دغې نامتو ایرانۍ فعالې د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې، «موږ د یوې سیکولرې ډیموکراسۍ مستحق یو، نه د اسلامي ترهګریز رژیم.»
دا اوونۍ د امریکا د استازو مجلس د "مهسا امیني" په نامه لایحه په ۴۱۰ موافقو او ۳ مخالفو رایو سره تصویب کړه.
د دغې لایحې له مخې پر علي خامنه اي او ابراهیم رئیسي د بشري حقونو د سرغړونو له امله بندیزونه لګول کیږي.
دا لایحه د سنا مجلس تصویب او د امریکا د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري.
نوموړې د یکشنبې په ورځ، په خپلې اېکس ټولنیزې شبکه کې ولیکل چې، د مهسا ژینا امیني د وژنې په لومړۍ کلیزه کې، دا لایحه کولی شي «اسلامي جمهوریت د جرمونو په تړاو ځواب ورکولو ته مجبوره کړي.»
مهسا ژینا امیني هغه ځوانه ایرانۍ نجلۍ وه چې د تېر کال د وږي میاشتې په ۲۵ نېټه د اسلامي جمهوریت د جبري حجاب د نه پر ځای کولو له امله د ارشاد ګزمې د افسرانو له خوا ووژل شوه.
آغلې علينژاد د دې لایحې په وړاندې د مېرمن الهان په رایه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، «دا د مایوسۍ وړ ده چې یوه امریکایي میرمن آزادي لري او باید د ایراني میرمنو دفاع وکړي چې ورته ازادي غواړي، خو د هغه قانون په وړاندې چې د ښځو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې، هغه مخالفه رایه کاروي.»
نوموړې د کانګرس استازې ته ولیکل: «په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د مهسا او ایراني میرمنو تر څنګ ولاړه ده، تاسو د ظالمانو په څنګ کې و درېدلئ.»
هغې یو ځل بیا په سویلي کوریا کې د اسلامي جمهوریت د ۶ ملیارد ډالرو د پیسو په خلاصون نیوکه وکړه.
میرمن علینژاد څو ورځې وړاندې دا هم ویلي وو چې "امریکا د جنسيتي توپیر رژیم ته شپږ ملیارده ډالره، ډالۍ کړي او همداراز یې د مهسا وژونکو ته ویزې ورکړي دي."
د مسیح علينژاد اشاره د بندیانو د تبادلې د هوکړې په چوکاټ کې د ایران د شپږو میلیارډ ډالرو د پیسو ازادول او دغه راز د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د امریکې د سفر او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د ویزې ورکولو ته ده.
دغه فعاله ایرانۍ میرمن د نړۍ له ټولو ښځو غواړي څو په ایران کې د جنسیتي توپیر د ختمولو لپاره له دوی سره یوځای شي.