• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر: سرحدونو کې زیاتېدونکي امنیتي خطر ته اغېزناک ځواب پکار دی

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد شرقي او غربي سرحدونو کې زیاتېدونکي امنیتي خطر ته د اغېزناک ځواب ور کولو ضرورت دی. انوارالحق کاکړ دا هم وویل، چې پاکستان ته له «افغان سرحد» امنیتي خطر پېښ دی. نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت د خپلو خلکو او خاورې د دفاع حق لري.

ښاغلي کاکړ له امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې وویل، طالبانو د دوحې تړون کې له نړۍ سره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد پرضد نه کارېږي.

په تېر جولای کې د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه اصف هم دوحې تړون ته په اشاره ویلي و چې طالبان پر دغه معاهده نه درېږي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ځواب کې ورته ویلي و، چې دې ډلې د دوحې تړون له امریکا سره کړی دی او له پاکستان سره د ورور او مسلمان هېواد په څېر چلن کوي.

د طالبانو په واکمنېدو پسې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي او پاکستاني چارواکي وايي، دا وسلوال په افغانستان کې خوندي پټنځي لري.

دوی کله کله دا خبرداری هم ور کوي چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې عملیات وکړي.

انوارالحق کاکړ هم د شنبې په ورځ ویلی، پاکستان له خپلو خلکو او ځمکې د دفاع حق لري او کوم ځای کې چې اړتیا وي ضرور به ګام پورته کړي.

په دې وروستیو ورځو کې دا دویم ځل دی چې ښاغلی کاکړ په پاکستان کې بریدونه له افغانستان سره په تړاو بولي.

نوموړي څه مهال مخکې وویل، چې په دې بریدونو کې له امریکا پاتې وسلې کارېږي.

وروسته یې وویل، چې اسلام اباد په افغانستان کې له مشروع او ځواکمن حکومت سره مخ نه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي خپلو قومندانانو ته ویلي چې خپلو لیکو ته افغانان جذب نه کړي

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د پاکستان طالبانو تحریک په یوه لیک کې د دې ډلې نظامي کمېسونونو ته ویلي، چې افغانان خپلو لیکو ته جذب نه کړي. د دې ډلې مشرتابه خبرداری ور کړی چې د سرغړونې په صورت کې به قومندانانو ته سزا ور کړل شي. د پاکستاني طالبانو غورځنګ دا لیک پرون د سپټمبر پر ۱۴ خپور کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې پاکستاني طالبانو هم په پاکستان کې بریدونه ډېر کړل.

راپورونه وايي چې پاکستاني طالبانو ته له امریکا په افغانستان کې پاتې وسلې هم په لاس ورغلې دي.

د بلوچستان په ژوب کې پر پوځکوټ د پاکستاني طالبانو له برید وروسته د پاکستان پوځ وویل، چې په دې برید کې درې افغانان هم وو.

تر دې مخې هم د پوځ مشر عاصم منیر ویلي و چې افغانان د پاکستان ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

خو وروستیو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده داسې فرمان لاسلیک کړی دی چې په پاکستان کې یې جنګ حرام بللی دی.

د سرچینو په خبره، طالبان د کورني غبرګون او اندېښنې له امله د دې فرمان عمومي کېدل نه غواړي.

اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د افغان ملاتړو د چارو د مخنیوي لپاره دا فرمان عمومي کړي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب هم تېر زمري میاشت کې په جلال اباد کې یوې غونډې ته وویل چې که څوک بهر ته د جهاد په نیت ځي دا جهاد نه دی، بلکې جنګ دی.

خو بیا بیا د پاکستان ولسي او پوځي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، اما طالبان تل دا تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

په کوټه کې یو پاکستانی سرتېری او درې وسلوال ووژل شول

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نښتې له امله یو پاکستانی افسر او درې وسلوال ووژل شول. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ یوه بیان کې ویلي ، په کوټه کې پرون دا برید په ولي باغ تنګي کې شوی دی.

پوځ وايي، په دې برید کې یو سرتېری سخت ټپي شوی هم دی.

له بلې خوا د بلوچستان له پنجګور ځینې راپورونه وايي، چې په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ پر مرکز وسلوالو برید کړی دی.

د پاکستان صوبايي او مرکزي حکومت په دې تړاو لا څه نه دي ویلي.

داعش د جمعیت علمای اسلام پر صوبايي مشر د برید مسوولیت ومانه

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۱ GMT+۱

داعش د بلوچستان لپاره د جمعیت علمای اسلام پر صوبايي مشر حافظ حمدالله د برید مسوولیت ومانه. حافظ حمدالله د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په مستونګ کې په یوه چاودنه کې ټپي شو.

داعش په خپل بیان کې وايي، چې د نوموړي په نښه کولو لپاره یې یوه باروتي یا چاودېدونکې وسیله کارولې ده.

پرون دغه باروت د حافظ حمدالله له ګاډي سره نږدې وچاودل چې له امله یې پر نوموړي سربېره لس کسان نور هم ژوبل شول.

داعش تېره میاشت د پښتونخوا په باجوړ کې د ملا فضل رحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام پر غونډه هم د برید مسوولیت ومانه.

په هغه پېښه کې تر ۵۰ کسان ووژل او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شول.

منظور پښتین: پاکستاني چارواکي دې د کابل د حاکمانو زور له افغان ولسه نه باسي

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په اېکس پاڼه لیکلي، چې د عامو افغانانو سره زور زیاتی د زغملو نه‌دی او دا خبره یې ‌‌‌‌‌‌ډاګیزه کړې چې په پاکستان کې د روانې نا امنۍ لامل عام افغانان نه، بلکې هغه «کسان دي چې د کابل د سقوط په خوشالۍ» کې یې هلته چای څښه.

د دغه پښتون سیاستوال غبرګون له هغې وروسته مخې ته راځي، چې د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې یو ځلې بیا د افغان کډوالو د نېولو او ځورولو خبرونه خپاره شول.


که څه هم منظور پښتین د چا نوم نه دی اخیستی؛ خو ښایي موخه یې د هغه وخت د ای اېس ای د مشر فیض حمید سفر وي، چې تر سقوط وروسته په سملاسي توګه یې کابل ته سفر کړی و.

له کراچۍ وروسته تېره ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم یو شمېر افغان کډوال پولیسو نیولي او یو شمېر یې بندیان کړي هم دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د پولیسو له‌خوا داسې خبرداریانې خپرې کړې وې، چې د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې به هغه بهرني وګړي نیسي او شړي به یې چې قانوني اسناد و نه لري.

یو شمېر افغان کډوال چې پاسپورټونه او وېزې هم لري؛ خو د وېزو وخت یې پای ته رسېدلی.

سره له دې چې د نویو وېزو د تر لاسه کولو لپاره یې غوښتنلیکونه هم سپارلي؛ خو تر اوسه هغوی ته وېزې نه دي ورکړل شوي.

دغه افغان کډوال چې بهرنیو هېوادونو ته یې د تګ چارې روانې دي، وایي:«نه پوهیږي چا ته وژاړي او له چا نه مرسته وغواړي.»

دوی وېره لري چې بېرته هېواد ته په ستنېدو سره یې بهر ته د کډوالي چارې نېمګړې پاتې کېږي او هم په افغانستان کې د دوی ژوند ته جدي ګواښونه هغه نور څه دي، چې دوی یې هک حیران کړي دي. دوی له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادنو غوښتنه کوي، چې د دوی د مهاجرت د کېسونو بهیر دې ګړندی کړي او هم دې په کوربه هېواد دا فشار راوړي، چې دوی ته د لنډ مهال لپاره په خپل هېواد کې پناه ورکړي.

د تورخم دروازه به سبا د بار وړونکو لاریو پر مخ خلاصه شي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د تورخم کمیسار چې سبا (جمعه، د وږي ۲۴مه) سهار به د تورخم دروازه د لویو بار وړونکو لاریو پرمخ خلاصه شي.

په خبر کې د مسافرینو پر مخ د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویل شوي.

په تورخم کې د لویو لاریو د هډې یوه منشي صفي االله افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم د کمیسارۍ طالبانو هم ورته ویلي چې ښايي دروازه سبا سهار اته بجې خلاصه شي.

د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د تېرې اونۍ له نښتې وروسته د تورخم دروازه نن د نهمې ورځې لپاره هم تړلې وه او دواړه خواوو ته سلګونه بار وړونکي موټرونه ولاړ دي.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر له خولې لیکلي، چې په دې موده کې د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.