جهاد ارګین استانبول کې د افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له جوړېدونکې ناستې خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

په استانبول کې د افغانستان د پخوانیو چارواکو د ناستې له لغوه کېدو سره هم مهاله، د ترکیې سفیر په دغه هېواد کې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان سره د مرستې په پار له یوې جوړېدونکې ناستې خبر ورکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې سفیر له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې دغه موضوع شریکه کړې ده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (وږي په ۲۰مه) په خپل پوسټ کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ترکیې سفیر جهاد ارګین سره په کابل کې کتلي دي.
په افغانستان کې د ترکیې سفارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لیکنې له مخې، د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل په اړه د انقرې د هڅو خبره وکړه.
ښاغلي ارګین همدارنګه په ترکیه کې د افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د ناستې له ترسراوي خبر ورکړ. په همدې حال کې د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ د « په افغانستان کې ګټور سیاسي نظام او تلپاتې سولې» تر سرلیک لاندې د پخوانیو چارواکو ناسته لغوه کړه.
ترکیې د دغې ناستې د لغوه کولو لاملونه سیاسي او امنیتي مسایل بللي دي.
سربېره پر دې جهاد ارګین ویلي، چې هڅه کوي مرستندويه هېوادونه وهڅوي چې په افغانستان کې بشري مرستې په پراختيايي مرستو بدلې کړي.
د هغه څه پر بنسټ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکل شوي، ترکیې په افغانستان کې روان وضعیت « د قناعت وړ» بللی.

نور خبرونه

رادیو