په کابل کې یو ځل بیا د پخوانيو حکومتونو تقاعد شويو کارکونکو اعتراض کړی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

په کابل کې د تېرو حکومتونو لسګونو تنو تقاعد شویو کارکوونکو بیا ځلې د سرپرست حکومت لخوا د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کړې.

اعتراض کوونکي وایي، چې له درېيو کلونو راهيسې يې د تقاعد امتیازات نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي که‌ څه هم په تېرو دوو کلونو کې یې په دې اړهڅو ځلې لاریونونه هم کړي خو تراوسه پورې په دې برخه کې د سرپرست حکومت لخوا هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی.

بل خوا، د مالیې وزارت وایي، تر هغه چې د سرپرست حکومت مشر په دې تړاو لارښوونه و نه کړي، دوی په دې برخه کې څه نه شي کولای.

تر دې وړاندې مالیې وزارت ویلي و، چې څه باندې ۴۹ زره په کورناستو کارکونکو ته چې څه باندې لس زره ښځې پکې شاملې دي، خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي.

د یادولو ده چې د سرپرست حکومت چارواکي ددغو کورناستو د حقونو د نه ورکولو اصلي لامل نه په ډاګه کړی.

نور خبرونه

رادیو