د ایران د کورنیو چارو وزیر: په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په دغه هېواد کې نېږدې پنځه میلیونه قانوني او غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په دغه هېواد کې نېږدې پنځه میلیونه قانوني او غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي.
احمد وحیدي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) خبریالانو ته وویل، چې په دې شمېرو کې رسمي او غیر رسمي کډوال شامل دي او د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغو کډوالو د تنظیم په برخه کې کار کوي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د شمېر په اړه ځینې احصایې ناسمې او پروپاګند وبللې.
وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، ډېری افغانان د غربي هېوادونو په ګډون پاکستان او ايران ته کډه شول.
په تېرو دوو کلونو کې د ایراني او پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. ایران په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ویستي دي.
د راپورونو له مخې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. له دغو موضوعاتو څخه یو هم د افغان مهاجرو ماشومانو تعلیم دی.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په بدخشان کې یوې غونډه کې ویلي، چې «لویدیځ هڅه کوي خپل ارزښتونه پر موږ تحمیل کړي»، خو دوی به د لویدیځ غوښتنو ته تسلیم نه شي. ندا محمد ندیم ټینګار وکړ، چې طالبانو د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره جګړه کړې او په دې برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) بدخشان ته د ښاغلي ندیم د سفر خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې نوموړي د دغه ولایت د پوهنتون استادانو او دیني عالمانو ته وینا وکړه.
هغه په بدخشان کې وویل، چې « د امنیت تامینول، د قبایلي حکومتونو ختمول او د شریعت پلي کول د طالبانو د مکلفیتونو برخه وه» چې سر ته ورسېده او اوس «د طالبانو اطاعت او له دښمن سره په فکري مبارزه کې برخه اخیستل ستاسو له دندو څخه دي».
وروسته له هغه چې ښاغلی ندیم د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وګومارل شو، په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی.
نړۍوالې ټولنې پر دې ډلې فشار راوړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز لېرې کړي؛ خو دې ډلې تر اوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
ښاغلي ندیم د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېر کال د څه باندې ۷۰څانګو نصاب ارزولی دی.
هغه زياته کړه، چې د پوهنتونونو د استادانو د ظرفيت د لوړولو لپاره يې ځانګړې بوديجه په نظر کې نیولې ده.
طالبان د ښځو د تعلیم او کار په اړه د نړۍوالې ټولنې غوښتنې د لویدیځو ارزښتونو یوه برخه ګڼي چې غواړي پر طالبانو یې تحمیل کړي.
طالب چارواکو تل هڅه کړې، چې خپلې پرېکړې د «اسلامیت او افغانیت» په نوم تعبیر کړي او د نړۍوالې ټولنې غوښتنې په خپلو چارو کې د لاسوهنې په توګه تعبیروي.

له سمندر پورې پاکستانیانو اړوند چارو مسوول وایي، په بهر کې نیول کېدونکي ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي. ذیشان خانزاده نن دا خبره د پاکستان مشرانو جرګه کې بهر ته د تللیو پاکستانیانو اړوند غونډه کې وکړه.
د نوموړي په خبره، په مکه معظمه کې هم چې څومره جیب کټي( جیب وهونکي یا کیسه بور) نیول کېږي ډېری یې پاکستانیان وي.
ښاغلي خانزاده په خبره، ډېری پاکستاني سوالګر د عمرې په ویزې سعودي ته ځي.
هغه زیاته کړه چې عراقي او سعودي چارواکي همدا ورته وايي، چې جېلونه یې له پاکستانیانو ډک دي.
د هغه په خبره، له نورو هېوادونو مسلکي خلک بهر ته ځي، خو له پاکستان تر بل هر چا سوالګر ډېر بهر ته ځي.
په دې ناسته کې سناتور رانا محمودالحسن دې خبرې ته په اشاره وویل، چې د جاپان درې لکه ۴۰ زره مسلکي کسانو ته اړتیا وه، هند یو نیم لک، نېپال ۹۱ زره، بنګلدېش او سریلانکا هم خپل ماهر کسان ور ولېږل، خو پاکستان ایلا دوه سوه ماهر کسان توکیو ته برابر کړل.
د هغه په خبره، اوس سعودي هم ماهر کسان غواړي او ساده کارګرو ته اړتیا نه لري.

طالبانو په کابل کې د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ یوه مشره ژولیا پارسي نیولې ده. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) په کابل کې له خپل کور څخه نیولي دي.
دا په تېرو دوو اونیو کې د معترضو ښځو د غورځنګ دویمه غړې ده، چې د طالبانو له خوا نیول کیږي.
د وږي په ۲۸مه طالبانو د معترضو ښځو د غورځنګ غړې ندا پرواني له خپل مېړه او ماشوم سره یو ځای ونیوله.
طالب چارواکو د دغو اعتراض کوونکو ښځو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني په خپلسري نیولو د خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي وو، چې ژر تر ژره دې، هغه، د هغې خاوند او ماشوم خوشې کړي.
ژولیا پارسي په کابل کې یوه له هغو معترضو ښځو څخه ده، چې په ځلونو یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو او محدودیتونو نیوکې کړي او د طالبانو د سختو اقداماتو پر وړاندې یې اعتراضونه کړي دي.
اغلې پارسي د ښځو د یوې ډلې مشره ده، چې د ښځو د خپلواک غورځنګ په نوم یادیږي.
د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، ژولیا پارسي یوه له هغو کسانو څخه وه، چې په کابل کې یې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي؛ یو کتابتون جوړ کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له سلاکار ادلګریف روسلان سره ولیدل. عبدالقهار بلخي وايي، دواړو لورو د «خپلمنځي سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او مختلفو برخو کې د همکارۍ او سوداګرۍ د پرمختګ» لپاره پر ګامونو پورته کولو ټینګار وکړ.
ښاغلی بلخی پر خپل اېکس کې زیاتوي، چې دواړو لورو خپلمنځي اړیکې مخ پر وده او مهمې وبللې.
روسیې د دې پرونۍ لیدنې په هکله څه نه دي ویلي، خو طالبانو د ښاغلي روسلان په حواله ویلي، چې نوموړي په افغانستان کې د نشه يي توکو په مخنیوي، امنیت ټینګولو او د داعش ځپلو کې د طالبانو لاسته راوړنې وستایلې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره یکشنبه له یوه پلاوي سره د روسیې په بلنه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته تللی دی.
ټاکلې ده چې دا ناسته د سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سږنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالت، بیارغونه، د افغانانو پر خپلمنځي روغه جوړه او د سیمې پر امنیت خبرې کېږي.
په دې ناسته کې د روسیې، ایران، هند، قراقستان، قرغزستان، پاکستان، چین، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.
مسکو فارمټ غونډه هر کال د افغانستان په هکله په روسیه کې جوړېږي.
تېر کال طالبان دې غونډې ته د ټول ګډي حکومت د نه جوړولو په دلیل بلل شوي نه وو.

د پاکستان د سند ایالت د کشمور ولسوالۍ په کندکوټ کې د راکټ لنچر د مرمۍ چاودلو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول. د کشمور د پولیسو مشر راهیل خوشو ویلي، چللودنه په یوه استوګنځي کې شوې او په تړاو یې پلټنې روانې دي.
نوموړي له ایکسپرېس ټریبیون سره په خبرو کې ویلي، چې د چارشنبې ورځې په دې پېښه کې یو کس هم ټپي شوی دی.
خو ځینې رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپي دي.
د پېښې ځای د کندکوټ د ګاټ پولیسو مرکز ته نږدې دی او په همدې وجه سیمه کلابند شوې ده.
د ولسوالۍ روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.