د روسيې کورنيو چارو وزارت د افغانستان نشه يي توکي د سيمې لپاره ګواښ بولي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۶

د روسيې د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، د په افغانستان کې د توليد شويو نشه يي توکو قاچاق د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت تړون هېوادونو ته اصلي ګواښ دى.

اندری خراپوف وايي چې په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو تولید د پام وړ زیات شوی دی.

دا راپور د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ټولیز امنیت تړون سازمان له سیمه ییزو عملیاتو وروسته خپور شو.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د ـ سنبلې ۲۵ مه ـ دې عملیاتو په اړه په جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي توکي په سیمه کې د نشه ‎يي توکو د قاچاق او اکمال اصلي ګواښ وباله.

د دغه روسي چارواکي په خبره، د کارپوهانو د اټکل له مخې، د خامو اپینو په تولید کې د ۸۰ سلنه کموالي سره سره، په افغانستان کې په زیاته اندازه مصنوعي نشه يي توکي تولیدېږي.

د روسيې د کورنيو چارو وزارت مرستيال زياته کړه چې د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې د عملياتو لپاره د ټولیز امنيتي تړون د سازمان په ټولو غړو هېوادونو کې له عصري تکنالوژۍ څخه کار اخيستل کېږي.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ډله ییز امنیت د تړون غړي دي.

د دغو هېوادونو د نشه يي توکو پر ضد ګډ عمليات د سنبلې له ٢٠ مې تر ٢٤مې نېټې پورې پلي شول.

په دغو عملياتو کې څه دپاسه ٨٩٧ کيلو ګرامه نشه يي توکي د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې کشف او ضبط شوي دي.

دغه راز د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۳۹۹ تنه نیول شوي چې له دې ډلې ۴۴ تنه له مخکې څخه څارل شوي وو.

دغه راز په دغو عملياتو کې ٤٨ ميله سپکې او درندې وسلې او څه د پاسه ٢٨ زره ډول ډول مهمات ترلاسه شوي دي.

په دغو مراسمو کې د ټولیز امنیتي تړون سازمان د ځواکونو څه باندې ۱۲۰۰۰ غړو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د سنبلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې په افغانستان او سیمه کې د میتامفیتامین یا شیشې قاچاق دوولس برابره زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې د طالبانو له حکم سره سم د تریاکو د تولید او خرڅلاو مخه ونیول شوه، له افغانستان څخه د هیروینو قاچاق دوام لري.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان د میتامفیټامین نمونې موندل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ