باوري سرچينې: چترال کې جګړه درېدلې خو لا هم له لرې واټنه خال خال ډزې کيږي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۳

د چترال په جګړه کې ټپي شوی پاکستانی پوځي هم ومړ چې په دې سره په یاده جګړه کې د وژل شویو پوځيانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.
نهه ورځې وړاندې د پښتونخوا چترال کې پاکستاني طالبانو د پوځ په څو پوستو بریدونه کړي و، چې له امله يې څلور پوځيان وژل شوي و.

ويل کيږي، اوس په سیمه کې جګړه درېدلې او یوازې له لیرې خال، خال ډزې کيږي.
د پاکستان پوځ رسنیزې برخې خبر ورکړی و، چې په چترال کې یې له ټي‌ټي‌پي سره په جګړه کې څلور عسکر وژل شوي او په دغه جګړه کې يې ۱۲ وسله‌وال هم وژلي دي.
د جګړې سیمه پاس په غره کې له کلیو او بانډو ۳۰ کیلو متره لیرې پرته ده.
سرچينې وايي دغه جګړه د پاکستاني طالبانو له لوري د دغه هيواد په پوله ساتو عسکرو د چترال په اوټاپ او بمبوریت سیمو کې شوې وه، چې پوځيان يې مرستې ته ورغلي دي.
ټي‌ټي‌پي د دغو بریدونو مسوليت منلی و او پوځ ته يې د سر و مال د درانه زیان دعوه کړې وه.
پاکستاني رسنیو يوه ويډیو خپره کړې وه، چې په چورلکو کې يې پاکستاني پوځيان د جګړې سیمې ته لېږدول.
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې وسله‌وال بریدکوونکي يې په شا تمبولي او اوس له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د افغانستان له کونړ او نورستانه پر دوی ډزې کوي.
سرچينې زیاتوي چې په دغه جګړه کې د ټي ټي پي تر څنګ د حقاني شبکې وسلوالو هم برخه لرله خو کابل کې طالبان دغه ادعا ردوي.
ځايي حکومتي سرچينې وايي، چترال ته غځېدلې لارې چې د جګړې له امله تړل شوې وې، اوس بېرته پرانیستل شوې دي، او حالت د سمېدو خواته روان دی.
په دې ورستيو کې د پاکستان د ننه او قبایلي سېمو کې امنيتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی، وخت نا وخت پر پاکستاني پوځ او نورو امنيتي کسانو بریدونه کېږي؛ د دې تر څنګ په هدفي او نورو بریدونو کې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوړي.

نور خبرونه

رادیو