت شاه ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او ځايي امنیتی مسوولینو ته یې د امنیت تامین په برخه کې لارښونې وکړې.

اوچا: د مرستو د کمېدو له امله به ۱۷۳ روغتیايي مرکزونه وتړل شي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو له امله به د یو شمېر بېړني او ګرځنده روغتیايي مرکزونو د بندېدو سربېره د خواځواکۍ پر وړاندې مبارزه هم سخته شي.

اوچا نن یکشنبه(د وږي ۱۹مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، چې ۳۶،۶ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د غذايي اساسي موادو له بستو بې برخې شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ دغه نړۍواله اداره زیاتوي، چې د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان له لومړیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوې دي.

دوی وايي، چې په افغانستان کې د بودېجې د کمښت له امله د بېړنیو روغتیايي مرستو ۱۷۳ مرکزونه د تړل‌کېدو په حال کې دي.

اوچا په خپله دغه تازه راپور کې لیکي، چې په ۹۴۴۰۰۰ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱،۸ میلیونه په عادي خوارځواکۍ او ۵۲۱ زره ۹۳۴ ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې وړ ده، چې اوچا په خپل تېر راپور کې ویلي وو؛ که چېرې له افغانستان سره د بشري مرستو کمښت دوام وکړي نو لرې نه ده چې په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته شي.

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې مشر: په تېرو ۴۴ کلونو کې بهرنیانو افغانستان وران کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې مشر ملا عبدالباقي حقاني وايي، چې په تېرو ۴۴ کلونو کې "بهرنیانو" افغانستان وران کړی او هغوی د دغه هېواد د جوړېدو هېڅ ډول تکل نه لاره.

نوموړي نن یکشنبه (د وږي ۱۹مه) په کانکور ازموینه کې د ممتازو ۲۵ بریالیو نوماندانو په ستاینغونډه کې په افغانستان کې د عصري علومو اړتیا هم یاده کړه.

حقاني په کانکور ازموینه کې له بریالیو نوماندانو وغوښتل چې بهرنیو پوهنتونونو ته دې د زده کړو لپاره په خپل سر نه ورځي؛ بلکې په افغانستان کې دې زده کړې وکړي.

هغه په مستقیم ډول د کوم چا نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه:” دې وطن کې داسې خلک هم وو، چې په فاسد نیت یې زده کړې کړې وې او داسې هم وو چې د وطن د خیر لپاره یې زده کړې کړې وې”.

د نوموړي په خبره چې د ملګرو ملتونو د ادارې په ګډون یې لسګونو بهرینو هېوادونو ته ویلي، چې د افغانستان ځوانان د زده کړو لپاره بهر واستوئ، خو هیچا ورته ځواب نه دی ورکړی.

حقاني دا خبرې په داسې مهال کوي، چې لا هم په افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار بندیز دوام لري.

نړۍوالې ټولنې بار- بار له طالبانو غوښتي، چې د مېرمنو پر وړاندې له سخت چلنده لاس واخلي؛ مګر طالبان دا خپله داخلي مساله ګڼي.

د جرمني د پارلمان استازې: د پریاني د نه خوړو اعتصاب د افغان مېرمنو ناوړه حالت ښيي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د جرمني د پارلمان افغان توکمه غړې شاهینه ګمبیر په کولن ښار کې د تمنا پریاني د نه خوړو اعتصاب د «یوه قوي اعتراض وسیله» وباله. په پارلمان کې د زرغون ګوند دې استازې وویل، د دې وسیلې انتخاب ښيي په افغانستان کې د ښځو وضعیت څومره کړکیچن دی.

دغې افغان توکمه جرمن سیاستواله د یک شنبې په ورځ د - سنبلې په ۱۹مه -په خپل پخواني ټویټر یا اوسنۍ ایکس شبکه کې لیکلي: «په کولن ښار کې د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو ډراماتيک وضعیت ته د پام اړولو لپاره د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی. "

شاهینه ګمبیر په ۱۹۹۱ کال کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې زېږېدلې ده. خو هغه د جرمني په لیندورست کې لویه شوې او په ۲۰۱۵ کال کې د دغه هیواد له زرغون ګوند سره یوځای شوې ده.

مېرمن ګمبیر د ۲۰۲۱ کال په فدرالي ټاکنو کې د زرغون ګوند د استازې په توګه د جرمني پارلمان یا بوندستاګ ته داخله شوه.

شاهینه ګمبیر د جرمني په پارلمان کې د افغان الاصله لومړنۍ استازې په توګه یادیږي.

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جمعې په ورځ د سپټمبر له لومړۍ نیټې راهیسېد نه خوړو اعتصاب سره د جرمني له پارلمان او ملګرو ملتونو څخه غواړي د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسميت وپيژني.

په دې اعتراض کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پرياني سره ملتيا کوي.

تر اوسه پورې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت استازې او د دغه هيواد د پارلمان مرستيال په کولن ښار کې د اعتراض په خيمه کې له ميرمن پرياني سره ليدلي دي.

د جرمني د حکومت دغو استازو د تمنا زریاب پریاني د نه خوړو د اعتصاب د پای ته رسیدو غوښتن وکړه او هغې ته یې د هیواد په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

همدارنګه مېرمن پریاني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هغې ته ټیلیفون کړی دی.