• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار برېښنا ریاست: په کجکي کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا تولید کم شوی

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۰ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا ریاست د شنبې په ورځ د (وږي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کجکې د اوبو په بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا تولید کم شوی دی. د کندهار ښاریان وايي، بيل ورکوي خو برېښنا نه لري.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چېله دې وروسته به د کندهار ښار اوسیدونکي د ۲۴ ساعتو پر ځای یواځې د ورځې له خوا ۱۴ ساعته برېښنا ولري.

دا پداسې حال کې ده چې تېره میاشت د کندهار ښار اوسیدونکو د برېښنا ریاست له لوري د برېښنا د لګښتونو د ملا ماتوونکو بیلونو په اړه هم شکایت کړی وو.

د کندهار ښاریان د هلمند د کجکي تر څنګ په دغه ښار کې د سولري برېښنا څخه ګټه اخلي.

د کندهار او هلمند ولایتونو اوسیدونکي تل د برېښنا د نا منظم ویش او د کجکې د برېښنا د تولید په فابریکه کې د تخنیکي ستونزو له امله شکایت کوي. که څه هم د یادې فابریکي ټولې تخنیکې چارې د یوې ترکي کمپنۍ په غاړه دي خو د تېرو څو کلنو وروسته همیاده ستونزه نه ده هواره شوې.

بل خوا د هلمند ولایت اته ولسوالۍ چې د یاد بند په وسیله خړوبیږي کروندګر یې سږکل د اوبو د کمښت له امله ډیر اندیښمن دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ریس الوزرا مرستیال وايي، د رسنیو ازادي یوازې د طالبانو د مقرارتو په چوکاټ کې مني

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د رسنیو د سانسور او بندیزونو په اړه د نړیوالو سازمانونو نیوکو ته په ځواب کې ویلي د طالبانو په رژیم کې رسنۍ "آزادې" دي. هغه وايي رسنۍ دې د دوی سپارښتنې مني بیا ستونزه نه ورسره لري.

هغه ټینګار وکړ چې دوی د رسنیو ازادي یوازې د "طالبانو" د اسلامي نظام او ملي ګټو په چوکاټ کې مني.

په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په افغانستان کې د رسنیو ناوړه حالت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د چنګاښ په ١٤مه، د خبريالانو نړيوال فدراسيون د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبريالانو ځورونه وغندله او د رسنيو د ټولو نيول شويو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې وکړ.

دغه فدراسیون وايي، په افغانستان کې د خبریالانو د نیول کېدو شمېر ډېر شوی دی.

د دغو نیوکو په غبرګون کې حنفي د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "دلته د مختلفو رسنیو مایکونه زموږ په مخ کې ایښودل شوي دي. ځينې وايي چې د مطبوعاتو ازادي دا او ها ده.موږ د طالبانو په اسلامي او نظامي چوکاټ کې چې زموږ ملي ګټي پکې وي د رسنیو او بیان ازادي سره ستونزه نه لرو."

طالبان او په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو اداره د کورنیو رسنیو د خبرونو په سانسور او د خبریالانو په ګواښلو او نیولو تورنه ده.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د رسنيو فعاليتونه پام وړ کم شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼو رسنیو خپل دفترونه راتړلي، خبریالان په خپلسري ډول نيول شوي، او ډیر شمېر خبریالان د دندو نشت له امله بې وزله شوي او ځينې هيواد پرېښدو ته اړ شوي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې څه باندې ۳۶ زره ماشومان له خوراکي توکو بې برخې دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اعلان کړی، په افغانستان کې تر ۳۶ زره ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د مالي سرچینو د نشت له امله له خوراکي توکو بې برخې دي. دغه دفتر ۲۰۲۳ کال کې د مالي تشې د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ په ۲۰۲۳ کال کې د مالي تشې د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د وږي ۱۹مه په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یاد شمیر ماشومان په هغو ولایتونو کې ژوند کوي چې د مرستو رسولو په برخه کې لومړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر ویلي، چې په افغانستان کې لومړنیو روغتیايي او تغذيې خدمتونو ته د نورو سل زره کسانو لاسرسی کم شوی یا بند شوی دی.

د دې دفتر د شمېرو له مخې، ۱۷۳ګرځنده د تغذيې او روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي او که دا داسې شي، نو له پنځو کلونو د کم عمره اویا زرو او ۲۰۰ ماشومانو ژوند به اغېزمن کړي.

ویل کیږي چې ۱.۸ میلیونه وګړي به د تغذیې له خدمتونو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د زمري میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو په بودجه کې د ۱.۳ میلیارده ډالرو د کمښت خبر ورکړ.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د روان کال ژمی به ډیر سخت وي ځکه د بودیجې کموالی به زیانمنې افغانې کورنۍ له لوږې، ناروغۍ او آن مرګ سره مخ کړي.

خبري سرچینو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کابو ۱۲۱ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د نا قانونه کډوالو د ایستلو د پریکړې له اعلان سره سم، د دغه هیواد رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو نیول پیل کړي. ویل کېږي چې تر اوسه په کراچۍ ښار کې ۱۲۱ افغانان نیول شوي دي.

د اې ار وای پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې، د کراچۍ ښار پولیسو یاد شمېر افغانان د یکشنبې په ورځ "پاکستان ته د نا قانونه ننوتلو" په تور نیولي دي.

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو بهیر په داسې حال کې زور اخیستی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت يې پرېکړه کړې چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د «ناقانونه کډوالو» پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

سرفراز بګټي وويل، پاکستان د نورو هېوادونو په څېر "ناقانونه کډوال" نه شي منلی.

د سي ان ان د راپور له مخې، په تېرو نهو میاشتو کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۳۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

خو ځينې سرچينې بیا دغه شمېر تر دې څو برابره ډیر ښيي.

د کډوالۍ روانې څپې ته د طالبانو غبرګون: "ځوانانو لطفاً په خپل وطن کې پاتې شئ"

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري د خلکو د ډله ییزې کډوالۍ په اړه په تازه غبرګون کې له لوستو ځوانانو وغوښتل چې "په هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي."

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت به د باسواده ځوانانو لپاره په عصري او دیني برخو کې د کار زمینه برابره کړي.

د طالبانو د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني مرستیال دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۱۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي تلویزیون له خوا خپرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت دفتر د شمېرو له مخې؛ افغانان وروسته له سوریې څخه په ۲۰۲۲ کال کې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو دویم لوی نفوس دی.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د شاوخوا ۱۰۸ میلیونو بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه نېږدې ۵،۷ میلیونه یې افغانان دي.

په دې وروستیو کې په کابل او هرات کې د پاسپورت غوښتونکو د اوږدو کتارونو ویډیوګانې او تصویرونه خپارل شول، دغه پاسپورت اخیستونکي معمولاً اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ او یا په ایران او د سیمې په نورو هېوادونو کې د کار کولو لپاره پاسپورتونه اخلي.

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدا دوه کاله وروسته خلکو ته د کار پر پېدا کولو ټینګار کړی؛ خو بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا او د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه د نړۍوالو سازمانونو په احصایو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

څه موده وړاندې د مهاجرت نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې اویا سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

د بېکارۍ زیاتوالی، بې وزلي او د ښځو پر د زده کړو او کار بندیز د هغو عواملو د لېست په سر کې دي چې د لسګونو زرو خلکو د مهاجرت لامل شوي دي.

نصرت الله حقپرست د یو ایف سي په سیالیو کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمني لوبغاړي نصرت الله حقپرست د ازادو سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

نوموړي د استرالیا په سیډني کې له خپل امریکايي سیال لنډن کوینونز سره د یو ایف سي په سیالیو کې مخامخ شو او دغه سیالي یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

ښاغلي حقپرست له خپلې بریا وروسته په خپلو خبرو کې د نوموړي یاده بریا د افغانستان خلکو او د مراکش زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه او ویې ویل چې مراکش یې دویم کور دی.

نوموړي زیاته کړه:“ دا بریا د مراکش د زلزلې قربانیانو او زما اصلي وطن افغانستان ته ډالۍ کوم چې څلوېښت کاله له جګړې کړیږي”.

د یادونې وړ ده، چې دا د نصرت حقپرست پنځلسمه بریا ده.