د هانګژو په سیالیو کې لومړي افغان تکوندوکار محسن رضايي د برنزو مډال وګاټه

د چین د هانګژو په روانو اسیايي لوبو کې د تکوندو افغان لوبغاړي محسن رضايي خپلو تاجکستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه

د چین د هانګژو په روانو اسیايي لوبو کې د تکوندو افغان لوبغاړي محسن رضايي خپلو تاجکستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه
رضايي په لومړۍ لوبه کې خپل تاجکستاني سيال ته دوه په صفر ماتې ورکړه او بيا په دویمه لوبه کې یې خپل جاپاني سيال په دوو پرله پسې پړاونو کې ماته ورکړه.
محسن رضايي چې ۵۸ کیلوګرامه وزن لري، له خپلو دوو سیالانو څخه سیالي وګټله او درېیمه لوبه یې له خپل کوریايي سیال څخه وبایلله .
دا د چين د هانګژو په اسيايي لوبو کې د افغانستان د ٨٥ کسيز ورزشي ډلۍ لومړى د برنزو مډال دى.
تېره ورځ د چین په روانو اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو مخکښ لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه.
خالد هوتک چې د افغانستان په نماینده ګۍ لوبیږي، اویا کیلو ګرامه وزن لري، پرون یې په خپل وزن کې له قزاقستاني سیال سره سیالي وکړه او لومړني دواړه پړاونه یې وګټل.
هغه د دغې لوبې په ګټلو سره د سیالیو منځني پړاو ته ور داخل شو او بله سیالي به یې له هندي سیال سره وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو د تعامل نه موجودیت ګټور نه برېښي او د دوی بشپړه انزوا به درستې پایلې ونه لري.
الجزیرې تلویزون د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد محمد انصاري په حواله ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې نه تعامل ګټور نه دی.
قطر له پاکستانه وروسته د طالبانو له مهمو ملاتړو هېوادونو ګڼل کیږي، چې په دوحه کې یې د طالبانو او امریکا د خبرو منځګړیتوب هم کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوحه د افغانستان او نړۍ ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه: "موږ په بشپړه توګه پوهيږو، چې د افغانستان په اوسني حالت کې د نړۍوالې ټولنې لپاره له اوسني حکومت سره اړيکې اسانه نه دي، خو بشپړه انزوا د دې وضعيت د حل لاره نه ده."
د انصاري په خبره، چې هېواد یې هڅه کوي، د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ فاصلې کمې کړي.
ماجد محمد انصاري زياته کړه: “ افغانستان د قطر لپاره ډېره مهمه مساله ده او موږ هڅه کوو چې د افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې منځګړیتوب وکړو”.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له خوا د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې، د دوی اصلي اندېښنه دا ده، چې نړۍوالې ټولنې ته وښيي چې طالبان منزوي شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د طالبانو منزوي کېدل به ښې پایلې ونه لري.
له دې وړاندې د قطر لومړي وزیر ویلي وو، چې کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یې طالب مشرانو ته وویل: «که تاسو غواړئ د نړۍوالې ټولنې برخه شئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ.»
شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني زیاته کړه، له طالبانو سره یې پر ځینو مسایلو لکه د ښځو د کار بیرته پیلولو په ضرورت موافقه کړې وه.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سي اېن اېن له مشهور خبریال کریسټین امانپور سره په مرکه کې درې نیمې میاشتې وړاندې کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل: «په کندهار کې مې خبرې ډېرې روښانه وې. که تاسو غواړئ د نړۍوالې ټولنې برخه واوسئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ ترڅو ستاسو هېواد د قطر په څیر په یوه عصري اسلامي هېواد بدل شي.»
عبدالرحمن ال ثاني قطر د یوه عصري اسلامي هېواد په توګه یاد کړ، چې ښځه پکې ازاده او د ټولنې فعاله برخه ده.

د برېتانيا د خيريه چارو د څار اداره افغانستان ته د يوې خيريه موسسې د چارواکو د سفر او له طالب چارواکو سره د هغوى د ليدنې په اړه څېړنه کوي. د جولای په میاشت کې یو شمېر برېتانوي مسلمان عالمان کابل ته ولاړل او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.
جي بي ان نیوز د دوشنبې په ورځ (د تلې درېیمه) خبر ورکړ؛ سلیمان غني چې د جنوبي لندن د سینټ جورج پوهنتون په یوه څانګه کې د مسلمان دیني عالم په توګه کار کوي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ ښاغلي غني کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره له لیدو وروسته "ډېر متاثره شوی" دی.
په برېتانيا کې د جومات دغه ملا امام وويل، چې اوس په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شوی او دی يې شاهد دی، چې بېلابېل وزيران، ادارې او نوې تجربې يې وليدې او هغوی [طالبان] له خپلو تېرو تېروتنو زده کړې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې اوس په افغانستان کې هر څه په سمه لار روان دي.
د برېتانوي ديني عالمانو د پلاوي يو بل غړی، چې کابل ته تللى و له لويديځو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې خپل بنديزونه پای ته ورسوي.
یوه مسلمان دیني عالم هیثم الحداد له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره تماس ونیسي او پر دغې ډلې اقتصادي بندیزونه لېرې کړي.
له القاعدې سره په همکارۍ تورن
وروسته له هغې چې د جولای په میاشت کې د مسلمانو دیني عالمانو پلاوي کابل ته سفر وکړ، د بشري مرستو او ملاتړ سازمان اعلان وکړ، چې دوی د بشري موخو لپاره افغانستان ته تللي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د برېتانیې د خیریه موسسو د څارنې کمېسیون د «خیریه او بشري مرستو» د عملیاتو په اړه څېړنه کوي.
تر دې مخکې په ۲۰۱۳ کال کې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د «بشري مرستو او ملاتړ خیریه موسسې» له خوا یوه خیریه غونډه جوړه شوې وه، په اړه یې څېړنه وشوه، ځکه په راپورونو کې ویل شوي وو، چې په دې خیریه غونډه کې "سختې" او "متضادې" ویناوې شوې وې.
د دغه کمېسیون تر پلټنو وروسته د دغې خیریه موسسې له خوا د پیسو راټولولو قضیې وموندلې.
د 2019 په اګسټ کې د انګلستان خیریه کمېسیون له هېواد څخه بهر د پیسو لېږدولو لپاره د خیریه موسسو وړتیا محدوده کړه.
یوه میاشت وروسته دغه کمېسیون یو حکم صادر کړ، چې د هغه سازمان وړتیا محدودوي، چې د مسلمان دیني عالمانو ملکیت دی، د انګلستان د خیریه کمېسیون له اجازې پرته "ترکیې او سوریې ته پیسې لیږدوي".
د دغو مسلمانو دیني عالمانو خیریه موسسه په هغه وخت کې له یوې غیر انتفاعي موسسې سره په تماس کې وه چې په سوریه او ترکیه کې یې د کار زمینه برابره کړې وه.
د انګلستان د خیریه چارو کمېسیون د 2021 په اکټوبر کې څرګنده کړه، چې د برېتانیا پولیسو وموندله چې دا غیر انتفاعي سازمان په سوریه کې د القاعدې سره تړلو ډلو سره د مرستې لپاره کارول کېده.
جي بي ان نیوز لیکلي، چې د "بشري مرستې او ملاتړ خیریه موسسې" د هغو خلکو سره چې د "ترهګرو ډلو" سره په تماس کې وو، همکاري د 2017 په اګست کې پیل او د 2019 په فبروري کې پای ته ورسیده.
خیریه موسسې دغو کسانو ته له 246,000 پونډ څخه زیاتې پیسې لیږلي، مګر دا اسناد یې نه دي وړاندې کړي چې پیسې چیرته مصرف شوي.
د انګلستان د خیریه کمېسیون یوه ویاند جي بي ان نیوز ته وویل: "موږ د بشردوستانه مرستو او ملاتړ په اړه د راپورونو څخه خبر یو او د لا نورو ارزونو لپاره مو د اطاعت قضیه پرانستلې."

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې ده؛ سبا سې شنبه (د تلې څلورمه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشري نصیر احمد فایق کوي.
همدا راز به د غونډې نور ګډونوال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یو فعال وي.
د یادې غونډې اجنډا تر دې دمه نه ده معلومه؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا او د امریکا پاتې شویو وسلو ته د دغې وسلوالې ډلې لاسرسی د اندېښنې په ډول یاد شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي وو، چې دا مهال نېږدې ۴۰۰۰ داعش او د هغوی کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي او د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې د پخوا په پرتله غښتلې شوې دي.

معترضو افغان مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د مدني فعالې ندا پرواني د نیونې بهیر دې تعقیب کړي او د طالبانو له منګولو دې وژغوري. طالب جنګیالیو د «د افغانو مېرمنو د خپلواکۍ غورځنګ» غړې او د هغې مېړه او ماشوم د سنبلې په ۲۸ مه د کابل په خیرخانه سیمه کې ونیول.
د معترضو افغان مېرمنو غورځنګ د دوشنبې په ورځ (د تلې په درېیمه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې که څه هم د ندا پرواني له نیول کېدو شپږ ورځې تېرې شوې دي؛ خو تر اوسه د هغې په اړه هېڅ خبر نه شته.
په اعلاميه کې د دغې مدني فعالې د نيولو پر وړاندې د نړۍوالو سازمانونو پر "دردونکې چوپتيا" نيوکه شوې ده.
په کابل کې سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالب جنګیالیو لومړی د مېرمن پرواني مېړه ارش پرواني ونیوه او بیا یې ندا پرواني او د هغې ماشوم په خیرخانه کې له خپل کور څخه یوړل.
طالب چارواکو د دغه مدني فعال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ډله پلان لري چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د څارنې او امنیتي کمرو یوه شبکه جوړه کړي. د دغه وزارت یوه ویاند ویلي دي، چې دغه ډله د هغه پلان د پراختیا په لټه کې ده، چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو مخکې ترتیب کړی و.
رویټرز خبري اژانس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند عبدالمتین قانع له قوله ویلي، چې دغې ډلې د یاد پلان د عملي کولو لپاره له چینايي کمپنۍ "هواوي" سره د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
دا چې د څارنې کمرو نصبولو او کارولو لپاره طالبانو د متحده ایالاتو پلان ته څنګه لاسرسی موندلی دی، په راپور کې یې جزییات نه دي ورکړل شوي.
د څار کمرو کارولو څخه د طالبانو هدف د "امنیت تامین" او د داعش په څېر د وسله والو ډلو د بریدونو مخه نیول دي.
خو کتونکي د طالبانو د سختو مالي ستونزو له امله د دغه پلان د عملي کولو لپاره د دغې ډلې وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
د بشري حقونو فعالان هم اندېښمن دي، چې دا وسایل به په افغانستان کې د مخالفینو د ځپلو لپاره وکارول شي.
قانع دا هم وویل، چې دا پلان د طالبانو د نوې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او بشپړ تطبیق به یې څلور کاله وخت ونیسي.
هغه اعلان وکړ، چې طالبان اوس د کابل په امنیتي نقشه کار کوي.
قانع زیاته کړه چې دا ډله اوس مهال د کابل دوه نقشې لري، چې یوه یې د امریکا او بله یې د ترکیې له خوا طرحه شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده نه کړه، چې د کابل لپاره د ترکیې لخوا طرحه شوې امنیتي نقشه به کله او څنګه چمتو شي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې واشنګټن له طالبانو سره د امنیتي ګواښونو په مقابل کې د همکارۍ اراده نه لري او دا چې د افغانستان امنیت د دغې ډلې په غاړه دی.
د ترکیې د حکومت یوه ویاند د انقرې او طالبانو ترمنځ د امنیتي همکارۍ په اړه د رویټرز پوښتنې ته ځواب ونه وایه.
بلومبرګ نیوز په تېر اګسټ کې راپور ورکړ، چې طالبان او هواوې د څارنې کمرې نصبولو او کارولو په برخه کې د همکارۍ لپاره "لفظي موافقې" ته رسیدلي خو هواوې دا خبر رد کړ.
تر دې مخکې هم په ایران کې د امنیتي کمرو کارولو د مدني او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ جدي اندېښنې راپورته کړې وې.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي وو، چې چین دغه ټیکنالوژي د ایران اسلامي جمهوریت ته ورکړې ده.
چین د خپلو اتباعو پر وړاندې د څارنې د ټیکنالوژۍ د تولید او کارولو په نوم بدنام دی.
