ملا خیرخواه: له مدرسو ټول فارغان په دولت کې ځای پر ځای شوي دا پر موږ د الله فضل دی
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، چې د جګړې پر مهال یې له مدرسو ګڼ ملایان فارغول مګر دوی اندېښمن وو، چې دومره ډېرو خلکو ته به په کوم ځای کې دندې ورکوي، خو اوس ټول په دولت کې ځای پر ځای شوي دي.
هغه وايي: “ هماغه خلک البته له هغوی ډېر رافارغ شول او ټول په دولت کې کار کوي، خلک شکایت کوي چې زموږ د جوماتونو ملایان هم دولت ته تللي؛ دا د خدای فضل دی”.
د طالبانو یو لوړ رتبه چارواکی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې نړۍواله ټولنه د دوی حکومت د یوې ډلې حکومت ګڼي او د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه یترې کوي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بیا دا ادعا ردوې او د طالبانو حکومت ټول شموله بولي.
ملا خیرخواه نن یکشنبه (د تلې ۹مه) په کابل کې د ځوانانو په یوې غونډې کې له ځوانانو غوښتي، چې له افغانستان څخه دې نه وځي او هڅه دې وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي.
نوموړي د رسنیو پر خپرونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ډېرو کوچنیو پېښو ته په منفي بڼه انعکاس ورکوي.
ملا خیرخواه زیاته کړه: “ دا خبر غلطه ده، چې خلک وايي کار نشته او ځوانان لاړل ، هغوی چې تللي دوه ډوله خلک دي یو خو هغه چې په خارجي عقیده روزل شوي وو او هغوی ته ویل شوي وو، چې هر څه هلته دي او یا دا دي چې له خارج څخه ورته تنابونه راغځیږي”.
عبدالحق عمري
ځینې څیړونکي وايي چین له خپلو اویغور مسلمانو څخه تشویش لري او د دوی د څار او کنټرول لپاره له طالبانو او پاکستان سره نژدې اړیکې ساتي.
خو نور شنونکي وايي چین غواړي د یو قدرتمن هیواد په توګه له خپلو ګاونډيانو سره اړیکې ولري او د افغانستان پر زېرمو واک خپل کړي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې چې د چین حکومت په سینکیانګ ولایت کې پر ځايي مسلمانانو مذهبي محدیتونه او فشارونه زیات کړل، ډیری د عادي ژوند لپاره پاکستان او افغانستان ته کډه شول.
دچین اویغور مسلمانانو د پاکستان دیني مدرسو کې زدکړې پیل کړې او د معلوماتو له مخې یو شمیر یې وسلوالې ډلې په ځانګړي ډول شرقي ترکستان غورځنګ جوړ او په دغه ډله کې ځای پر ځای شول.
ځینې اویغوریانو په پاکستان او افغانستان کې له ځايي خلکو سره ودونه وکړل او وړو کاروبارونو سره یې خپل عادي ژوند کاوه.
د طالبانو په لومړی دوره کې د اویغور مسلمانانو وضعیت
یو شمیر څیړونکي هم وايي طالبانو ایغوریانو ته ځای ورکړی و او ور سره ژمنه یې کړې وه، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په صورت کې به په راتلونکې کې د دوی د اهدافو په ترلاسولو کې هره همکاري کوي.
که څه هم چین د طالبانو په اوله دوره کې له دې ډلې سره هیڅ سفارتي اړیکې نه درلودې خو د پاکستان په واسطه یې له دغې ډلې سره تماس ساته او خپلې اندېښنې یې ور سره شریکولې، په هغه وخت کې هم طالبانو چین ته ډاډ ورکړی و، چې د دوی تر کنټرول سیمو څخه دغه هیواد ته هیڅ ګواښ متوجې نه دی.
تېر جمهوریت کې د افغانستان او چین اړیکې
چین د اویغوریانو د مذهبي ازادۍ په محدودولو تورن دی.
د چین له تېر جمهوریت څخه لومړنۍ غوښتنه دا وه، چې په افغانستان کې اویغور مسلمانان وځپي. د دوی دوهمه غوښتنه دا وه، چې د یوې لارې یو کمربند نړيواله پروژه CPEC کې ور ګډ شي. دریمه غوښتنه دا وه چې په نړيوالو او سیمه ییزو جوړښتونو کې د چین ترڅنګ ودریږي او څلورمه غوښتنه یې دا وه چې چینايي شرکتونو ته د افغانستان د کانونو قراردونه ورکړي.
له چین څخه د افغانستان د تېر جمهوریت لومړنۍ غوښتنه دا وه، چې د پاکستان په واسطه پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې پروسې سره یوځای شي، دوهمه غوښتنه دا وه چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې نظامي مداخله بنده کړي.
د دې کسانو د خلاصون لپاره د هغه وخت د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی لیو جیان کابل ته راغی. د ملي امنیت مشاور حمد الله محب سره یې په لیدنه کې ورته وویل چې نیول شوي کسان باید جاسوسان نه وای اعلان شوي او ژر تر ژره دې دا کسان چین ته وسپاري.
معلومات دا دي، چې دغو چینایانو په افغانستان کې د اویغور مسلمانانو په اړه اطلاعات ټولول. له دې ښکاري چې چینایانو خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره په افغانستان کې پټ استخباراتي حضور درلود.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې له دوو کلونو راهسې داعش په افغانستان کې پر چینایانو ځانمرګي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه، چې ګڼ شمیر چینایي وګړي یې وژلي دي.
ایا اویغور مسلمانان د چین لپاره ګواښ دي؟
ډیری کارپوهان په دې باور دي، چې اویغور مسلمان په دې کچه کې نه دي، چې چین ورڅخه اندېښنه ولري. دوی وايي چین غواړي چې په سیمه او په ځانګړی توګه افغانستان کې د حضور او نفوس لپاره دا یوه پلمه وګرځوي .
د طالبانو په راتلو سره یو شمیر نړيوالو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د طالبانو او چینایانو ښو اړیکو اویغور مسلمان اندېښمن کړي دي، چې طالبان به دوی ونیسي او چین ته به یې وسپاري.
په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او طالبانو د وروستۍ درې اړخیزه ناستې اعلامیه کې یادونه وشوه، چې طالبانو ژمنه کړې چې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ به د چین مخالفې ډلې اویغور مسلمانانو پرضد ګامونه اخلي او هیڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي.
د چین ډیپلوماټیکو سرچینو وویل چې د اسلام اباد په درې اړخیزه ناسته کې طالبانو چین ته لیکلی سند ورکړی، چې په افغانستان کې موجود اویغوریان به چین ته سپاري.
څو اونۍ وړاندې داسې راپورونه نشر شول، چې پنځه اویغوریان چې په بدخشان کې یې عادي ژوند کاوه او په دوکاندارۍ بوخت ول، طالب وسلوالو نیولي او کابل ته یې انتقال کړي دي، خو تر اوسه د دې کسانو سرنوشت نه دی معلوم چې چین ته سپارل شوي او که طالبانو سره بندیان دي.
څو روایتونه دي، چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې اویغوریان په افغانستان کې مېشت دي، خو ځیني راپورنه وايي چې د طالبانو واک ته رسېدو سره یو شمیر اویغوریان له افغانستان څخه وتلي او اروپايي هیوادونو ته رسیدلي دي.
د غونډې پاییزه اعلامیه کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت جوړولو، نشه يي توکو او وسلوالو ډلو سره پر مبارزه او د ښځو او انساني حقونو پر پرځایښت ټینګار شوی دی.
خو په دې اعلامیه کې د افغان کشالې د حل لپاره د ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو د تماس ډلې په هکله څه نه دي ویل شوي.
په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
د نوموړي په خبره، په دې سمپوزیم کې د جرمنيبهرنیو چارو وزارت د استازي ترڅنګ د (سي پي جې)، (آر ایس ایف) او (ایم آی سي ټي) په ګډون څه باندې پنځلسو نړیوالو سازمانونو برخه اخیستې وه .
د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي، «دا یو ښه چانس و چې د معتبرو نړیوالو سازمانونو په شتون کې په افغانستان، پاکستان، ایران او ترکیه هیوادونو کې د بند پاتې او له ستونزو سره د مخ خبریالانو په اړه غږ پورته کړو.»
دا سمپوزیم په داسې حال کې جوړیږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ټولو ډیر بندیزونه د بیان پر آزادۍ او رسنیو لګېدلي، سلګونه خبریالان اوزګار شوي، لسګونه رسنۍ بندې شوې او سلګونه نور خبریالان بیا له هیواد څخه وتلي او روان دي.
اخوا، ډیر شمیر خبریالان اوسمهال په هیواد دننه او ځینو ګاونډیو هیوادونو کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي او د رسنیو د ملاتړو پر ادارو نیوکه کوي چې ددوی ستونزو ته پاملرنه او رسېدنه نه کوي.