‏امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ يو پلاوی د چين په رسمي بلنه د شي‌ژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم په درېیمې ناسته کې د ګډون لپاره د چين په لور روان شو.