• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د م م عمومي اسامبلۍ په څنډو کې د چاپیریال ساتنې زرګونو ملاتړو په نیویارک کې لاریون وکړ

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د اقلیم بدلون په تړاو زرګونو اعتراض کونکو د نیویارک په منهټن کې په لاریونونو سره "د چاپیریال اوونۍ" پیل کړه. دوی د امریکا له ولسمشر او نورو هیوادو له مشرانو څخه چې روانه اوونۍ په نیویارک کې غونډه کوي وغوښتل چې د فوسیل سوند توکو کارول و دروي.

اټکل کیږي چې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۵ زره لاریون کوونکي واټونو ته راوتلي و.

دوی د "فوسیل سوند توکو کارول بند کړئ"، "فوسیل سوند توکي وژونکي دي" او "د اقلیم اضطراري حالت اعلان کړئ" په شعارونو سره لاریون وکړ.

په نیویارک کې د یکشنبې ورځې لاریون د نړۍ د تودوخې پر ضد د نړیوال احتجاج یوه برخه ده.

د اقلیم ډله چې یو خپلواک سازمان ده، وايي چې دا به په روانه اوونۍ کې د متحده ایالاتو، آلمان، انګلستان او سویلي کوریا په ګډون په ۵۴ هیوادونو کې له ۵۰۰څخه ډیر لاریونونه ترسره کړي.

ډیری پوهان په دې باور دي، ګلخانه یي ګازونه چې د فوسیل سوند توکو څخه سرچینه اخلي، د نړۍ د تودوخې لامل شوي، چې په پایله کې یې هیوادونه د پخوا په پرتله د ډیرو ویجاړونکو طوفانونو، د تودوخې سختو څپو، سیلابونو، د ځنګلونو اورونو او وچکالۍ شاهد دي.

د دوی په اند، بیوزلې هیوادونه د بډایه هیوادونو په پرتله د اقلیم د بدلون څخه ډیر زیانمن کیږي.

دغه پوهان حکومتونو ته مشوره ورکوي چې د کاربن ډای اکسایډ د تولید د کمولو لپاره دې جدي هڅې وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د هاګ نړیواله محکمه په اوکراین کې د روسیې د نسل وژنې ادعا څېړي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۰ GMT+۱

په هالنډ کې د عدالت نړیواله محکمه به د دوشنبې په ورځ د مسکو د هغې ادعا په اړه اورېدنه وکړي چې وايي پر اوکراین یرغل په دې هېواد کې د روسانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره شوی و. اوکراین وايي، روسیه په همدې پلمه خپل پوځي یرغل توجیه کوي.

کییف استدلال کوي چې روسیه د نړیوالو قوانینو څخه په ناسمې ګټې اخیستنې سره وایي چې دا برید د اوکراین په ختیځ کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره جواز لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته دغه هېواد د لاهه محکمې ته شکایت وکړ.

روسیه، اوکراین په نسل وژنې تورنوي او غواړي چې دا قضیه لغوه شي او د دې مسلې د حل لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته اعتراض لري.

د عدالت غوښتنې غونډې به چې د سپټمبر تر ۲۷مې پورې وغځيږي، د قضیې ماهیت نه څیړي، بلکې پرځای یې د اوکراین د ادعا د اوریدو لپاره د محکمې د صلاحیت په اړه پر قانوني دلیلونو تمرکز کوي.

روسیه وايي اوکراین غواړي د لاهه محکمې له لارې ددوی د ځانګړو پوځي عملیاتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې مخکې دغې محکمې روسیې ته امر کړی و چې سملاسي په اوکراین کې خپل پوځي عملیات ودروي.

روسیې دغه حکم ته پام نه دی کړی او محکمه د خپلو حکمونو د پلي کولو کومه بله وسیله نه لري.

له دې سره، کارپوهان وايي چې د اوکراین په ګټه وروستۍ پریکړه کیدای شي د راتلونکي خسارې د هر ډول ادعا لپاره مهم وي.

د سویلي آسټرالیا په پوهنتون کې د حقوقو استاد جولیټ مک اینټایر وایي: «که محکمې وموندله چې د روسیې د کړنو لپاره د نسل وژنې کنوانسیون لاندې کومه قانوني توجیه نه شته، دا پریکړه کولی شي د راتلونکي جبران د ادعاوو لپاره لاره جوړه کړي.»

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ نسل وژنې کنوانسیون، نسل وژنه د هغو جرمونو په توګه پیژني چې،«په ټوله کې د یوې ملي، توکمیزې یا مذهبي ډلې د له منځه وړلو په پار ترسره کیږي.»

تر اوسه په اوکرایین کې د روسي توکمو وګړو د نسل وژنې په اړه د روسیې ادعا هیڅ یوې خپلواکې ادارې تایید کړې نه ده.

لوړپوړی امریکايي جنرال: د روسیې پر وړاندې د اوکراین یرغل لا ماتې نه ده خوړلې

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۶ GMT+۱

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د یکشنبې په ورځ د روسیې پر ضد د اوکراین پوځي عملیاتو دفاع وکړه. نوموړي ویلي دي چې د اوکراین پوځ له لاسه وتلې سېمو د بېرته نیولو په عملیاتو کې ماتې نه ده خوړلې، او خپل هدف به ترلاسه کوي.

جنرال میلی همداراز زیاته کړه، امریکا چې اوکراین ته څومره وسلې او مهمات هم ولیږي، نه شي کولی په «معجزه توګه» د اوکراین د پوځ جګړه ییزځواک زیات کړي.

د فرانس پریس په حواله، میلي ویلي چې،«د اوکراین برید د تمې خلاف ورو خو په ثابت ډول مخته ځي لري.»

هغه وويل: «ځينې خلک فکر کوي چې دا عمليات ناکام شوي، خو داسې نه ده." اوکراینیانو "تر اوسه خپل ټول جګړه ییزځواک له لاسه نه دی ورکړی.»

میلي زیاته کړه چې د ټولو نیول شویو سیمو آزادول او د "روسانو شړل" فوق العاده هڅو ته اړتیا لري.

وخت ته په پام سره چې،«له نیول شویو سیمو څخه د دوه سوه زره یا تر دې هم د ډیرو روسي سرتیرو ایستل به وخت ونیسي او دا هدف خورا لوړ دی.»

که څه هم لویدیځ هیوادونه په ګډه د اوکراین ملاتړ کوي، خو اندېښنه شته چې دا ملاتړ به کم شي.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د دغه هیواد له ټولو سیمو څخه د روسي پوځیانو د ویستلو په اړه یو نظر شتون لري، خو یو شمېر اوکرایني وګړي وايي چې هېواد یې له روسیې سره اوربند ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر اعلان کړی چې له روسیې سره به هغه مهال خبرې اترې پیل کړي چې دغه هېواد د کریمیا د ټاپو په ګډون د اوکراین له ټولو سیمو ووځي.

د اروپايي کمیسیون مشر: ایټالیا ته مو د کډوالو راتګ د مخنیوي لپاره نوی پلان جوړ کړی

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۵ GMT+۱

په تېره اوونۍ کې ايټاليا ته د زرګونو کډوالو له رسېدو وروسته، د اروپايي کمېسيون مشر ژمنه وکړه چې له ايټاليا سره به د کډوالو د کړکېچ د هواري په برخه کې همکاري وکړي. اورزلا فون ډرلاین وویل، دغې برخې ته يې بشپړ پام اړولی دی.

اورزلا فون ډرلاین وویل چې دوی یو نوی پلان لري چې ایټالیا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

سږ کال شاوخوا ۱۲۶ زره کډوال ایټالیا ته ننوتلي دي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

په ایټالیا کې د لامپډوسا کوچنیټاپو په روانه اوونۍ کې د اوه زرو څخه د زیاتو کډوالو د راتګ شاهده و، چې دا شمېر د یاد ټاپو د هلته اوسیدونکي نفوس څخه ډیر دی.

فون ډرلاین د ایټالیې له لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني سره په کتنه کې وویل: «په ناقانونه توګه کډوالي یوه اروپایي ننګونه ده او د اروپا غبرګون ته اړتیا لري.»

هغه د ایټالیا لومړۍ وزیرې ته وویل:«مونږ له یو بل سره ولاړ یو او تاسو کولی شئ په اروپایي اتحادیې حساب بشپړ وکړئ.»

د کډوالو د راتګ زیاتوالی د ایټالیا د لومړۍ وزیرې لپاره یوه لویه سیاسي ننګونه ګرځیدلې ده.

نوموړې چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې واک ته ورسېده، د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه یې د خپل هدف یوه برخه ګرځولې ده.

هغې د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، اروپا ته د خلکو د راتګ مخنیوی سمه تګلاره ده، نه دا چې په ټوله اروپا کې دې کډوال وویشل شي.

هغه لس ماده ییز پلان چې اروپایی اتحادیه ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو د کړکیچ سره د مقابلې لپاره ترلاس لاندې نیسي، د اروپا د پولو د ساتنې ادارې (فرونټکس) کارول شامل دي چې هغه کډوال وپیژندل شي چې ایټالیا ته ځي او د پناه غوښتنې وړ نه وي، بیرته راستانه کړي.

فون ډرلاین وویل، فرونټیکس به د پناه غوښتونکو د کښتیو سمندري او هوایيڅارنه زیاته کړي او د انسانانو د قاچاق وړونکو د ځپلو لپاره به هم هڅو ته همداراز دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دې پلان په اړه یې تر دې وړاندې هم د اروپايي ټولنې له یو شمېر مشرانو سره خبرې کړې دي او د هغوی د ملاتړ ډاډ لري.

د اروپايي کمیسیون مشر ژمنه وکړه چې د پناه غوښتونکو لپاره قانوني لارو ته لاسرسی زیات کړي او د قاچاق وړونکو په وړاندې مبارزه وکړي.

هغه وویل: «هرڅومره چې موږ د قانوني کډوالۍ سره ښه یو، هغومره به د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې سخت دریځ نیسو.»

د امریکا او چین د اړیکو د بیارغونې هڅې؛ د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو لیدنه

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۱

سپینه ماڼۍ وايي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د امریکا او چین تر منځ د اړیکو د روان کړکېچ د حل په موخه خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبه په ورځ (د وږي۲۶مه) په یوه خبره پاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه تېره شنبه په مالتا کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده غونډه د پرانیستو اړیکو د ساتلو او درست مدیریت په موخه د هڅو یوه برخه وه.

دا د بایډن او چین د ولسمشر له تېر کال لیدنې را وروسته د امریکا او چین د لوړ پوړو چارواکو لومړنۍ مهمه د اړیکو د بیارغون لیدنه ده.

غربي رسنیو یاده لیدنه د بایډن او شي تر منځ د احتمالي غونډې د چمتوالي هڅې بللې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو خواو د اړیکو د غښتلتیا ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده: "دواړو خواو روښانه، بنسټیزې او رغنده ستراتیژیکې خبرې لرلې".

په یاده غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د تایوان مساله د سرې کرښې په توګه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې له متحده ایالاتو سره په اړیکو کې له دغې سرې کرښې نه تېرېږي.

په ورته وخت کې امریکايي لوري هم په تایوان کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به په هند کې د جي شل هېوادونو د سر مشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري؛ خو د چین د ولسمشر له خوا په دغه غونډه کې د ګډون له انکار وروسته د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ لیدنه ونه شوه.

کاناډا د اوکراین د پوځ د ملاتړ لپاره ۲۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د کاناډا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې له اوکراین سره د خپلو مرستو په دوام یې د دغه هېواد د پوځ د ملاتړ لپاره نور ۲۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

کاناډایي چارواکو ویلي دي، چې دا پیسې به د اوکراین د پوځ لپاره د هوايي دفاعي سیستم په اخیستلو ولګول شي.

د کاناډا د دفاع وزارت پر خپله ویب پاڼه په یوه بیان کې ویلي، کاناډا د اوکراین د هوايي دفاع د وړتیاو د ښه کولو لپاره د برېتانیا په مشرۍ کمپاین کې برخه اخلي.

د دې اعلامیې له مخې؛ کاناډا په پام کې لري چې اوکراین ته د منځني واټن او لنډ واټن سلګونه توغندي ورکړي.

د کاناډا د دفاع وزارت زیاته کړې، چې دا مرستې د اوکراین د مهمو زېربناوو د ساتنې لپاره اړینې دي.

د کاناډا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې دغه هېواد له اوکراین سره څه باندې ۸ میلیارده کاناډايي ډالره مرسته کړې ده.