• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تونس امنیتي ځواکونو سلګونه بې قانونه کډوال ونیول

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د تونس پولیسو د الوتکو او ترهګرۍ ضد ځواکونو په ملاتړ سلګونه کډوال ونیول او د دوی بېړۍ یې ضبط کړې. د انساني قاچاق پرضد دا عملیات پرون سفاکس سمندرغاړه کې شوي چې اروپا ته د کډوالو د تګ یوه مهمه لار بلل کېږي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت وايي دا عملیات یې د دغه هېواد د ولسمشر په غوښتنه د بې قانونه کډوالو پرضد کړي دي.

چارواکي او خلک وايي، د تونس ملي ګارډ پر هغو کورونو چاپې اچولې چې سلګونه کډوال پکې پاتې کېد، دوی هغه لارۍ او کښتۍ هم ضبط کړې چې د دې کډوالو د قاچاق لپاره کارېدې.

ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې څو قاچاقبر هم دي.

د دې سلګونو کډوالو نیول په داسې مهال دي چې د ایټالیا لامپدوسا ته تېره اونۍ تر اوو زرو کډوال له شمالي افریقا په کښتیو کې ور ننوتل.

روان کال تراوسه ایټالیا ته یو لک ۲۶ زره بې قانونه کډوال ننوتلي، خو تېر کال دا شمېر ۶۴ زره ۵۲۹ کسان وو.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اړتیا پر مهال دې د مدیترانې سمندرګي له لارې د شمالي افریقا د کډوالو د مخنیوي لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د مهسا امیني تلین؛ د کاناډا درې وزیرانو د ایرانیانو په لاریونونو کې ګډون وکړ

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۱
د مهسا امیني تلین؛ د کاناډا درې وزیرانو د ایرانیانو په لاریونونو کې ګډون وکړ
100%

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره چې په مونټرال کې د لاریون په پر مهال د ایرانیانو سره یو ځای شوې وه، په یوه ټویټ کې د ښځو د غورځنګ د ملاتړه خبره وکړه. دغو کاناډايي چارواکو ويلي تر خپل وس پورې به له مبارزو ایرانیانو سره دریږي.

ملاني جولي وویل: «موږ به د ایران د رژیم د لوړ پوړو چارواکو بندیزونو ته دوام ورکړو او هڅه به وکړو چې دا رژیم د ترهګرۍ رامنځته کولوپه نوم وپیژنو.»

د ایرانیانو لاریونونه د کاناډا په ټورنټوو مونټرال، اوټاوا، ګالګري، ونکوور، ویکتوریا او اډمونټن کې تر سره شوي.

د کورنیو چارو، ماشومانو او ټولنیزې پراختیا وزیرې جینا سادز او د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابیعت وزیر مارک میلر هم په اوټاوا کې د ایرانیانو په لاریون کې ګډون او ویناوې وکړې.

سادز له هغه ښځو او نجونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې د ایران او د «بشري حقونو په وړاندې د بې رحمه بې غورۍ په وړاندې» په ځواکمنه توګه مقاومت کوي. او ایرانیانو ته يې په خطاب کې وویل: «موږ د دغه غورځنګ د کلیزې او د مهسا امیني په بې رحمۍ وژنې غم له تاسو سره ولاړ یوو.»

د کاناډا د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ښځو حقونه بشري حقونه دي او زیاته یې کړه چې اوټاوا چې کوم څه په خپل واک کې لري د ایران د حکومت د ځواب ورکولو لپاره به يې وکاروي.

مهسا (ژینا) امیني د تیر کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه د تهران د ارشاد ګزمې د افسرانو په بند کې ووژل شوه.

د دغې ایرانۍ کردۍ نجلۍ وژنې په هېواد کې دننه او بهر د ایرانیانو له خوا لاریونونه را وپارول چې څو میاشتې یې دوام وکړ.

بل خوا د ایران حکومت د مهسا امیني د مړینې د تلین د را رسیدو په مناسبت د ایران په بېلابېلو ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. خو له دغو ګامونو سره سره د شنبې په ورځ د ایران بېلابیل ښارونه د پراخو ولسي لارینونو شاهدان وو.

د روسيې دفاع وزارت:پر کریمیا مو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو څو بریدونه شنډ کړل

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۷ GMT+۱
د روسيې دفاع وزارت:پر کریمیا مو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو څو بریدونه شنډ کړل
100%

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد هوايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) په کریمیا کې د اوکراین شپږ بې پیلوټه الوتکې را غورځولې دي. دغه وزارت د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

اوکران تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي، چې دوه بې پيلوټه الوتکې پر ځايي وخت سهار شاوخوا يوه بجه د کريميا په لوېديځ کې را غورځولې، او څلور نورې بې پيلوټه الوتکې يې نيم ساعت وروسته د کریمیا په شمالي او ختيځو برخو کې را غورځولي دي.

مسکو په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه. او د مسکو دغه کارپه پراخه کچه غندل شوی و.

په دې وروستیو کې د روسیې پر خاوره د اوکراین بریدونه زیات شوي دي.

د روسیۍ پوځي چارواکو د یکشنبې په ورځ هم د مسکو په ایسترا سیمه کې د یوي بې پیلوټه الوتکې د را غورځولو ادعا وکړه. او ویې ويلې چې پهیاد برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.

په برازیل کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۹ GMT+۱
په برازیل کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي
100%

د برازیل چارواکو اعلان کړی چې د دغه هیواد په امازوناس ایالت کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو په پایله کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. د الوتکې د لوېدو لامل لا نه دی څرګند خو ويل کيږي چې په یوه ځنګل کې را پرېوتې ده.

د دغه ایالت د والي په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ د (وږي۲۵مه ) د بارسلوس په ښار کې را منځته شوې او قربانیان یې برازیلي سیلانیان او د الوتکې دوه عمله دي.

چارواکې وايي، د الوتکې د لوېدو لامل لا نه دی معلوم خو په دې برخه کې يې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د یادې پېښې نور جزیان نه دي په ډاګه شوي.

ناټو چارواکي:د وسلو لوړو بیو د امنیت د ټینګښت برخه کې د سازمان هڅې له خنډ سره مخ کړې

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۰ GMT+۱
ناټو چارواکي:د وسلو لوړو بیو د امنیت د ټینګښت برخه کې د سازمان هڅې له خنډ سره مخ کړې
100%

د ناټو پوځي کمېټې مشر وايي، د پوځي تجهیزاتو او وسلو لوړو بیو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د دغه سازمان هڅې له ننګونو سره مخ کړې دي. راب بایر په دفاعي سکتور کې د خصوصي پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي بائر وویل د هیوادونو د لوړو لګښتونو سره سره ډاډه نه یم چې دا به د لا ډیر امنیت لامل شي.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر وويل: «د تجهيزاتو او وسلو بيې مخ په زياتېدو دي او اوس موږ د پخوا په پرتله ډېر لګښت لرو.»

ناټو د دفاعي تجهیزاتو د تولید په برخه کې تر فشار لاندې ده. ځکه چې د دغه سازمان غړي هیوادونه باید د وسلو او تجهیزاتو لپاره د اوکراین مخ په زیاتیدونکي غوښتنې پوره کړي او په ورته وخت کې خپلې زیرمې ډکې کړي.

یوه له لویو اندېښنو څخه د ۱۵۵ ملي مترو توپونو کمښت دی چې د کییف لخوا هره ورځ ۱۰زره دغه مرمۍ توغول کیږي.

د ناټو عمومي منشي د فبرورۍ په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې اوکراین د لویدیځ د تولید په پرتله په ډیرې چټکۍ سره وسلېکاروي او لګښت ډيریږي.

د ناټو د دفاعي کمېټې مشر په دفاعي برخه کې د خصوصي پانګونې د لا زیاتې غوښتنې تر څنګ، د متقاعدو له صندق او بانکونو وغوښتل چې د دفاعي پانګونو د بې ځايه ټاپو له لګولو ډډه وکړي.

ښاغلي بائر وویل:«اوږدمهاله ټیکاؤ باید په لنډمهاله لاسته راوړونو لاس بری وي.لکه څنګه چې موږ په اوکراین کې ولیدل، جګړه يوه ټولييزه پېښه ده.»

هغه دې مسلې ته په اشاره وویل، د اوکراین ۴۰ سلنه اقتصاد د جګړې په لومړیو ورځو کې ولويد،«د دې پانګونو یوه لویه برخه په خصوصي سکټور پورې اړوند وهچې له منځه ولاړه.»

پر همدغه مهال د ناټو دغه چارواکي وويل، د وسلو کمښت د اوکراین د مبارزې له ستونزمن پرمختګ سره هیڅ تړاو نه لري.

یونیسف وايي په نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۷ GMT+۱
یونیسف وايي په نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په وینا، په ټوله نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په ډیره بې وزلۍ کې ژوند کوي. یونیسف په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا ماشومان د ورځې له ۲،۱۵ډالرو څخه په کم عاید سره ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي دي چې، «د ماشومانو بې وزلي باید یو ځل او د تل لپاره پای ته ورسیږي.»

د یونیسف د راپور له مخې، ماشومان د نړۍ د نفوس یو پر دریمه برخه او د نړۍ د خورا بې وزلو نفوس ۵۰ سلنه جوړوي.

د دغه راپور له مخې، تر ۹۰ سلنه زیات ماشومان په افریقا او سویلي اسیا کې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د یونیسف اجرایوي مشر کټریل راسل وايي، په تېرو څو کلونو کې د کرونا ناروغي، جګړې، د اقلیم بدلون او اقتصادي ناورین د ماشومانو د بې وزلۍ د دوام لامل شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په تېره بیا د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو له هغو لاملونو څخه دی چې د بې وزلو ماشومانو شمېر یې زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د کاریګرو ماشومانو د زیاتیدو لامل شوی دی.

د یونیسف د شمېرو له مخې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې کار ته اړ دی.

د دغه سازمان په وینا «د دغو ماشومانو ۲۲ سلنه په خطرناکو او وژونکو کارونو بوخت دي.»

په کابل کې د دغه سازمان دفتر همداراز وايي چې، په دغه هېواد کې د ماشومانو د کار حالت مخ په خرابېدو دی.