• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته په سفر تللی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو سلا مشورو په تېره بیا د افغانستان د حالاتو د ارزونې په مقصد تهران ته تللی. درانی به په تهران کې د افغانستان او سیمې په امن هم خبرې وکړي.

د تسنیم د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي "اصف علي خان دراني" له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره ایران ته سفر کړی دی.

ښاغلی درانی به په دغه سفر کې له خپل ایراني سیال او همداراز د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني.

اصف علي خان دراني چې د ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، د روان کال د غبرګولي په لومړیو کې د پاکستان د لومړي وزیر له لوري د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

تخار کې د يوه ښوونځي ودانۍ د اور په لمبو، لو لپه شوه

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۱ GMT+۱

سیمه ییزې سرچينې وايي نا څرګندو کسانو تېره شپه ۸ بجې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړی او سوځولی يې دی. دغه پېښه تېره شپه ماخوستن هغه مهال رامنځته شوې وه چې خلک د ماښام له لمانځه وروسته خپلو کورونو ته تللي و.

د انجنیر حامدالله شهيد (شلټرنو) به نوم دغه ښوونځی د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د نا مالوم دلیل له مخې د اور په لمبو وسوځيده.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د دغه ښوونځي د سوځيدو یوه ويډیو رالیږلې چې خلک هڅه کوي دغه ښوونځي له اوره وژغوري.

په سیمه کې کلیوالو د اوبو او خاورو ور شیندلو په مرسته د اور وژلو هڅې کړې خو په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت هیڅ مرستندویه ډله مرستې ته نه ده ورغلې.

سیمه ییزې سرچينې وايي د اور لبمو له زوره خلکو نه شوی کولای چې اور مهار کړي نو ښوونځی په بشپړ ډول وسوځيدو.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، شنوونکي وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې دغې ډلې په ورته ډول ښوونځي سوځول او تل به یې عامه بنسټونه ویجاړول.

تېر کال به هم د تخار په ځينو ولسواليو کې د شپې مهال ځينې کورونو ناببره اور واخیست او څوک نه پوهيدل چې دا اور څوک اچوي خو د سیمې خلکو به داسې چارې د پیریانو کار بلل.

د برېتانیا استازې: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴ مه غونډه کې د برېتانیا استازې پر افغان ښځو د پراخو بندیزونو دوام د افسوس وړ وباله.

ریتا فرېنچ وویل: "موږ په خواشینۍ سره د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د ظلم او تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو."

په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د برېتانيا استازۍ د بشري حقونو د سرغړونو د قضيو په تړاو او ځانګړي ډول په افغانستان کې د پوهنې، کارموندنې او د ښځو د ازادۍ په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه وويل، چې دې چارې د ښځو پر ژوند - ژواک منفي اغېز ښیندلی دی.

په افغانستان کې د ارایشګاه ګانو تړل او د زرګونو ښځو د دندو له لاسه ورکول له نورو هغو مسايلو څخه دي، چې د برېتانيا له خوا د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ياد شوي دي.

دغه برېتانوي استازې طالبان مخاطب کړل او ویې ویل، چې دا ډله باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د "کار، ډوډۍ او عدالت" غوښتنې ته غوږ ونیسي.

"کار، ډوډۍ او عدالت" د افغان اعتراض کوونکو ښځو شعار و، چې په پرله پسې ډول یې په کابل او نورو ښارونو کې په خپلو مظاهرو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شعارونه ورکول.

د برېتانيا استازې دغه راز د بشري مرستو لپاره د لسګونو ميليونو افغانانو اړتيا ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې برېتانيا د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې تر څنګ ولاړه ده.

د بشري حقونو په شورا کې ریچارډ بېنېټ: طالبان دې خپله ظالمانه او د ښځو ضد تګلاره بدله کړي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه او سخت دریځه چلند وغنده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان په منظم ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا قشر ورځ تر بلې محدودوي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل، چې طالبان د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، لباس او په ټولنه کې د هغوی د ظاهري بڼې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو له خوا د ښځو د ارایشګاه ګانو د تړلو امر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو د وروستي اقدام په توګه یاد کړ، چې شاوخوا ۶۰ښځې یې له دندو بې برخې کړې دي.

ښاغلي بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې "ظالمانه او د ښځو ضد تګلارې" ته بدلون ورکړي او ښځو ته د کار او سوداګرۍ اجازه ورکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ دا مهال د طالبانو د حکم له مخې چې ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت او بیا ۱۴۰۱ کال د وږي په میاشت کې صادر شوي، له درې میلیونو څخه زیاتې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

ریچارډ بېنېټ د خپلې وینا په پیل کې د یو شمیر افغان نارینه او ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسي توپیر» د په رسمیت پېژندلو په اړه د هغوی غوښتنې ته اشاره وکړه.

هغه وويل، چې د دغو لاريون کوونکو مېرمنو د وياندې په توګه له تمنا زرياب پريانۍ سره په تماس کې دى او ژمنه يې وکړه، چې د هغوى اندېښنو ته به رسیده ګي کوي، خو زياته يې کړه، چې هغوی د نه خوړو اعتصاب ته نه هڅوي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په پرله پسې ډول حکمونه صادر کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې له زده کړو، کار کولو او همدارنګه عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او ورزشي کلپونو ته له تګ څخه منع کوي.

د دا ډول کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو په ځواب کې طالب مشرانو ویلي، چې دوی یوازې د "شریعت په چوکاټ کې" د ښځو حقونه ورکوي، په داسې حال کې چې منتقدین وايي د شریعت تفسیر ناسم دی.

په کابل کې د ترکیې سفیر:په استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړیږي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۱

په کابل کې د ترکیې سفیر په استانبول کې د پخوانیو افغان چارواکو د ناستې له لغوه کېدو سره سم؛ په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د مرستې په موخه په دغه ښار کې د یوې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې د ترکیې سفیر له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې دا موضوع مطرح کړې ده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په خپل یوه پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا؛ د ترکیې سفیر د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې کړي.

نوموړي په ترکیه کې د هغو هېوادونو د غونډې د جوړېدو اعلان هم وکړ، چې له افغانستان سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ «په افغانستان کې د موثر سیاسي نظام او تلپاتې سولې» تر سرلیک لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه.

ترکيې د دغې غونډې د لغوه کېدو لامل امنيتي او سياسي مسايل ګڼلي دي.

دغه راز جهاد ارګینای وويل، چې هڅه کوي مرستندويه هېوادونه قانع کړي؛ تر څو په افغانستان کې بشري مرستې په پراختيايي مرستو بدلې کړي.

د هغه پیغام پر بنسټ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه کې خپور شوی؛ د ترکیې سفیر په افغانستان کې روان وضعیت د قناعت وړ بللی دی.

ریچارډ بېنېټ: د ټولګډونه حکومت د غوښتنې اورېدو لپاره د طالبانو غوږونه کاڼه دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، چې د طالبانو حکومت د یوې ځانګړې ډلې په کنټرول کې دی او د ټولګډونه حکومت د غوښتنې پر وړاندې د دوی غوږونه کاڼه دي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، ده له ګڼو افغانانو سره خبرې کړي او په لویه کې اکثرو یې د ټولګډونه حکومت د نه موجودیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د حکومت لویه برخه سړي جوړوي، چې اکثر یې پښتانه دي؛ نورو اقوامو او ښځو ته په حکومت کې د ګډون حق نه ورکوي.

خو طالبانو په بار- بار ویلي، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو اقوامو استازي پکې شریک دي.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکي په افغانستان کې "د غښتلي تبعیض او د یوې لویې برخې د خلکو د محرومیت" په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې ښځې، مذهبي او قومي ډلې؛ لکه: تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن هم غواړي چې په واک کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ، چې د توکمیزو ډلو استازي د طالبانو د توکم پالنې له کړنو هم شکایت کوي. هغه څه چې د حکومت په ټولو سکتورونو کې د زده کړو، کار او بشري مرستو په ګډون د طالبانو د "غیر عادلانه" چلند لامل کیږي.

نوموړی وايي، چې دا ډول غیر عادلانه چلند په ثبات هم مستقیم اغېز لري.

د طالبانو د بیا ځل واک ته له رسېدو وروسته؛ نړۍوالې ټولنې له طالبانو څخه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کولو لپاره بار- بار غوښتنې وکړې، خو طالبانو بیا دا خپله داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې هېچا ته به د مداخلې حق ورنه کړي.