• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانی چارواکی: بهر کې نیول کېدونکي ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۱

له سمندر پورې پاکستانیانو اړوند چارو مسوول وایي، په بهر کې نیول کېدونکي ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي. ذیشان خانزاده نن دا خبره د پاکستان مشرانو جرګه کې بهر ته د تللیو پاکستانیانو اړوند غونډه کې وکړه.

د نوموړي په خبره، په مکه معظمه کې هم چې څومره جیب کټي( جیب وهونکي یا کیسه بور) نیول کېږي ډېری یې پاکستانیان وي.

ښاغلي خانزاده په خبره، ډېری پاکستاني سوالګر د عمرې په ویزې سعودي ته ځي.

هغه زیاته کړه چې عراقي او سعودي چارواکي همدا ورته وايي، چې جېلونه یې له پاکستانیانو ډک دي.

د هغه په خبره، له نورو هېوادونو مسلکي خلک بهر ته ځي، خو له پاکستان تر بل هر چا سوالګر ډېر بهر ته ځي.

په دې ناسته کې سناتور رانا محمودالحسن دې خبرې ته په اشاره وویل، چې د جاپان درې لکه ۴۰ زره مسلکي کسانو ته اړتیا وه، هند یو نیم لک، نېپال ۹۱ زره، بنګلدېش او سریلانکا هم خپل ماهر کسان ور ولېږل، خو پاکستان ایلا دوه سوه ماهر کسان توکیو ته برابر کړل.

د هغه په خبره، اوس سعودي هم ماهر کسان غواړي او ساده کارګرو ته اړتیا نه لري.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د راکټ لنچر د مرمۍ د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د سند ایالت د کشمور ولسوالۍ په کندکوټ کې د راکټ لنچر د مرمۍ چاودلو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول. د کشمور د پولیسو مشر راهیل خوشو ویلي، چللودنه په یوه استوګنځي کې شوې او په تړاو یې پلټنې روانې دي.

نوموړي له ایکسپرېس ټریبیون سره په خبرو کې ویلي، چې د چارشنبې ورځې په دې پېښه کې یو کس هم ټپي شوی دی.

خو ځینې رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپي دي.

د پېښې ځای د کندکوټ د ګاټ پولیسو مرکز ته نږدې دی او په همدې وجه سیمه کلابند شوې ده.

د ولسوالۍ روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

هند له کاناډا سره د سېک بېلتون غوښتونکي مشر د وژنې په څېړلو کې د همکارۍ اعلان وکړ

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د کاناډا د حکومت له‌خوا د هند څخه په کاناډا کې د سېک بېلتون غوښتونکي مشر د وژنې په اړه په تحقیقاتو کې د همکارۍ لپاره د بیا، بیا غوښتنې وروسته نوي ډیلي خپل چمتووالی اعلان کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جي شنکر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د هردیپ سېنګ نجار د وژنې په اړه د معلوماتو په اړه څېړنې وکړي.
ښاغلی نجار د روان کال په جون میاشت کې د کاناډا په برېټش کولمبیا کې ووژل شو.

هغه د هند د پنجاب ایالت د سېکانو لپاره یو خپلواک دولت غوښت.
د نوموړي تر وژنې وروسته د کاناډا لومړي وزیر هغو معتبرو تورونو ته اشاره وکړه، چې د نجار په وژنه کې د هند د حکومت د جاسوسانو لاس لرل ښیي؛ خو د هند حکومت د کاناډا دغه ادعا رد کړې وه.
د هند پر وړاندې د کاناډا تورونو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې.

له دې ډلې څخه هند د کاناډا وګړو ته د ویزي ورکول وځنډول.
همدارنګه اوټاوا او ډیلي د یو بل ډیپلوماټان له خپلو هېوادونو واېستل.

د امریکا استازی: امنیت شورا دې افغانستان کې د وضعیت بدلولو لپاره پر طالبانو فشار واچوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د امریکا استازي رابرټ ووډ د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د دې شورا غړي باید پر طالبانو د سیاسي خبرو اترو د پیل او د بشري حقونود سرغړونو له امله فشار واچوي. هغه وویل چې ان اسلامي هېوادونه هم د طالبانو د سیاست خلاف دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه. د ګډونوالو هېوادونو استازو د ښځو په اړه د طالبانو پر تګلارو او د دغې ډلې پر حکومتوالۍ نیوکې وکړې.

د امریکا استازي وویل، طالبان د خپل سیاست د دوام لپاره هېڅ توجیه نه لري او ان اسلامي هېوادونه هم په افغانستان کې د دغې ډلې له سیاست سره مخالفت کوي. نوموړي د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي.

رابرټ ووډ وویل: «د امنیت شورا باید پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له خلکو سره جدي خبرې پیل کړي او د خلکو د غوښتنو ملاتړ دې وشي.»

د امنیت شورا غړو په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې، خو پر طالبانو د فشار اچولو په برخه کې د نظر اختلاف لري.

چین د دې شورا یوازینی دایمي غړی دی چې کابل ته یې د سفیر په لېږلو سره له دغې ډلې سره خپلې اړیکې ښې کړې دي.

د فرانسې استازي د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغانستان وضعیت ورځ په ورځ کړکیچن کیږي. هغه د طالبانو لخوا «پر خلکو سیسټماټیک فشار» او د ښځو د حقونو پر محرومیت نیوکه وکړه.

د فرانسې استازي په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

هغه وويل: «امنيتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. د داعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو په افغانستان کې پناه اخیستې ده. موږ وضعیت له نږدې څارو.»

امریکا او فرانسې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه. خو د امریکا استازي اعتراف وکړ، چې طالبانو په افغانستان کې د مرستو رسولو شرایط ستونزمن کړي دي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «د مرستو په چارو کې لاسوهنه یا د نورو موخو لپاره یې کارول» د منلو وړ نه دي.

د امریکا متحده ایالات د قره باغ له اوسېدونکو سره څه باندې ۱۱ میلیونه ډالره بشري مرستې کوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۹ GMT+۱

د امريکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې مشرې ارمنستان ته د سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې امريکا به د ناګورنو قره باغ له اوسېدونکو سره د بشري مرستو په برخه کې ١١،٥ ميليونه ډالره ځانګړي کړي.

سامانپا پاور د اذربایجان له چارواکو وغوښتل، چې د قره باغ له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.

مېرمن پاور د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر یوري کیم سره د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۳مه) ارمنستان ته ورسېده.

ایروان ته د دوی د سفر یو هدف د دیموکراسۍ، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د ارمنستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا د ملاتړ اعلان دی.

سامانټا پاور د لاچین لارې په دروازه کې، چې له قره باغ سره یوازینۍ ځمکنۍ لار ده خبریالانو ته وویل: «په دې سیمه کې زیات شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي او باید وایستل شي.»

د امريکا د نړیوالې پراختيايي ادارې مشرې دا هم وويل، چې ولسمشر جوبايډن دغه سفر ته رالیږلي تر څو د قرباغ له چارواکو، نادولتي موسسو او ولسي وګړو سره خبرې وکړي.

دقره باغ ارمنیان چې د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه په رسمیت پیژندل شوي، تیره اونۍ د اذربایجان له خوا له ۲۴ ساعته پوځي عملیاتو وروسته اوربند ته اړ شول.

د راپورونو له مخې په قره باغ کې ۱۲۰ زره ارمنیان اوسیږي چې نه غواړي د اذربایجان د یوې برخې په توګه له توکمیز تصفیې او ځورونې ویرې سره ژوند وکړي.

د ارمنستان حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې تر زرو ډېر کسان له قره باغ څخه دغه هېواد ته داخل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې:له طالبانو سره خبرې د دې ډلې د پېژندلو په معنا نه دي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي استازې د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د پېژندلو په معنا نه دي.

رزا اوتونبایوا وویل؛ د دوی هدف دا دی چې طالبان داسې لوري ته بوځي چې له نړۍوالو قوانینو او افغاني کلتور سره سم عمل وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۴مه) په غونډه کې وویل، چې دا خبرې ښيي چې ملګري ملتونه د طالبانو په اړه د پالیسۍ د بدلولو لپاره څومره هڅې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وايي، افغانستان له نیمې پېړۍ راهیسې په جګړو او شخړو کې بوخت دی او باید ډاډ ترلاسه شي چې د خبرو دروازې پرې نه تړل کېږي.

هغې د افغانانو ترمنځ پر خبرو اترو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: "د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول مېرمنې باید وکولای شي چې په یوه سوله ییزه ټولنه کې ژوند وکړي."

اوتونبایوا د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د اسلامي هېوادونو د استازو د ناستې او خبرو اترو خبر ورکړ.

هغې هیله څرګنده کړه، چې له طالبانو سره به دا ناستې دوام وکړي او نړۍواله ټولنه به له دې ډلې سره تماس ونیسي.

اغلې اوتونبایوا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشره هم ده، زیاته کړه، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل باید د اسلامي هېوادونو په منځګړیتوب وشي.

اغلې اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې طالبان له کورني مشروعیت پرته نړۍوال مشروعیت نه شي لرلی.

هغې له بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه د یوناما وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.