• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسفندیار ولي خان د کاسي وژل کېدل د «زیاتېدونکې ترهګرۍ او توندلارۍ» دوام بولي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په بلوچستان کې د دغه ګوند د یوه مشر ارباب غلام کاسي وژل کېدل د «ترهګرۍ او توندلارۍ» د زیاتېدونکو پېښو دوام بولي. د ارباب غلام کاسي مړی د سې شنبې په ورځ کوټې ښار ته څېرمه په کچلاغ کې وموندل شو.

د ګوند مشر اسفند یار ولي خان اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي: «په پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګریزې پېښې جدي نه ګنل کېږي، خو د ګوندي غړو او مشرانو په نښه کېدل سخت حالات ښيي.»

ښاغلي ولي خان له حکومت غوښتنه کړې چې د ارباب غلام کاسي د وژنې پلټنه وکړي او عاملان یې ونیسي.

د راپورونو له مخې، د کچلاغ پولیسو د ارباب غلام کاسي مړی پرون په دغه سیمه کې موندلی دی.

ځايي پولیس وايي، نوموړی یو ډز سرته ویشتل شوی وو.

عوامي نشنل ګوند دارباب غلام کاسي په وژل کېدو پسې د چارشنبې په ورځ په کوټه کې ګڼ ګونديزه غونډه جوړه کړه، چې د بلوچستان په کچه مختلفو ګوندونو پکې ګډون درلود.

لا هم د ښاغلي کاسي د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تېره اونۍ په بلوچستان کې د جمعیت علمای اسلام صوبايي مشر حافظ احمد پر موټر چاودنه شوې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اسلام اباد سترې محکمې د پخوانۍ افغان سرتېرې د بې قانونه اوسېدو دوسیه ختمه کړه

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې د چارشنبې په ورځ په یوه حکم کې د افغان امنیتي ځواکونو د یوې غړې راحیل عزیزي د بې قانونه اوسېدو دوسیه ختمه کړه. محکمې په پاکستان کې د مېرمن عزيزي د سیاسي پناه حق ومانه.

د پاکستان فدرالي پلټنو ادارې، راحیل عزیزي ته د ویزې نه لرلو او بې قانونه اوسېدو له امله دوسیه جوړه کړې وه، چې له امله یې تر لسو کلونو بندي کېدلی شوه.

خو راحیل عزیزي د فدارلې ادارې د دې دوسیې په مقابل کې د اسلام اباد ستره محکمه کې د انصاف غوښتنه کړې وه.

په محکمه کې د راخیل عزیزي د مدافع وکیل عمر اعجاز ګیلاني له دلایلو وروسته نوموړې ته برات ور کړل شو.

د محکمې قاضي بابر ستار د چارشنبې ورځې په حکم کې ویلي چې نوموړې په افغانستان کې له سملاسي خطر سره مخ وه او پاکستان ته د ژوند ژغورلو لپاره راغلې ده، ځکه دلته د اوسېدو حق لري.

طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه: په پاکستان کې د افغانستان پر سفارت ډزې شوې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې یوه وسله وال د سې شنبې په ماسپښین د افغانستان د سفارت پر یوه ساتونکي ډزې کړې دي.

دغه باوري سرچینه وايي، چې د سفارت ساتونکی سخت ټپي شوی دی.

د برید کوونکي هویت او د ټپي شوي ساتونکي حالت لا هم معلوم نه دی.

دغه سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفارت د نامعلومو کسانو له خوا ډزې کيږي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه لوړه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د مېندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې په هرو سلو زرو زیږونونو کې ۶۹۹ مړینې لري.

اوچا وايي، چې افغانستان د روغتيايي خدمتونو په برخه کې زياتو ښځينه کارکوونکو ته اړتيا لري.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ننګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه سازمان د افغانستان په لرو پرتو ښارونو او کلیو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت، د طبي وسایلو کمښت، څلور لسیزې جګړې، په روغتیايي سیستم کې د پانګونې نشتوالی او د مالي سرچینو نشتوالی په ګوته کړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه اداره وايي، چې د مېندو او ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او کیفیت ټیټ شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیمه ییزې روغتیا د څارنې مشره ډاکتره سحر وايي: "د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد د عامې روغتیا سیستم تقریباً له منځه تللی و."

هغې اوچا وویل:”که افغانستان غواړي چې د عامې روغتیا ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی زیات کړي، نو لا زیاتو ښځینه روغتیايي متخصصینو ته اړتیا لري”.

اغلې سحر د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د سلګونو ښځینه طبي او روغتیايي متخصصینو د هېواد پرېښودل د افغانستان پر روغتیايي سیستم د هغوی د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

طالبانو د سږني کال د کانکور په ازموینه کې د ښځینه محصلینو د ګډون مخه نیولې او له همدې امله به په راتلونکو څو کلونو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې د افغانستان له پوهنتونونو څخه فارغې نه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانو ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ د دغه سازمان په عمومي غونډه کې وویل، چې طالبانو په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

انټونیو ګوتریش همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وينا؛ کې له هېوادونو وغوښتل چې د افرادو د بنسټيزو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍوال منشور رعايت کړي.

ښاغلي ګوتریش وویل: «له بده مرغه په ​​دې برخه کې لازم پرمختګ نه دی شوی».

د هغه په ​​وينا؛ لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې ډېرې ښځې د معاش، حقونو او مساوي سياسي مشارکت له پلوه تر نارينه و وروسته پاتې دي.

انټونیو ګوتریش ویلي، د ښځو حقونه او ازادۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه وويل: "په ځينو هېوادونو کې ښځې د زياتو جامو اغوستلو او په ځينو هېوادونو کې د نیمه جامې اغوستلو له امله مجازات کېږي."

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «موږ باید په یاد ولرو، چې جنسیتي برابري ستونزه نه ده، بلکې د ستونزې د حل لاره ده. جنسي برابري د ښځو لپاره احسان نه دی، بلکې زموږ د بریا او سوکالۍ لپاره یو شرط دی.»

د هغه په ​​​​وینا؛ د بشري حقونو د نړۍوال منشور له خپرېدو 75 کاله وروسته "موږ لا تر اوسه خپل ټول اهداف نه دي ترلاسه کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په نړۍ کې تر یو نیم ملیارد زیات خلک په فقر کې ژوند کوي.

د هغه په ​​وينا؛ په ځينو هېوادونو کې توکميز او نژادي تبعيض قانوني دى.

ښاغلي ګوتریش دا هم وویل، چې په ځینو مواردو کې په هېوادونو کې د کډوالو مخ "بد او منفي" ښودل شوی دی. سربیره پردې، هغه وویل؛ غیرقانوني بند او د مرګ سزا لاهم په نړۍ کې "پراخه" ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له هېوادونو وغوښتل چې بشري حقونه او بشري کرامت د خپلو اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ پالیسيو په مرکز کې وساتي.

د مصنوعي استخباراتو خطرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په لومړۍ ورځ د مصنوعي استخباراتو د ټکنالوژۍ له امله رامنځته شوي خطرونه او ګواښونه په ګوته کړل.

انټونیو ګوتریش نړۍ ته د نوې ټېکنالوژۍ لخوا رامنځته شوي ګواښونو ته د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

هغه خبرداری ورکړ چې دا ټېکنالوژي ممکن په ډېری قضیو کې ګټورې وي؛ مګر په نورو برخو کې ښايي ستونزې پېښې کړي.

هغه مصنوعي ذکاوت ته په اشارې سره وویل: "ډېر تخنیکي خطرونه به په راتلونکي کې پېښ نه شي، مګر موږ اوس ورسره مخ یو."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وینا؛ په ټولنیزو شبکو او نورو ډیجیټل شبکو کې د جعلي خبرونو او کرکې ډک بیانونه په بې ساري سرعت سره پراخیږي.

ښاغلي ګوتریش وویل: "هغه ټېکنالوژي چې موږ یې لرو [د دې ستونزې لپاره] د حل موندلو اوږده لاره ده." موږ باید ژر تر ژره عمل پرې وکړو."

نوموړي ټینګار وکړ، چې نوې ټېکنالوژي د کنټرول نويو ډولونو ته اړتیا لري. هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د شرايطو د زياتوالي او د دغو تخنيکونو د زيانونو د کمولو په برخه کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي رسمي غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) پیل شوه. په دې غونډه کې د نړۍ یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د اوکراین د جګړې د سمدستي بندېدو په ګډون پر نړۍوالو مسایلو ټینګار وکړ؛ خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه.

جو بایډن وویل، چې روسیه د اوکراین د جګړې مسوولیت لري، پرته له دې چې د پایلو په اړه اندېښنه ولري.

هغه همدا راز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو هېڅ غړی هېواد باید دا فکر ونه کړي، چې له ځواب ورکولو پرته دې پر بل هېواد برید وکړي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د د ملګرو ملتونو ۷۸ مه غونډه کې ټینګار وکړ، چې هېواد به یې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د ولسمشر په وینا؛ اوکراین غواړي چې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي خو روسیه سوله نه غواړي.

جو بایډن زیاته کړه، چې د نړۍ د هر هېواد خپلواکي باید خوندي وي او د امریکا متحده ایالات به د هر ډول تېري پر وړاندې ودرېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کړی و او د ښاغلي بایډن د خبرو ملاتړ یې وکړ.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې به د امریکايي او روسي چارواکو تر منځ کومه غونډه نه وي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي؛ امریکا د روسیې له استازو سره د تماس پلان نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

خو ښاغلي بایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې پکې د زده کړو او کار کولو حق نه لري او تقریباً له عامه ژوند څخه بې برخې دي.

د ښاغلي بایډن له وینا یو ساعت مخکې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي له هغه وپوښتل، چې ایا هغه به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د رسېدو پر مهال د افغانستان او د ښځو د حقونو په اړه څه ووایي؟ خو ښاغلي بایډن ځواب ورنه کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او پکې د افغانستان استازیتوب څوک نه کوي.

د افغانستان د تېر حکومت ډېپلومات نصیر احمد فایق چې لا هم په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب دنده پر غاړه لري، د ملګرو ملتونو په دغې عمومي غونډه کې حاضر نه و.