• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرفراز بکټي: د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهل کيږي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر یو ځل بیا "د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي" نیوکه وکړه. سرفراز بګټي ویلي، چې تیره اوونۍ په چترال کې د پاکستاني طالبانو برید په افغانستان کې پلان شوی و.

سرفراز بګټي ویلي، چې تیره اوونۍ په چترال کې د پاکستاني طالبانو برید په افغانستان کې پلان شوی و، خو تر اوسه روښانه نه ده چې په دغه برید کې افغانان هم لاس لري او که نه.

هغه د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو هغه برید ته اشاره وکړه چې پکې ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهاله وزیر په اسلام اباد کې د یوې خبرې غونډې پر مهال هیله څرګنده کړه چې افغان طالبان دې د دوحې تړون عملي کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي.

دغه پاکستاني چارواکي په چترال کې د برید کوونکو هویت ته په اشارې سره زیاته کړه: «دا مهمه نه ده چې دا برید چا کړی دی، زموږ لپاره دوی ټول ترهګر دي."

د پاکستان دغه امنیتي چارواکی وايي، د ترهګرۍ د کچې لوړېدل دومره لوی نه دي، چې موږ وویروي.

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې خپلې غوښتنې پر موږ په زور وتپي.

په چترال کې د تېرې اوونۍ د برید په غبرګون کې د پاکستاني طالبانو ویاند دا برید یو لوی عملیات بللياو ادعا یې کړې وه چې د ټي ټي پيڅو کلي هم نیولي.

چترال د افغانستان له کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو سره ګډه اوږده پوله لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران پارلمان غړی: له طالبانو سره ډير کار لرو، غوسې نورې ستونزې ډیروي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۸ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون غړی وايي، زموږ د بهرني سیاست لومړیتوب له ګانډیانو سره ښې اړیکي دي، «که څه هم دغه ګانډی مو نه خوښیږي» ابراهیم رضايي وايي: له طالبانو سره ډیر څه لرو، غوسه او د اړیکو نشتوالی ستونزي ډیروي.

ایسنا خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د (وږي۱۹مه) له طالبانو سره د ایران د پارلمان د دغه غړي د لیدنې خبر خپورکړی.

نوموړي کابو دوه اوونۍ وړاندې د ایران د استازو په ګډون د یوه پلاوي په توګه کابل ته سفر وکړ.

افغانستان ته د ایران استازو له دغه سفر وروسته د حقابې په سر د طالبانو او تهران تر منځ له څو اونیو کړکیچ وروسته داسې ښکاري چې د افغانستان په سیندونو او بندونو کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د ایراني کارپوهانو له سفر وروسته اوس دا لانجې کمي شوي دي.

ابراهیم رضایی د دغه سفر د جزیات په اړه وویل: «موږ له هرچا سره چې اړتیا وه خبرې اترې کوو، خو اوس له امریکایانو سره غیر مستقیم مذاکرات لرو.»

د ایران د پارلمان د دغه غړي په وینا له طالبانو سره د خبرو نه کولو احساساتي کلمې د ایران کټو ته زیان رسولی.

نوموړی له طالبانو سره د اړیکو په اړه وايي د ډیرو مسلو حل، د امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزي په څېر د کډوالۍ او سرحدونه د ګاونډییو سره په ګډې همکارۍ او جوړجاړي پورې اړه لري.

همدارنګه د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون دغه غړی په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي.

ډبلیو ايف پي: که را روان ژمی له اړمنو افغانانو سره مرستې و نه شي ناورین به رامنځته شي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې که په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته مرستې ونه رسېږي، د دې هېواد میلیونونه وګړي به په راروان ژمي کې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي. دغه سازمان وايي که سږ کال ژمی له اړو خلکو سره مرستې و نه شي نو ناورين به رامنځته شي.

د دې سازمان د کاناډا څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه کې د افغانستان لپاره د دې پروګرام د عملیاتي مشرې «هسیو وي لي» د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان میلیونونه وګړي د راروان سخت ژمي لپاره چمتووالی نه لري.

هغې له یو شمیر مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې که هر څومره ژر کېدای شي د خوړو له نړیوال پروګرام سره دې د یو میلیارد ډالرو مرسته وکړي چې دوی وکولای شي په افغانستان کې ۲۱ میلیونه زیانمنو او اړو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د زمري میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو په بودیجه کې د ۱.۳ میلیارده ډالرو د کمښت خبر ورکړ.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د روان کال ژمی به ډیر سخت وي چې به وينا یې د بودیجې کموالی به زیانمنې افغانې کورنۍ له لوږې، ناروغۍ او آن مرګ سره مخ کړي.

په کابل کې د مور او ماشوم د درملنې او پالنې ۸۴ بستریز روغتون جوړ شوی

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي په پلازمېنه کابل کې د مور او ماشوم د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي. د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد وايي هڅه يې داده چې د مور او ماشوم د مړينې کچې راټيټه کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د یاد روغتون جوړېدل د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په کمولو کې اغېزمن رول لوبولی شي.

هغه زياته کړه، چې په هېواد کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شوې او په روان کال کې په ټول هېواد کې له سلو زرو ماشومانو څخه ٢٥٥ يې د زېږون پر مهال مړه شوي دي.

د قلندر عباد په خبره، د " مور او ماشوم " دغه روغتون د "بیات بنیاد" په همکارۍ د "اندراګاندي" روغتون په انګړ کې جوړ شوی چې په یوه وخت کې د ۸۴ میندو او ماشومانو د بستر کیدو او درملنې وړتیا لري.

د بیات بنسټ مشر احسان الله بیات وايي:«د دغه روغتون په جوړولو ۲۹۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دوی هڅه کوي چې د دغه روغتون چارې په بېلابېلو څانګو کې ګړندۍ کړي.»

دغه روغتون په کابل کې په داسې حال کې جوړېږي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هېواد د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه زیاته شوې او د نورو برخو ترڅنګ روغتيايي سکتور ته هم زيان اوښتى، په هیواد کې په بېلابېلو ناروغيو د ماشومانو اخته کیدل او د میندو مړینه زیاته شوې ده.

خالد حنفي: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څه باندې ۵۰۰۰ محتسبان لري

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي وایي، دغه وزارت شاوخوا ۵۰۰۰ محتسبان لري چې ټول یې ملایان دي. نوموړي همداراز وویل چې په هیڅ یوه اسلامي هیواد کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نشته.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د وږي ١٩مه) خبر ورکړ چې محمد خالد حنفي بغلان ته د خپل سفر پر مهال له خلکو وغوښتل چې له دغه وزارت سره همکار واوسي.

تر دې وړاندې د طالبانو امر بالمعروف وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې د دغه وزارت چارواکي د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کارولو حق نه لري.

خو افغانستان انټرنشنل په تېرو میاشتو کې څو ویډیوګانې خپرې کړې چې ښيي، د دغه وزارت استازي د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي.

له دې سره د طالبانو محتسبان په ډېرو برخو کې د خلکو خصوصي حریم ته په ننوتلو تورن دي.

د محکمې له حکم پرته د کورونو پلټل او د خلکو شخصي ټلیفونونو ته ننوتل او کتل هغه کړنې دي چې لا هم د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري تر سره کيږي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر په خپلو خبرو کې د خپلو محتسبانو دنده «د معروفاتو تطبیق او د منکراتو مخنیوی بللی دی.»

محمد خالد حنفي همداراز زیاته کړه چې، «زموږ وزارت ګام په ګام د منکراتو مخه نیسي او په ټولنه کې معروفات تطبیقوي.»

د کندهار برېښنا ریاست: په کجکي کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا تولید کم شوی

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۰ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا ریاست د شنبې په ورځ د (وږي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کجکې د اوبو په بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا تولید کم شوی دی. د کندهار ښاریان وايي، بيل ورکوي خو برېښنا نه لري.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چېله دې وروسته به د کندهار ښار اوسیدونکي د ۲۴ ساعتو پر ځای یواځې د ورځې له خوا ۱۴ ساعته برېښنا ولري.

دا پداسې حال کې ده چې تېره میاشت د کندهار ښار اوسیدونکو د برېښنا ریاست له لوري د برېښنا د لګښتونو د ملا ماتوونکو بیلونو په اړه هم شکایت کړی وو.

د کندهار ښاریان د هلمند د کجکي تر څنګ په دغه ښار کې د سولري برېښنا څخه ګټه اخلي.

د کندهار او هلمند ولایتونو اوسیدونکي تل د برېښنا د نا منظم ویش او د کجکې د برېښنا د تولید په فابریکه کې د تخنیکي ستونزو له امله شکایت کوي. که څه هم د یادې فابریکي ټولې تخنیکې چارې د یوې ترکي کمپنۍ په غاړه دي خو د تېرو څو کلنو وروسته همیاده ستونزه نه ده هواره شوې.

بل خوا د هلمند ولایت اته ولسوالۍ چې د یاد بند په وسیله خړوبیږي کروندګر یې سږکل د اوبو د کمښت له امله ډیر اندیښمن دي.