تخار کې د يوه ښوونځي ودانۍ د اور په لمبو، لو لپه شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

سیمه ییزې سرچينې وايي نا څرګندو کسانو تېره شپه ۸ بجې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړی او سوځولی يې دی.

دغه پېښه تېره شپه ماخوستن هغه مهال رامنځته شوې وه چې خلک د ماښام له لمانځه وروسته خپلو کورونو ته تللي و.

د انجنیر حامدالله شهيد (شلټرنو) به نوم دغه ښوونځی د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د نا مالوم دلیل له مخې د اور په لمبو وسوځيده.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د دغه ښوونځي د سوځيدو یوه ويډیو رالیږلې چې خلک هڅه کوي دغه ښوونځي له اوره وژغوري.

په سیمه کې کلیوالو د اوبو او خاورو ور شیندلو په مرسته د اور وژلو هڅې کړې خو په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت هیڅ مرستندویه ډله مرستې ته نه ده ورغلې.

سیمه ییزې سرچينې وايي د اور لبمو له زوره خلکو نه شوی کولای چې اور مهار کړي نو ښوونځی په بشپړ ډول وسوځيدو.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، شنوونکي وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې دغې ډلې په ورته ډول ښوونځي سوځول او تل به یې عامه بنسټونه ویجاړول.

تېر کال به هم د تخار په ځينو ولسواليو کې د شپې مهال ځينې کورونو ناببره اور واخیست او څوک نه پوهيدل چې دا اور څوک اچوي خو د سیمې خلکو به داسې چارې د پیریانو کار بلل.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ