نیکولسن: د افغانانو خپلسرې نیونې د طالبانو د کورني مشروعیت د رامنځته کولو باور کمزوری کوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى، د هغو افغانانو خپلسري نيول چې د خپلو او نورو له حقونو دفاع کوي، ناقانونه بولي. توماس نیکولسن وویل، چې «دا نیونې د کورني مشروعیت او رغنده خبرو اترو لپاره اړین باور ته زیان رسوي.»