• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي کمیسیون مشر: ایټالیا ته مو د کډوالو راتګ د مخنیوي لپاره نوی پلان جوړ کړی

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۵ GMT+۱

په تېره اوونۍ کې ايټاليا ته د زرګونو کډوالو له رسېدو وروسته، د اروپايي کمېسيون مشر ژمنه وکړه چې له ايټاليا سره به د کډوالو د کړکېچ د هواري په برخه کې همکاري وکړي. اورزلا فون ډرلاین وویل، دغې برخې ته يې بشپړ پام اړولی دی.

اورزلا فون ډرلاین وویل چې دوی یو نوی پلان لري چې ایټالیا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

سږ کال شاوخوا ۱۲۶ زره کډوال ایټالیا ته ننوتلي دي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

په ایټالیا کې د لامپډوسا کوچنیټاپو په روانه اوونۍ کې د اوه زرو څخه د زیاتو کډوالو د راتګ شاهده و، چې دا شمېر د یاد ټاپو د هلته اوسیدونکي نفوس څخه ډیر دی.

فون ډرلاین د ایټالیې له لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني سره په کتنه کې وویل: «په ناقانونه توګه کډوالي یوه اروپایي ننګونه ده او د اروپا غبرګون ته اړتیا لري.»

هغه د ایټالیا لومړۍ وزیرې ته وویل:«مونږ له یو بل سره ولاړ یو او تاسو کولی شئ په اروپایي اتحادیې حساب بشپړ وکړئ.»

د کډوالو د راتګ زیاتوالی د ایټالیا د لومړۍ وزیرې لپاره یوه لویه سیاسي ننګونه ګرځیدلې ده.

نوموړې چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې واک ته ورسېده، د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه یې د خپل هدف یوه برخه ګرځولې ده.

هغې د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، اروپا ته د خلکو د راتګ مخنیوی سمه تګلاره ده، نه دا چې په ټوله اروپا کې دې کډوال وویشل شي.

هغه لس ماده ییز پلان چې اروپایی اتحادیه ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو د کړکیچ سره د مقابلې لپاره ترلاس لاندې نیسي، د اروپا د پولو د ساتنې ادارې (فرونټکس) کارول شامل دي چې هغه کډوال وپیژندل شي چې ایټالیا ته ځي او د پناه غوښتنې وړ نه وي، بیرته راستانه کړي.

فون ډرلاین وویل، فرونټیکس به د پناه غوښتونکو د کښتیو سمندري او هوایيڅارنه زیاته کړي او د انسانانو د قاچاق وړونکو د ځپلو لپاره به هم هڅو ته همداراز دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دې پلان په اړه یې تر دې وړاندې هم د اروپايي ټولنې له یو شمېر مشرانو سره خبرې کړې دي او د هغوی د ملاتړ ډاډ لري.

د اروپايي کمیسیون مشر ژمنه وکړه چې د پناه غوښتونکو لپاره قانوني لارو ته لاسرسی زیات کړي او د قاچاق وړونکو په وړاندې مبارزه وکړي.

هغه وویل: «هرڅومره چې موږ د قانوني کډوالۍ سره ښه یو، هغومره به د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې سخت دریځ نیسو.»

ترویج لرونکی

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
۱

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۲

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا او چین د اړیکو د بیارغونې هڅې؛ د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو لیدنه

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۱
د امریکا او چین د اړیکو د بیارغونې هڅې؛ د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو لیدنه
100%

سپینه ماڼۍ وايي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د امریکا او چین تر منځ د اړیکو د روان کړکېچ د حل په موخه خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبه په ورځ (د وږي۲۶مه) په یوه خبره پاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه تېره شنبه په مالتا کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده غونډه د پرانیستو اړیکو د ساتلو او درست مدیریت په موخه د هڅو یوه برخه وه.

دا د بایډن او چین د ولسمشر له تېر کال لیدنې را وروسته د امریکا او چین د لوړ پوړو چارواکو لومړنۍ مهمه د اړیکو د بیارغون لیدنه ده.

غربي رسنیو یاده لیدنه د بایډن او شي تر منځ د احتمالي غونډې د چمتوالي هڅې بللې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو خواو د اړیکو د غښتلتیا ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده: "دواړو خواو روښانه، بنسټیزې او رغنده ستراتیژیکې خبرې لرلې".

په یاده غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د تایوان مساله د سرې کرښې په توګه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې له متحده ایالاتو سره په اړیکو کې له دغې سرې کرښې نه تېرېږي.

په ورته وخت کې امریکايي لوري هم په تایوان کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به په هند کې د جي شل هېوادونو د سر مشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري؛ خو د چین د ولسمشر له خوا په دغه غونډه کې د ګډون له انکار وروسته د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ لیدنه ونه شوه.

کاناډا د اوکراین د پوځ د ملاتړ لپاره ۲۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۰ GMT+۱
کاناډا د اوکراین د پوځ د ملاتړ لپاره ۲۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي
100%

د کاناډا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې له اوکراین سره د خپلو مرستو په دوام یې د دغه هېواد د پوځ د ملاتړ لپاره نور ۲۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

کاناډایي چارواکو ویلي دي، چې دا پیسې به د اوکراین د پوځ لپاره د هوايي دفاعي سیستم په اخیستلو ولګول شي.

د کاناډا د دفاع وزارت پر خپله ویب پاڼه په یوه بیان کې ویلي، کاناډا د اوکراین د هوايي دفاع د وړتیاو د ښه کولو لپاره د برېتانیا په مشرۍ کمپاین کې برخه اخلي.

د دې اعلامیې له مخې؛ کاناډا په پام کې لري چې اوکراین ته د منځني واټن او لنډ واټن سلګونه توغندي ورکړي.

د کاناډا د دفاع وزارت زیاته کړې، چې دا مرستې د اوکراین د مهمو زېربناوو د ساتنې لپاره اړینې دي.

د کاناډا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې دغه هېواد له اوکراین سره څه باندې ۸ میلیارده کاناډايي ډالره مرسته کړې ده.

طالبانو د چین د سفیر په حواله ویلي: د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوو

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱
طالبانو د چین د سفیر په حواله ویلي: د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوو
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ژاو شینګ د طالبانو له کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې چین نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

خو د چین سفیر تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپلې اېکس(ټوېټر) لیکلي، چې د چین سفیر په یاده لیدنه کې ویلي چې دوی د افغانستان په اړه مثبت نظر لري.

نوموړي د چین سفیر له قوله لیکلي: “چین او افغانستان دوه ښه ګاونډیان دي او هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، اعتقاداتو او کلتور ته درناوی کوي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هوډ نه‌لري”.

د یادونې وړ ده، چې د چین نوي سفیر تېره اونۍ په یو لړ تشریفاتي مراسمو کې د طالبانو رییس الوزرا ته خپل باورلیک وکړ، دغو رسمي مراسمو د یو شمېر منتقدینو نیوکې راپارولي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: هره شپه ۱۵ میلیونه افغانان وږي ویده کیږي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام: هره شپه ۱۵ میلیونه افغانان وږي ویده کیږي
100%

د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پرواګرام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نېږدې ۱۵ میلیونه وګړي وږي ویده کیږي.

دغه نړۍوال سازمان نن یکشنبه (د وږي ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې (ټویټر) لیکلي، چې د بودیجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له میلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

د خوړو دغه نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د افغانستان د راتلونکي سخت او بحراني ژمي څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دوی وايي، چې ورسره د کمو بشري مرستو له امله یې اړمنو افغانانو سره د مرستو بهیر هم محدود کړی دی او دوی هره میاشت یوازې درې میلیونو کسانو سره مرستې کوي.

دوی پر نړۍوالو بشري مرستندویه ادارو هم غږ کړی، چې له دوی سره مرستې وکړي تر څو له راتلونکي بحراني ژمي څخه افغانان وساتي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی زیاتوي، چې د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د کاریګرو ماشومانو د زیاتیدو لامل شوی دی.

د یونیسف د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې کار ته اړ دی.

د دغه سازمان په وینا: «د دغو ماشومانو ۲۲ سلنه په خطرناکو او وژونکو کارونو بوخت دي».

په کابل کې د دغه سازمان دفتر همداراز وايي، چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د کار حالت مخ په خرابېدو دی.

د تونس امنیتي ځواکونو سلګونه بې قانونه کډوال ونیول

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۷ GMT+۱
د تونس امنیتي ځواکونو سلګونه بې قانونه کډوال ونیول
100%

د تونس پولیسو د الوتکو او ترهګرۍ ضد ځواکونو په ملاتړ سلګونه کډوال ونیول او د دوی بېړۍ یې ضبط کړې. د انساني قاچاق پرضد دا عملیات پرون سفاکس سمندرغاړه کې شوي چې اروپا ته د کډوالو د تګ یوه مهمه لار بلل کېږي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت وايي دا عملیات یې د دغه هېواد د ولسمشر په غوښتنه د بې قانونه کډوالو پرضد کړي دي.

چارواکي او خلک وايي، د تونس ملي ګارډ پر هغو کورونو چاپې اچولې چې سلګونه کډوال پکې پاتې کېد، دوی هغه لارۍ او کښتۍ هم ضبط کړې چې د دې کډوالو د قاچاق لپاره کارېدې.

ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې څو قاچاقبر هم دي.

د دې سلګونو کډوالو نیول په داسې مهال دي چې د ایټالیا لامپدوسا ته تېره اونۍ تر اوو زرو کډوال له شمالي افریقا په کښتیو کې ور ننوتل.

روان کال تراوسه ایټالیا ته یو لک ۲۶ زره بې قانونه کډوال ننوتلي، خو تېر کال دا شمېر ۶۴ زره ۵۲۹ کسان وو.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اړتیا پر مهال دې د مدیترانې سمندرګي له لارې د شمالي افریقا د کډوالو د مخنیوي لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.