• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: هره شپه ۱۵ میلیونه افغانان وږي ویده کیږي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پرواګرام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نېږدې ۱۵ میلیونه وګړي وږي ویده کیږي.

دغه نړۍوال سازمان نن یکشنبه (د وږي ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې (ټویټر) لیکلي، چې د بودیجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له میلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

د خوړو دغه نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د افغانستان د راتلونکي سخت او بحراني ژمي څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دوی وايي، چې ورسره د کمو بشري مرستو له امله یې اړمنو افغانانو سره د مرستو بهیر هم محدود کړی دی او دوی هره میاشت یوازې درې میلیونو کسانو سره مرستې کوي.

دوی پر نړۍوالو بشري مرستندویه ادارو هم غږ کړی، چې له دوی سره مرستې وکړي تر څو له راتلونکي بحراني ژمي څخه افغانان وساتي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی زیاتوي، چې د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د کاریګرو ماشومانو د زیاتیدو لامل شوی دی.

د یونیسف د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې کار ته اړ دی.

د دغه سازمان په وینا: «د دغو ماشومانو ۲۲ سلنه په خطرناکو او وژونکو کارونو بوخت دي».

په کابل کې د دغه سازمان دفتر همداراز وايي، چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د کار حالت مخ په خرابېدو دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کاپیسا کې د نفرایټ کان پر اېستلو کار پیل وکړ

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۹ GMT+۱
طالبانو په کاپیسا کې د نفرایټ کان پر اېستلو کار پیل وکړ
100%

د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس وايي، په کاپیسا ولایت کې د نفرایټ کان د اېستلو کار پیل شو. دا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په خپل راپور کې زیاتوي، د دې کان اېستلو کار د خیرخواه په نوم یوه خصوصي شرکت ته د پنځو کلونو لپاره سپارل شوی دی.

ویل کېږي د دې کال اېستلو سره به هر کال طالبان په میلیونونو افغانۍ ترلاسه کړي.

باختر اژانس وايي، د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د تورغونډۍ نفرایت کان ۷۱ زره هکتاره پراخ دی.

په کاپیسا کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس عنایت الله ابلاغ وايي، د کان اېستلو بهیر به څاري.

واک ته په رسېدو سره طالبانو د کانونو اېستلو ته مټې بډ وهلې دي. دا ډله وايي چې نږدې راتلونکي کې به په کاپیسا کې د نیمه قېمتي ډبرو د پنځو کانونو د اېستلو کار هم پیل شي.

د کابل – جلال اباد لویه لار پلچرخي دروازې ته نژدې ماهیپر کې د غر ښویېدو له امله تړل شوې

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱
د کابل – جلال اباد لویه لار پلچرخي دروازې ته نژدې ماهیپر کې د غر ښویېدو له امله تړل شوې
100%

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غر ښویېدو له امله د کابل – جلال اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. په همدې حال کې یو شمېر مسافرو د غره د لوېدو د شېبو څو ویډیوګانې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې دي.

ځايي سرچينې وايي، دا پېښه د کابل د څرخي پله دروازې ته څېرمه شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې څوک ټپي شوي دي.

یو شمیر عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې سلکونه مسافر دواړه خواوو ته بند پاتې دي، چې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغو مسافروینو کې ناروغان هم شامل دي.

دوی زیاتوي تر اوسه د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین نه دي لاس په کار شوي، چې دغه لویه لاره د مسافرو پرمخ پرانیزي.

افغانستان انټزنشنل ته رسېدلې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو د ټولګټو وزارت ځینې چارواکي د پېښې ځای ته تازه رسېدلي دي .

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې ولایت له مسافرو غوښتي چې تربلې خبرتیا پر ماهیپر له تګ راتګ ډډه وکړي او پر بدیلو لارو سفر وکړي.

کابل ـ جلال اباد لویه لاره، پلازمېنه کابل د هیواد له ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

پر دغه لار د سوداګزیز توکو موټر هم زیات تګ راتګ کوي.

د تونس امنیتي ځواکونو سلګونه بې قانونه کډوال ونیول

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۷ GMT+۱
د تونس امنیتي ځواکونو سلګونه بې قانونه کډوال ونیول
100%

د تونس پولیسو د الوتکو او ترهګرۍ ضد ځواکونو په ملاتړ سلګونه کډوال ونیول او د دوی بېړۍ یې ضبط کړې. د انساني قاچاق پرضد دا عملیات پرون سفاکس سمندرغاړه کې شوي چې اروپا ته د کډوالو د تګ یوه مهمه لار بلل کېږي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت وايي دا عملیات یې د دغه هېواد د ولسمشر په غوښتنه د بې قانونه کډوالو پرضد کړي دي.

چارواکي او خلک وايي، د تونس ملي ګارډ پر هغو کورونو چاپې اچولې چې سلګونه کډوال پکې پاتې کېد، دوی هغه لارۍ او کښتۍ هم ضبط کړې چې د دې کډوالو د قاچاق لپاره کارېدې.

ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې څو قاچاقبر هم دي.

د دې سلګونو کډوالو نیول په داسې مهال دي چې د ایټالیا لامپدوسا ته تېره اونۍ تر اوو زرو کډوال له شمالي افریقا په کښتیو کې ور ننوتل.

روان کال تراوسه ایټالیا ته یو لک ۲۶ زره بې قانونه کډوال ننوتلي، خو تېر کال دا شمېر ۶۴ زره ۵۲۹ کسان وو.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اړتیا پر مهال دې د مدیترانې سمندرګي له لارې د شمالي افریقا د کډوالو د مخنیوي لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.

د روسيې کورنيو چارو وزارت د افغانستان نشه يي توکي د سيمې لپاره ګواښ بولي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۲ GMT+۱
د روسيې کورنيو چارو وزارت د افغانستان نشه يي توکي د سيمې لپاره ګواښ بولي
100%

د روسيې د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، د په افغانستان کې د توليد شويو نشه يي توکو قاچاق د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت تړون هېوادونو ته اصلي ګواښ دى. اندری خراپوف وايي چې په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو تولید د پام وړ زیات شوی دی.

دا راپور د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ټولیز امنیت تړون سازمان له سیمه ییزو عملیاتو وروسته خپور شو.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د ـ سنبلې ۲۵ مه ـ دې عملیاتو په اړه په جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي توکي په سیمه کې د نشه ‎يي توکو د قاچاق او اکمال اصلي ګواښ وباله.

د دغه روسي چارواکي په خبره، د کارپوهانو د اټکل له مخې، د خامو اپینو په تولید کې د ۸۰ سلنه کموالي سره سره، په افغانستان کې په زیاته اندازه مصنوعي نشه يي توکي تولیدېږي.

د روسيې د کورنيو چارو وزارت مرستيال زياته کړه چې د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې د عملياتو لپاره د ټولیز امنيتي تړون د سازمان په ټولو غړو هېوادونو کې له عصري تکنالوژۍ څخه کار اخيستل کېږي.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ډله ییز امنیت د تړون غړي دي.

د دغو هېوادونو د نشه يي توکو پر ضد ګډ عمليات د سنبلې له ٢٠ مې تر ٢٤مې نېټې پورې پلي شول.

په دغو عملياتو کې څه دپاسه ٨٩٧ کيلو ګرامه نشه يي توکي د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې کشف او ضبط شوي دي.

دغه راز د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۳۹۹ تنه نیول شوي چې له دې ډلې ۴۴ تنه له مخکې څخه څارل شوي وو.

دغه راز په دغو عملياتو کې ٤٨ ميله سپکې او درندې وسلې او څه د پاسه ٢٨ زره ډول ډول مهمات ترلاسه شوي دي.

په دغو مراسمو کې د ټولیز امنیتي تړون سازمان د ځواکونو څه باندې ۱۲۰۰۰ غړو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د سنبلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې په افغانستان او سیمه کې د میتامفیتامین یا شیشې قاچاق دوولس برابره زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې د طالبانو له حکم سره سم د تریاکو د تولید او خرڅلاو مخه ونیول شوه، له افغانستان څخه د هیروینو قاچاق دوام لري.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان د میتامفیټامین نمونې موندل شوي دي.

د بریتانیا ځینې دیني عالمان: طالبانو د نجونو سیکولر او لیبرال زدکړې ځنډولې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱
د بریتانیا ځینې دیني عالمان: طالبانو د نجونو سیکولر او لیبرال زدکړې ځنډولې دي
100%

د بریتانیا ديني عالم شيخ حميد محمود وايي، طالبانو د نجونو پر زدکړو په بشپړ بنديز نه دی لګولی، خو دغې ډلې د لنډ مهال لپاره "سيکولر او لېبرال زدکړې" ځنډولې دي.

دغه دیني عالم د بریټانیاوي دیني عالمانو د یوه پلاوي په ګډون په دې وروستیو کې کابل ته په یوه سفر کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي دي.

د دغه پلاوي یو بل غړی شیخ حمید محمد وایي چې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي چې په افغانستان کې نجونې لا هم د زده کړو لپاره ان تر پوهنتونه پورې بیلابېلې لارې لري.

دغو بریټانیاوي عالمانو له کابل څخه تر ستنېدو وروسته په یوه غونډه کې د خپل وروستي سفر او له طالب چارواکو سره د لیدنې په اړه جزیات ورکړي.

طالبانو د افغانستان تر واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو د تګ مخه ونیوله.

د یادونې ده چې طالبانو د ښځو پر کار کولو، تګ راتګ، پارکونو او رسټورانټونو ته پر تلو هم بندیزونه لګولي دي.

په داسې حال کې چې د اسلامي هېوادونو او د اسلامي نړۍ يو شمېر ديني عالمانو د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړې او کار منع کول د اسلام خلاف کړنه بولي او غندلې يې دي، خو دغه بریتانیاوي ديني عالمان چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره کتلي، وايي چې طالبان د ښځو د زده کړو مخالف نه دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو له تګلارو سره سره، بریټانیاوي عالمانو په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې نجونې کولای شي د استادۍ او طب په شان برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له امله د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د ښځو د حقونو ملاتړي وايي چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

حميد محمود افغاني ټولنه مذهبي وبلله او ويې ويل، ديني عالمان چې زياتره يې په کليو او بانډو کې ژوند کوي او لږه برخه يې په ښارونو کې ژوند کوي، د طالبانو په مشرۍ د لويديځ د ښوونيز نظام له اغېز سره خپل مخالفت اعلان کړ.

کابل ته د دغو دیني عالمانو له سفر وروسته، پنځوسو افغان فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له بریټانیاوي چارواکو وغوښتل چې ددغه هېواد د دیني عالمانو له لوري دې د طالبانو د کړنو سپینولو تبلیغات پای ته ورسوي.

دوی همداراز ویلي، بریټانیاوي عالمان چې ډېری یې پاکستانیان او عربان دي، د طالبانو په ملاتړ افغانستان ته سفر کړی دی.