• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دطالبانو رییس الوزرا دفتر: د پارلمان غړو او پخوانیو چارواکو ته مو د مصونیت کارتونه ورکړي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا دفتر اعلان وکړ، چې د پارلمان یو شمېر غړو او د تېر حکومت پوځي چارواکو ته یې د مصونیت کارتونه ورکړي دي.

د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کارتونه په دې مناسبت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ووېشل شول، خو د دغو چارواکو او پخوانیو استازو نومونه په ډاګه شوي نه دي.

د محمد حسن اخوند دفتر زیاته کړې، چې د شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر مولوي ذاکر په دې کنفرانس کې وویل: "حکومت هڅه کوي چې د پخوانۍ ادارې چارواکو ته د امکان تر حده د خوندي ژوند زمینه برابره کړي."

د طالبانو د ادارې دغه چارواکی، چې د طالبانو د رییس الوزرا محمد حسن اخوند د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دفتر مشر هم دی، ویلي چې دغه کارتونه د دغه کمېسیون د «طرزالعمل» پر اساس وېشل شوي دي.

هغه زیاته کړه، "پخوانۍ سیاسي څېرې" چې په هېواد کې پاتې دي؛ هم کولای شي دغه کارتونه ترلاسه کړي.

د طالبانو ادارې د پخوانیو حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو د راستنېدو د بلنې لپاره یو ځانګړی دفتر جوړ کړی او د «شخصیتونو سره د تماس کمېسیون» په نوم یادېږی.

هغه کسان چې د دغه دفتر د بلنې پر بنسټ هېواد ته راستنېږي، د دې لپاره د مصونیت کارت ترلاسه کوي، چې د طالب وسله والو له منګولو خوندي وي.

تر دې مخکې طالبانو هم د امان نامه په نوم یو لیک په دې ډول خلکو ته استولی و او له خپلو غړو یې غوښتي وو چې د دغه لیک خاوندان دې نه ځوروي.

په تېرو دوو کلونو کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځي او سیاسي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي دي. په دې وروستیو کې د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر یوسف نورستانی کابل ته راستون شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د تمنا زریاب پریاني سره لیدنه وکړه

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ګیورګ کلوسمان د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې له تمنا زریاب پریاني سره د هغې د اعتصاب په خیمه کې وکتل.

پریاني له ښاغلي کلوسمان څخه وغوښتل، چې د یوې رسمي خپرپاڼې خپرولو سره جرمني په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.

په ځواب کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ډېپلومات وویل، چې هغه به د میرمن پریاني پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي؛ د تمنا زریاب پریاني او د بهرنیو چارو وزارت د استازي تر منځ ټیلیفوني خبرې د یکشنبې په ورځ پیل شوې.

دغې خېمې ته حاضر شوي ښاغلي کلوسمان وويل، چې د اعتصاب کوونکو پيغام به د بهرنيو چارو وزارت ته ورسوي؛ خو وروستۍ پرېکړه به هلته کوي.

د تمنا زرياب پریاني د نه خوړلو اعتصاب په تېرو يوولسو ورځو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ سره مخ شو.

د دوشنبې په ورځ د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار ضیاالدین یوسفزی او تورپیکۍ یوسفزۍ د مېرمن پریاني د هیلو د ملاتړ لپاره کولن ته سفر وکړ.

تر دې مخکې د فعالو ایراني ښځو او جرمني هنرمندانو یوه ډله هم د مېرمن پریاني د اعتراض خیمې ته ورغلې وه.

ضیاء الدین یوسفزی: افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري، بلکې دواړه ترهګر دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د نوبل د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي وویل، چې افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري او دواړه ترهګر دي.

نوموړي دغه څرګندونې د بشري حقونو له يوې افغانې فعالې تمنا زرياب پرياني سره په خبرو وکړې چې د جرمني په کولن ښار کې يې د نه خوړو اعتصاب کړى.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د دوشنبې په ورځ د تمنا زریاب پریاني د غوښتنو د ملاتړ لپاره جرمني ته ولاړل.

دوی په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د "جسنتي توپیر سخته بڼه" وبلله.

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي وویل: "زه فکر کوم چې د افغانستان د نژادي تبعیض بېلابېلې بڼې موجودې دي؛ ځکه چې په افغانستان کې د ښځو په اړه هغه څه چې په افریقا کې په تور پوستو باندې پلي شوي، ډېر سخت وو."

د ملالې مور تورپیکۍ یوسفزۍ هم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تېره بیا د زده کړو له حقه ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي یوسفزي د تمنا زریاب پریاني او د بشري حقونو د نورو افغان فعالانو د احتجاج ملاتړ کړی و، چې د دوو هشټګونو په کارولو سره یې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "پرېږدئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي".

تمنا زریاب پریاني د ښځو د حقونو فعاله د جمعې په ورځ د سپتمبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د "جنستي توپیر" په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

په دې لاريون کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پرياني سره ملتيا کوي.

تر دې دمه د جرمني د دوسلډورف ایالت د پارلمان مرستیال له میرمن پریاني سره په کولن ښار کې د هغې د ناستې په خیمه کې لیدلي دي.

هغه د افغان ښځینه فعالانو سره په یوه غونډه کې د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د هېواد په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

همدارنګه اغلې پریاني د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هغې ته ټیلیفون کړی.

همدارنګه د جرمني د پارلمان غړې، شاهینه ګامبیر، چې افغاني نژاده ده، په کولن ښار کې د تمنا پرياني د نه خوړلو اعتصاب د "یوه قوي اعتراض وسیله" وبلله.

د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې وویل؛ د دې وسیلې انتخاب ښيي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت څومره کړکیچن دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلاميې ته غبرګون ښودلی

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندیدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې ده، او وايي د طالبانو سرپرست حکومت د تورخم د لنډمهالي بندیدو په لاملونو ښه پوهیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هیڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.

همدارنګه په دغه اعلامیه کې ویل شوي:«کله چې مو د سپټمبر په ۶مه د طالبانو له لوري د غیرې قانوني ابادیو د جوړدولو مخه ونیوله د طالبانو له لوري د یوه سولیز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه شوې، په تورخم کې یې زیربناوې زیانمنې کړې او د پاکستان او افغان ولسي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد پر سرحدي پوستو دا ډول بې دلیله او بې توپیره ډزې په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دي. او د طالبانو له لوري بې دلیله ډزې د ترهګر زړور کوي.

پاکستان په دغه اعلامیه کې ی‍و ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځاینو په شتون ټینګار کړی.

موږ تل هیله لرلې ده چې له افغانستان سره پوله د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې او دوستۍ پوله وي.

موږ له لسیزو راهیسې پاکستان ته د خپلو افغان وروڼو او خویندو ښه راغلاست په خلاصه غیږ کړی دی.

د افغانستان او پاکستان پر پوله د طالبانو له لوري د پرلپسي غیرې ضروري پارونو په مقابل کې پاکستان له زغم څخه کار اخیستی او تل خبرو ته لومړیتوب ورکوي. د تورخم لنډ مهاله بندول د سختو قضیو پر مهال کیږي، لکه د ۶ سپټمبر پیښه او یا هم د افغانستان خاوره په پاکستان کې دننه د بریدونو لپاره د کارولو پر مهال .

د دغه اعلامیې په یوه برخه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې اعلامیې ته هم غبرګون ښودلی، وايي، په یاده اعلامیه کې د پاکستان د اقتصادې او بهرنۍ سوداګرۍ په اړه ځینې بې بنسټه څرګندونې شاملي وي.

پاکستان چمتو دی چې د رغنده خبرو اترو له لارې ټولې دوه اړخیزي مسلې او اندیښنې حل کړي چې د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکېلا پیاوړې شي.

په دغه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د پاکستان اندېښنې په پام کې ونیسې، د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا ته دروناوی وکړي او د ډاډ فضا رامنځته کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره نه کاریږي.

په کابل کې یو ځل بیا د پخوانيو حکومتونو تقاعد شويو کارکونکو اعتراض کړی

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۷ GMT+۱

په کابل کې د تېرو حکومتونو لسګونو تنو تقاعد شویو کارکوونکو بیا ځلې د سرپرست حکومت لخوا د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کړې. اعتراض کوونکي وایي، چې له درېيو کلونو راهيسې يې د تقاعد امتیازات نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي که‌ څه هم په تېرو دوو کلونو کې یې په دې اړهڅو ځلې لاریونونه هم کړي خو تراوسه پورې په دې برخه کې د سرپرست حکومت لخوا هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی.

بل خوا، د مالیې وزارت وایي، تر هغه چې د سرپرست حکومت مشر په دې تړاو لارښوونه و نه کړي، دوی په دې برخه کې څه نه شي کولای.

تر دې وړاندې مالیې وزارت ویلي و، چې څه باندې ۴۹ زره په کورناستو کارکونکو ته چې څه باندې لس زره ښځې پکې شاملې دي، خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي.

د یادولو ده چې د سرپرست حکومت چارواکي ددغو کورناستو د حقونو د نه ورکولو اصلي لامل نه په ډاګه کړی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت؛ له ایرانه څه باندې دوه زره کډوال بېرته هیواد ته ستانه شوي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د یکشنبې په ورځ ۲ زره او ۳۰۶ نوي کډوال له ایرانه بیرته هیواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت خبر ورکړی چې د دغو کډوالو له ډلې ځينې هغه يې د مرستو لپاره بهرنیو مرستندویه ادارو ته ورپيژندلي

د اسلام کلا د سرحدي عسکرو آمر په خبره، له یاد شمیر څخه ۱۳۲۱ تنه کډوال نړيوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ورپيژندل شوي.

په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور شړل زیات شوي دي.

ایران وايي، د ډېری افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لامل دغه هېواد ته په ناقانونه ډول راتګ، دغلته پاتې کېدل او یا هم د دوی په پاسپورټونو کې د وخت ختمېدل دي.

دا مهال په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي؛ چې ایران دا مهال د دغو کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.