پاکستاني رسنۍ: د پاکستاني طالبانو پخوانی قومندان د پاکستان په سوات کې وژل شوی دی

په پاکستان کې رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پاکستاني طالبانو پخوانی قوماندان نیک محمد په ځانګړو عملیاتو کې وژلی دی.

په پاکستان کې رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پاکستاني طالبانو پخوانی قوماندان نیک محمد په ځانګړو عملیاتو کې وژلی دی.
هغه په سوات کې د پوځ د "حقې لارې" له عملیاتو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته وتښتېد.
نوموړی د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشر ملا فضل الله ته نېږدې کس و او د روان کال په لومړیو کې په سوات کې له تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای شوی و.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ هغه سوات ته له ستنېدو وروسته پر پولیسو بریدونه کول.
پاکستاني طالبانو په وروستیو دوو کلونو کې د پاکستان پر پوځ او پولیسو خپل بریدونه زیات کړي دي. دا ډله اوسمهال د دغه هېواد لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ بلل کېږي.
پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی؛ خو بل خوا طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او دا یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناکامي بللې ده.
پاکستان ګواښ کړی، چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نښه کړي.


ډيپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان سرپرست لومړي زویر انوارالحق کاکړ د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ته لیک لېږلی دی. دا لیک چې موږ ته یې یوه برخه رسېدلې، ښاغلي کاکړ پکې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د ګډ کار غوښتنه کړې ده.
نوموړي ملا حسن اخوند ته لیکلي دي: «پاکستان له افغانستان سره د ورورۍ نږدې اړیکه لري چې د دواړو هېوادونو په تاریخي، کلتوري او مذهبی ګډولو کې یې رېښه ده.»
نوموړي افغانستان د پاکستان «ګاونډی او ورور» بللی او ټینګار یې کړی چې د دې اړیکو په تېره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې لا پیاوړتیا ته پوره ژمن دی.
د ښاغلي کاکړ په خبره، د سوداګرۍ ډېرېدل او سیمه ییزې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو د پرمختګ لپاره مهم دي، ځکه باید دواړه لوري ګډو موخو ته د رسېدو لپاره ګډ کار وکړي.
له دې سره بیا هم د لیک پوره متن افغانستان انټرنشنل ته نه دی رسېدلی.
تېره اونۍ د پاکستان او طالبانو پوله ساتي په تورخم دروازه کې سره ونښتل او له امله یې دا بندر نږدې نهه ورځې د مساپرو او ګاډو پرمخ تړلی و.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، د دې نښتې اصلي عامل پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو لخوا پنا ور کول دي او تراوسه دا لانجه حل شوې نه ده.

د تورخم د دروازې له تړل کېدو اته ورځې وروسته پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغې مسالې اساسي ستونزې لا هم نه دي حل شوي. د اېکسپرېس ټرېبیون په وینا؛ د دې ستونزې اصلي لامل په سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر اختلاف دی
دغې پاکستاني رسنۍ زیاته کړې، چې د افغان طالبانو له خوا د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د اقدام نه کولو له امله د تورخم لاره د اتو ورځو لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې په ظاهره د تورخم د لارې د تړل کېدو لامل د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د سپټمبر په شپږمه د طالبانو له خوا د یوې نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر جګړه وه، چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د طالبانو مخه ونیوله.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستاني لوري ادعا کړې، چې طالبانو په تورخم کې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د یوې نوې امنیتي پوستې د جوړولو هڅه کوله، چې دا د منل شویو توافقاتو خلاف کار دی.
خو وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی د تورخم پر پوله یوه پخوانۍ امنیتي پوسته رغوله، چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا یې مخالفت وشو.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم مهمه دروازه د اتو ورځو له تړل کېدو وروسته د جمعې په ورځ بېرته پرانیستل شوه؛ خو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ بنسټیز کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسیدلی.
ایکسپریس ټریبیون زیاته کړې، چې د تورخم دروازې د پرانيستلو پرېکړه د افغان طالبانو د مشرتابه له مداخلې وروسته شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له مرستیال سره خبرې کړې دي.
د دې ورځپاڼې په وینا؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم له پاکستان سره اړیکه نیولې وه او د بشري دلایلو له مخې یې د دروازې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼې هم د معتبرو سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبانو له پاکستان سره د دروازې د خلاصون په شرط ژمنه کړې، چې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې به اقدامات کوي او دوی ته به اجازه نه ورکوي، چې د دوی له خاورې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه وکړي.
د راپور له مخې؛ دوی همداراز ژمنه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان به وهڅوي چې په چترال کې د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه له سیمو څخه ووځي.
د سپټمبر په شپږمه د تحریک طالبان پاکستان سلګونو جنګیالیو د چترال په کیلاش سیمه کې پر دوو پوستو بریدونه وکړل. په دې جګړه کې لږ تر لږه ۱۲ پاکستاني طالبان او څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې؛ پاکستان هیله من دی چې افغان طالبان به خپلې کړې ژمنې پوره کړي، خو د طالبانو د ژمنو په اړه پاکستان لا هم شکونه لري.
له دې وړاندې هم طالبانو پاکستان ته څو ځله ډاډ ورکړی و؛ مګر د پاکستان په امنیتي پېښو کې د کمولي پر ځای زیاتوالی رامنځته شو.
د افغانستان لپاره امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې وروستیو کې واک ته د افغان طالبانو له راتګ وروسته د تحریک طالبان پاکستان د زیاتېدونکي ځواک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کراچۍ کې د افغان کډوالو نیول کېدل غندلي دي.
د دغه بیان له مخې؛ پاکستاني پولیسو هغه بې وزله افغانان نیولي چې په پاکستان کې یې ورځنۍ مزدوري کوله.
یادې ډلې ټینګار کړی، چې له پاکستانه بهر په چترال کې د سترو او منظمو بریدونو پیلول «له عقله لېرې خبره» ده.

د اسلام اباد پولیسو له ۲۰۰ زیات افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي. دغه کډوال بازار ته د کار او سودا لپاره تللي وو. افغانستان انټرنشنل ته د اسلام اباد پولیسو د دوی د نیولو خبر تایید کړی دی.
د شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر وویل، چې هېڅ افغان په پاکستان کې له وېزې پرته ژوند نه شي کولی.
انورحق کاکړ د افغانانو د راجستر شویو کسانو د استوګنې له اسنادو پرته او په جعلي هویت لرونکو کسانو د اسنادو د وېشلو په اړه وویل، هغه افغانان چې وېزه نه لري بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي.
ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې له پولې هاخوا په قاچاق کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ده وويل، چې په دې برخه کې پر يوې اغېزناکې تګلارې هوکړه شوې ده.
د پاکستان موقت لومړي وزیر ویلي، چې د اوسېدو له اسنادو پرته له افغانانو سره په چلند کې «پخوانی نرم چلند» د بېلابېلو ټولنیزو زیانونو د زیاتوالي لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه؛ پاکستان ته د افغانانو ناقانونه ننوتل د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوی دی.
پاکستانی خبریال طاهر خان چې د افغان مهاجرینو خبرونه له نېږدې څاري؛ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ د اسلام اباد د مېوې په بازار کې له دوو سوو ډېر افغانان د پولیسو له خوا ونیول شول.
دغه پاکستاني خبریال لیکلي، چې تر اوسه څرګنده نه ده چې نیول شویو کسانو قانوني اسناد درلودل او که نه.
دا هم څرګنده نه ده چې ایا د ملګرو ملتونو دفتر دوی ثبت کړي او که نه.
طاهر خان ټینګار کړی، چې د مهاجرینو مسالې ته باید د سیاسي مسالو څخه نه بلکې د بشري مسالې په سترګه وکتل شي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په سلګونو زره افغانان د دغې ډلې له وېرې پاکستان ته کډه شول، چې وخت ناوخت د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ کيږي.

د پاکستان موقت حکومت لومړی وزیر وايي، هیڅ افغان په پاکستان کې له ویزې پرته پاتې نه شي. انورالحق کاکړ ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري او یا هم په جعلي اسنادو پاکستان ته راغلي، ډیر ژر به ددوی له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې له پولې هاخوا په قاچاق کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې، په دې برخه کې پر يوې اغېزمنې تګلارې هوکړه شوې ده.
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر وویل چې د اوسیدو له اسنادو پرته له افغانانو سره د چلند په برخه کې «پخوانی نرم چلند» د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه، پاکستان ته د افغانانو ناقانونه ننوتل د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسلام اباد په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو سخت دریځیو ته زور ورکړی دی.
د عیني شاهدانو په وینا، پاکستاني پولیس د شپې له خوا د کډوالو کورونو ته ننوځي او آن هغه نارینه چې د دغه هیواد هم ویزې لري، له ځانه سره بیایي.
په دې وروستیو کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د دفاع وزیر په ګډون په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړي او ځینو چارواکو ویلي چې یو شمیر افغانان په دې هیواد کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد شرقي او غربي سرحدونو کې زیاتېدونکي امنیتي خطر ته د اغېزناک ځواب ور کولو ضرورت دی. انوارالحق کاکړ دا هم وویل، چې پاکستان ته له «افغان سرحد» امنیتي خطر پېښ دی. نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت د خپلو خلکو او خاورې د دفاع حق لري.
ښاغلي کاکړ له امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې وویل، طالبانو د دوحې تړون کې له نړۍ سره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد پرضد نه کارېږي.
په تېر جولای کې د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه اصف هم دوحې تړون ته په اشاره ویلي و چې طالبان پر دغه معاهده نه درېږي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ځواب کې ورته ویلي و، چې دې ډلې د دوحې تړون له امریکا سره کړی دی او له پاکستان سره د ورور او مسلمان هېواد په څېر چلن کوي.
د طالبانو په واکمنېدو پسې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي او پاکستاني چارواکي وايي، دا وسلوال په افغانستان کې خوندي پټنځي لري.
دوی کله کله دا خبرداری هم ور کوي چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې عملیات وکړي.
انوارالحق کاکړ هم د شنبې په ورځ ویلی، پاکستان له خپلو خلکو او ځمکې د دفاع حق لري او کوم ځای کې چې اړتیا وي ضرور به ګام پورته کړي.
په دې وروستیو ورځو کې دا دویم ځل دی چې ښاغلی کاکړ په پاکستان کې بریدونه له افغانستان سره په تړاو بولي.
نوموړي څه مهال مخکې وویل، چې په دې بریدونو کې له امریکا پاتې وسلې کارېږي.
وروسته یې وویل، چې اسلام اباد په افغانستان کې له مشروع او ځواکمن حکومت سره مخ نه دی.