له ۳۰۰ زیاتې کورنۍ له پاکستاته افغانستان ته راستنې شوې دي

AP ۱۴۰۲ تله ۴

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د مېشتو ۳۷۵ افغان کډوالو کورنیو له ستنېدو خبر ورکړ.


د دغه وزارت په وینا، دغه کسان د وږي له ۳۰مې تر تلې لومړۍ نېټې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر هرې کورنۍ سره نغدي مرسته کړې ده.

له دې سره، ځینو کورنیو رسنیو په کراچۍ کې د طالبانو قونسل عبدالجبار تخاري له حوالې راپور ورکړی، چې د ماشومانو په ګډون ۶۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.


ویل شوي، چې دغه کسان د پاکستان د سند صوبې په زندانونو کې بندیان وو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ