د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۸

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ غبرګون ښودلی.


د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه کړنه غیر انساني، غیر اخلاقي او ناقانونه بولي او وایي، چې د دې پر خلاف به غږ اوچت کړي.

تر دې وړاندې هم د دغه غورځنګ غړیو د افغان کډوالو د نیولو په تړاو ویلي و، چې دوې دې د کابل د حاکمانو زور له بې وزله کډوالو نه باسي.
تر دې وړاندې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې دغه افغانان خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان موقت لومړي وزیر څو ورځې وړاندې ویلي و، چې ناقانونه کډوال به په پاکستان کې نه پرېږدي.
داسې رپوټونه شته، چې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا اووه سوه افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زندانونو ته لېږل شوي دي.
د دغو نېول شویو افغانانو زیاته برخه د سند ایالت په کراچۍ ښار کې وه، چې تر دې وړاندې هم هلته د ښځو او ماشومان په ګډون تر دوه زره زیات افغانان بندیان شوي او بیا بېرته په پوله اړول شوي وو.

نور خبرونه

رادیو