منظور پښتین: پاکستاني پوځ علي وزیر او ولس یار د زندان له دروازې تښتولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د پاکستان یوې محکمې د دغه غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ضمانت قبول کړی، خو نوموړی د زندان له دروازې څخه ای ایس ای تښتولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د پاکستان یوې محکمې د دغه غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ضمانت قبول کړی، خو نوموړی د زندان له دروازې څخه ای ایس ای تښتولی دی.
په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نن دوشنبه (د وږي ۲۰مه) د پاکستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر ضمانت ومانه او نوموړی باید د اډیالې له زندان څخه نن خوشې شوی وی.
خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین بیا څو شېبې وړاندې پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې علي وزیر او ولس یار د ای ایس ای او د پاکستاني پوځ له خوا د زندان له دروازې تښتول شوي دي.
نوموړی زیاتوي:” محکمې ضمانت قبول کړی، له پولیسو سره بله عریضه هم نه شته، خو بیا هم ای ایس ای او پوځیان په شخصي جامو کې راغلي او دوی یې د زندان له دروازې تښتولي دي”.
د پښتین په خبره، چې پوځي او استخباراتي ادارې په پاکستان کې پر قوانینو او محاکمو "ملنډې" پیل کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير، د بشري حقونو فعاله ایمان مزاري او یو شمېر نور فعالان د اګسټ میاشتې په ۲۰مه نېټه د بغاوت په تور ونیول شول.


راپورونه وايي، چې د پاکستان د سند صوبې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې نېږدې ۲۹۴ افغانان نیولي دي.
د سند والي (ګورنر) کامران ټیسوري نن دوشنبه (د وږي ۲۰مه) رسنیو ته ویلي، چې په سند کې یو شمېر افغانان په قاچاقو کې لاس لري او دوی پلان لري، چې د افغانانو د نیولو لپاره روان عملیات لا ګړندي کړي.
نوموړی وايي، چې د پاکستان له لومړي وزیر سره یې په دې اړه خبرې هم کړي او هڅه کوي، چې په غېرقانوني کړنو کې ښکېل افغانان ونیسي.
په ورته وخت کې جیونیوز د کراچۍ د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کراچۍ کې ۲۹۴ افغانان نیولي او د نورو په نیولو پسې پلټنې روانې دي.
خبر زیاتوي، چې په کراچۍ کې نیول شوي ټول افغانان غیر قانوني مېشت کډوال وو، چې له قانوني کړنو وروسته به طالبانو ته سپارل کیږي.
د رسمي معلوماتو له مخې؛ تر دې مهاله له پاکستاني زندانونو څخه نېږدې ۲۵۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي دي.
د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو سره سم په پاکستان کې بریدونه زیات شوي، چې په اړه یې ګڼو پاکستاني چارواکو ادعاوې کړي، چې ترهګریز بریدونه له افغانستان پلانیږي.
خو طالبانو په وار – وار د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي او دا یې د هغوی د امنیتي ځواکونو ناکامي بللې ده.

په داسې حال کې چې په تورخم کې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه ولاړ دی؛ خو دغه دروازه د شپږمې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا بنده ده.
په ورته وخت کې د شینوارو او مومندو قومونو په تورخم کې لاریون کړی او د دروازې د خلاصون غوښتنه یې کړې.
نن دوشنبه د (وږي ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تېرې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هېڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی؛ ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.
دوی زیاتوي:«کله چې مو د سپټمبر په ۶مه د طالبانو له لوري د غیرې قانوني ابادیو د جوړدولو مخه ونیوله د طالبانو له لوري د یوه سولیز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه شوې، په تورخم کې یې زېربناوې زیانمنې کړې او د پاکستان او افغان ولسي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تورخم کې ولاړې بار وړونکې لارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او بار وړونکي شکایت کوي، چې که دروازه خلاصه نه شي ښايي له دې زیات تاواني شي.
بل خوا نن دوشنبه په تورخم کې د شینوارو او مومندو له خوا لاریون شوی و، چې پکې د پاکستان له خوا د تورخم د دروازې تړل وغندل شول.
لاریون والو پر پاکستاني حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې دروازه خلاصه کړي.
صفي الله خوږیاڼی یو له هغو موټر چلوونکو دی، چې له شپږو ورځو په تورخم کې د دروازې د خلاصون په تمه منتظر دی، نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې که لاره همداسې تړل شوې وي، نو د ډېرو سوداګرو مېوې او سبزي به خوسا شي.
هغه زیاته کړه: “ دا څنګه لار ده؟ کله چې د مېوې او سبزۍ وخت وي، دوی جنګ وکړي او زموږ ټول کاروبار را خراب کړي، یوه هفته وشوه نو تاسو فکر وکړئ زموږ مېوه به جوړه پاتې وي؟”.
د خوږیاڼي په خبره، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافرین د لارې د خلاصون په تمه دي؛ مګر د پاکستان له اړخه لار بنده ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پولې جګړه رامنځته کیږي، له دې وړاندې د اګسټ پر پنځمه نېټه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله یې دغه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.

د نوبل د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي وویل، چې افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري او دواړه ترهګر دي.
نوموړي دغه څرګندونې د بشري حقونو له يوې افغانې فعالې تمنا زرياب پرياني سره په خبرو وکړې چې د جرمني په کولن ښار کې يې د نه خوړو اعتصاب کړى.
د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د دوشنبې په ورځ د تمنا زریاب پریاني د غوښتنو د ملاتړ لپاره جرمني ته ولاړل.
دوی په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د "جسنتي توپیر سخته بڼه" وبلله.
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي وویل: "زه فکر کوم چې د افغانستان د نژادي تبعیض بېلابېلې بڼې موجودې دي؛ ځکه چې په افغانستان کې د ښځو په اړه هغه څه چې په افریقا کې په تور پوستو باندې پلي شوي، ډېر سخت وو."
د ملالې مور تورپیکۍ یوسفزۍ هم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تېره بیا د زده کړو له حقه ملاتړ وکړي.
تر دې مخکې ښاغلي یوسفزي د تمنا زریاب پریاني او د بشري حقونو د نورو افغان فعالانو د احتجاج ملاتړ کړی و، چې د دوو هشټګونو په کارولو سره یې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "پرېږدئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي".
تمنا زریاب پریاني د ښځو د حقونو فعاله د جمعې په ورځ د سپتمبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د "جنستي توپیر" په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
په دې لاريون کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پرياني سره ملتيا کوي.
تر دې دمه د جرمني د دوسلډورف ایالت د پارلمان مرستیال له میرمن پریاني سره په کولن ښار کې د هغې د ناستې په خیمه کې لیدلي دي.
هغه د افغان ښځینه فعالانو سره په یوه غونډه کې د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د هېواد په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.
همدارنګه اغلې پریاني د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هغې ته ټیلیفون کړی.
همدارنګه د جرمني د پارلمان غړې، شاهینه ګامبیر، چې افغاني نژاده ده، په کولن ښار کې د تمنا پرياني د نه خوړلو اعتصاب د "یوه قوي اعتراض وسیله" وبلله.
د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې وویل؛ د دې وسیلې انتخاب ښيي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت څومره کړکیچن دی

چاودنه د دوشنبې په ورځ د (وږي۲۰مه) د خیبر پښتونخوا د پیښور ښار په څنډه کې د پاکستان د سرحدي عسکرو پر موټر شوې چې له امله یې د ایف سي یو عسکر وژل شوی او اته تنه ټپیان شوي دي. ویل کیږي، په ټپیانو کې پنځه تنه د ایف سي عسکر او درې ملکي وګړي دي.
د پیښي قربانیان په پیښور کې یوه ځایي روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
په ټپيآنو کې د درې تنوروغتیايي حالت د نازک ښودل شوی.
د یوبل خبر له مخې د یاد ایالت د لنډي کوتل په سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر ته خپل لاسي بم ور چاودلی.
د پیښې مسوولیت لا چا نه دی منلی
امنیتي سرچیني وايي، یو ځانمرګی بریدګر تیره شپه د لنډي کوتل د سلطان خیلو په کلي کې د خپل لاسي بم چاودنې له امله وژل شوی دی. د لا زیاتو پلټنو لپاره سیمه د ځایي امنیتي ځواکونو تر سخت څار لاندې ده.
په دې ورستیو کي په خیبرپښتونخوا ایالت کې ترهګریزي پيښې خورا ډیرې شوې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې په تېره اګسټ میاشت کې د یاد ایالت په لنډي کوتل سیمه کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې په پایله کې یېڅلور پاکستاني نظامیان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي

راپورونه وايي، چې تېره شنبه (د وږي ۱۸مه) د پاکستان په بلوچستان صوبه کې ۶ ځايي د فوټبال لوبغاړي د وسلوالو له خوا تښتول شوي، چې د خوشې کېدو په موخه یې عملیات پیل شوي دي.
بلوچ ایکسپریس د ډېره بګټۍ د انتظامي مشر سعید کاکړ په حواله ویلي، چې یاد لوبغاړي تېره ورځ له ډېره بګټۍ څخه سېوۍ ته د لوبو لپاره تلل چې په لاره کې وسلوالو تښتولي دي.
نوموړي زیاته کړه: “ تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کسان چا تښتولي، خو دوی سیوۍ ته د ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ د لوبو لپاره تلل چې په لار کې جبري تښتول شوي دي”.
د نوموړي په خبره، چې امنیتي ادارو د یادو لوبغاړو د خوشې کولو عملیات پیل کړي؛ خو تر اوسه یې دقیق معلومات نه دي شوي.
بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي سرپرست وزیر سرفراز بګټي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې امنیتي ادارو ته یې امر کړی، چې یاد لوبغاړي ژر تر ژره د تښتوونکو له منګولو را خلاص کړي.
تر دا مهاله نه ده معلومه چې یاد لوبغاړي چا او ولې تښتولي؛ خو ویل کیږي چې یاد لوبغاړي بلوڅان دي او په خپله سیمه کې وخت ناوخت سیاسي او مدني فعالیتونه هم کوي.
له دې وړاندې په بلوچستان کې یو شمېر بلوڅانو په وار – وار لاریونونه کړي او د دوی د ځوانانو د جبري تښتولو او ورک کولو په مسالو کې یې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د ښکېلتیا په اړه خپل اعتراضات وړاندې کړي وو.
خو د پاکستان پوځ بیا دا ډول تورونه همېشه رد کړي دي.