د کراچۍ پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۴ افغانان نیولي دي

راپورونه وايي، چې د پاکستان د سند صوبې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې نېږدې ۲۹۴ افغانان نیولي دي.

راپورونه وايي، چې د پاکستان د سند صوبې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې نېږدې ۲۹۴ افغانان نیولي دي.
د سند والي (ګورنر) کامران ټیسوري نن دوشنبه (د وږي ۲۰مه) رسنیو ته ویلي، چې په سند کې یو شمېر افغانان په قاچاقو کې لاس لري او دوی پلان لري، چې د افغانانو د نیولو لپاره روان عملیات لا ګړندي کړي.
نوموړی وايي، چې د پاکستان له لومړي وزیر سره یې په دې اړه خبرې هم کړي او هڅه کوي، چې په غېرقانوني کړنو کې ښکېل افغانان ونیسي.
په ورته وخت کې جیونیوز د کراچۍ د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کراچۍ کې ۲۹۴ افغانان نیولي او د نورو په نیولو پسې پلټنې روانې دي.
خبر زیاتوي، چې په کراچۍ کې نیول شوي ټول افغانان غیر قانوني مېشت کډوال وو، چې له قانوني کړنو وروسته به طالبانو ته سپارل کیږي.
د رسمي معلوماتو له مخې؛ تر دې مهاله له پاکستاني زندانونو څخه نېږدې ۲۵۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي دي.
د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو سره سم په پاکستان کې بریدونه زیات شوي، چې په اړه یې ګڼو پاکستاني چارواکو ادعاوې کړي، چې ترهګریز بریدونه له افغانستان پلانیږي.
خو طالبانو په وار – وار د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي او دا یې د هغوی د امنیتي ځواکونو ناکامي بللې ده.


د ترکیې حکومت د «افغانستان د موثر سیاسي نظام او باثباته دایمي سولې» تر عنوان لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه. ترکیې ویلي دي، چې دا غونډه "د امنیتي او سیاسي دلایلو" له امله لغوه شوې ده.
ټاکل شوې وه؛ دغه غونډه د دوشنبې په ورځ د وږي په ۲۰مه په استانبول کې جوړه شي.
ویل کېدل دغه غونډې ته عبدالرشید دوستم، محمد محقق، محمد یونس قانوني، شکریه بارکزۍ، صلاح الدین رباني، فوزیه کوفي، رحمت الله نبیل، ضرار احمد مقبل او نور پخواني افغان چارواکي خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې له غونډې مخکې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، لیکل شوي چې افغانستان دا مهال له "خورا بدو شرایطو" سره مخ دی.
له استانبول څخه د افغانستان انټرنشنل خبرياله نرګس هورخش وايي؛ د ترکيې حکومت په لومړي سر کې د دې غونډې د ترسره کولو موافقه کړې وه، خو په وروستۍ شېبه کې يې غونډې د جوړېدو اجازه ورنه کړه.
د ترکیې حکومت په رسمي ډول د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
له مشرانو سره د اصلي ناستې له لغوه کېدو سره - سره د " حزب شهروندان افغانستان" چې دغه پروګرام یې تنظیم کړی؛ له خپلو غړو سره یې داخلي ناسته کړې ده.
د تركيې حكومت د افغانستان د پخواني حكومت د زيات شمېر چارواكو كوربتوب كوي.
عبدالرشید دوستم او محمد محقق د هغو کسانو په ډله کې دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیه له طالبانو سره نسباً نېږدې اړیکې لري او په استانبول کې یې په قونسلګرۍ او انقره کې د افغانستان په سفارت کې د دې ډلې ډیپلوماتان منلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سږ کال په خپله درېیمه غونډه کې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت تمرکز کړی دی.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږي۲۰مه) د ملګرو ملتونو د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر جینوا کې پیل شوې او ټاکل شوې چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغې شورا لومړۍ غونډه د چک جمهوریت د سفیر واسلاو بالک په مشرۍ جوړه شوه او د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک یې په پرانیسته کې پرانیستونکې وینا وکړه.
د دغې غونډې د اجنډا له مخې په پام کې ده، چې د یادې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ وینا وکړي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت تشریح کړي.
د دې سرمشریزې لویه برخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت بیا کتنې ته ځانګړې شوې ده. د هغه څه پر بنسټ چې تر اوسه اعلان شوي، د سې شنبې په ورځ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په اړه بحث وشي.
په دې غونډه کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت محصلین چې په پرتګال کې دي، هم د پروګرام د ترسره کولو لپاره رابلل شوي دي.
د دې غونډې په څنډه کې یو شمېر مدني فعالان په ځانګړې توګه افغانې ښځې او د بشري حقونو فعالان پلان لري چې اعتراضيه کنفرانسونه جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت سربېره په میانمار، سوډان، اوکراین، هایتي او بيلاروس کې د بشري حقونو وضعیت هم وڅېړل شي.
دا غونډه په داسې حال کې کیږي، چې په جرمني کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په افغانستان کې د «جنیسي نژادي تبعیض» د په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې تقریباً له عامه ژوند څخه برې برخې کړې دي.
دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کارموندنې او همدارنګه عامه ځایونو؛ لکه: سینما، پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو ته د هغوی پر تګ بندیز لګولی دی.

په داسې حال کې چې په تورخم کې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه ولاړ دی؛ خو دغه دروازه د شپږمې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا بنده ده.
په ورته وخت کې د شینوارو او مومندو قومونو په تورخم کې لاریون کړی او د دروازې د خلاصون غوښتنه یې کړې.
نن دوشنبه د (وږي ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تېرې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هېڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی؛ ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.
دوی زیاتوي:«کله چې مو د سپټمبر په ۶مه د طالبانو له لوري د غیرې قانوني ابادیو د جوړدولو مخه ونیوله د طالبانو له لوري د یوه سولیز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه شوې، په تورخم کې یې زېربناوې زیانمنې کړې او د پاکستان او افغان ولسي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تورخم کې ولاړې بار وړونکې لارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او بار وړونکي شکایت کوي، چې که دروازه خلاصه نه شي ښايي له دې زیات تاواني شي.
بل خوا نن دوشنبه په تورخم کې د شینوارو او مومندو له خوا لاریون شوی و، چې پکې د پاکستان له خوا د تورخم د دروازې تړل وغندل شول.
لاریون والو پر پاکستاني حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې دروازه خلاصه کړي.
صفي الله خوږیاڼی یو له هغو موټر چلوونکو دی، چې له شپږو ورځو په تورخم کې د دروازې د خلاصون په تمه منتظر دی، نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې که لاره همداسې تړل شوې وي، نو د ډېرو سوداګرو مېوې او سبزي به خوسا شي.
هغه زیاته کړه: “ دا څنګه لار ده؟ کله چې د مېوې او سبزۍ وخت وي، دوی جنګ وکړي او زموږ ټول کاروبار را خراب کړي، یوه هفته وشوه نو تاسو فکر وکړئ زموږ مېوه به جوړه پاتې وي؟”.
د خوږیاڼي په خبره، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافرین د لارې د خلاصون په تمه دي؛ مګر د پاکستان له اړخه لار بنده ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پولې جګړه رامنځته کیږي، له دې وړاندې د اګسټ پر پنځمه نېټه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله یې دغه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.

د طالبانو د رییس الوزرا دفتر اعلان وکړ، چې د پارلمان یو شمېر غړو او د تېر حکومت پوځي چارواکو ته یې د مصونیت کارتونه ورکړي دي.
د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کارتونه په دې مناسبت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ووېشل شول، خو د دغو چارواکو او پخوانیو استازو نومونه په ډاګه شوي نه دي.
د محمد حسن اخوند دفتر زیاته کړې، چې د شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر مولوي ذاکر په دې کنفرانس کې وویل: "حکومت هڅه کوي چې د پخوانۍ ادارې چارواکو ته د امکان تر حده د خوندي ژوند زمینه برابره کړي."
د طالبانو د ادارې دغه چارواکی، چې د طالبانو د رییس الوزرا محمد حسن اخوند د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دفتر مشر هم دی، ویلي چې دغه کارتونه د دغه کمېسیون د «طرزالعمل» پر اساس وېشل شوي دي.
هغه زیاته کړه، "پخوانۍ سیاسي څېرې" چې په هېواد کې پاتې دي؛ هم کولای شي دغه کارتونه ترلاسه کړي.
د طالبانو ادارې د پخوانیو حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو د راستنېدو د بلنې لپاره یو ځانګړی دفتر جوړ کړی او د «شخصیتونو سره د تماس کمېسیون» په نوم یادېږی.
هغه کسان چې د دغه دفتر د بلنې پر بنسټ هېواد ته راستنېږي، د دې لپاره د مصونیت کارت ترلاسه کوي، چې د طالب وسله والو له منګولو خوندي وي.
تر دې مخکې طالبانو هم د امان نامه په نوم یو لیک په دې ډول خلکو ته استولی و او له خپلو غړو یې غوښتي وو چې د دغه لیک خاوندان دې نه ځوروي.
په تېرو دوو کلونو کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځي او سیاسي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي دي. په دې وروستیو کې د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر یوسف نورستانی کابل ته راستون شو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ګیورګ کلوسمان د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې له تمنا زریاب پریاني سره د هغې د اعتصاب په خیمه کې وکتل.
پریاني له ښاغلي کلوسمان څخه وغوښتل، چې د یوې رسمي خپرپاڼې خپرولو سره جرمني په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.
په ځواب کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ډېپلومات وویل، چې هغه به د میرمن پریاني پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.
د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي؛ د تمنا زریاب پریاني او د بهرنیو چارو وزارت د استازي تر منځ ټیلیفوني خبرې د یکشنبې په ورځ پیل شوې.
دغې خېمې ته حاضر شوي ښاغلي کلوسمان وويل، چې د اعتصاب کوونکو پيغام به د بهرنيو چارو وزارت ته ورسوي؛ خو وروستۍ پرېکړه به هلته کوي.
د تمنا زرياب پریاني د نه خوړلو اعتصاب په تېرو يوولسو ورځو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ سره مخ شو.
د دوشنبې په ورځ د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار ضیاالدین یوسفزی او تورپیکۍ یوسفزۍ د مېرمن پریاني د هیلو د ملاتړ لپاره کولن ته سفر وکړ.
تر دې مخکې د فعالو ایراني ښځو او جرمني هنرمندانو یوه ډله هم د مېرمن پریاني د اعتراض خیمې ته ورغلې وه.