د روسيې دفاع وزارت:پر کریمیا مو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو څو بریدونه شنډ کړل

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۶

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد هوايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) په کریمیا کې د اوکراین شپږ بې پیلوټه الوتکې را غورځولې دي.

دغه وزارت د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

اوکران تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي، چې دوه بې پيلوټه الوتکې پر ځايي وخت سهار شاوخوا يوه بجه د کريميا په لوېديځ کې را غورځولې، او څلور نورې بې پيلوټه الوتکې يې نيم ساعت وروسته د کریمیا په شمالي او ختيځو برخو کې را غورځولي دي.

مسکو په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه. او د مسکو دغه کارپه پراخه کچه غندل شوی و.

په دې وروستیو کې د روسیې پر خاوره د اوکراین بریدونه زیات شوي دي.

د روسیۍ پوځي چارواکو د یکشنبې په ورځ هم د مسکو په ایسترا سیمه کې د یوي بې پیلوټه الوتکې د را غورځولو ادعا وکړه. او ویې ويلې چې پهیاد برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.

نور خبرونه

رادیو