ایراني چارواکی: د تهران لوېدیځ کې د ۲.۵ میلیونه "بهرنیو وګړو" اوسېدل یوه "لویه ننګونه" ده

د تهران د والي سیاسی او ټولنیز مرستیال د تهران په لویدیځ کې د دوه نیم میلیونه کډوالو شتون د دغه ولایت لپاره یوه ستره ننګونه وبلله. په ایران کې تر ټولو زیات کډوال افغانان دي او دوی په وار،وار د دغه هېواد د حکومت له ناوړه چلند څخه شکایت کړی دی.