هند کې د ډنډ د ماتېدو له امله ۱۴ کسان مړه او سل ورک شول

د هند په ختیځ کې د پنجشنبې په ورځ د سخت ورښت له امله د یوه ډنډ په ماتېدو سره ۱۴ کسان مړه او تر ۱۰۲ نور ورک شول. دا له پنځوسو کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي.

د هند په ختیځ کې د پنجشنبې په ورځ د سخت ورښت له امله د یوه ډنډ په ماتېدو سره ۱۴ کسان مړه او تر ۱۰۲ نور ورک شول. دا له پنځوسو کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي.
د هند په سیکیم ایالت کې لوناک ډنډ له څنډو پروناوبه روانې او د لوی سیلاب لامل شوې.
د چارواکو په وینا د دې پېښې له امله تر ۲۲ زره کسانو ژوند اغیزمن شوی دی.
دا د سوېلي اسیا غرونو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو مرګونې پېښه ده.
د سیکیم هواپوهنې اداره وايي، د اکتوبر لومړیو پنځو ورځو کې په دغه سیمه کې ۱۰۱ ملي متره باران شوی دی، چې تر عادي باران دوه برابرو زیات دی.
دا باران له ۱۹۶۸ وروسته د سختو سېلابونو سبب شوی. په هغه کال د سېلاب له امله تر زرو کسان مړه شوي وو.
دا اداره راتلونکو دریو ورځو کې هم په دغه ایالت او ورڅېرمه سیمو کې د درانه باران اټکل کوي.


ایراني رسنیو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په حواله ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا موجودیت دغه هېواد او وګړو ته یې له ویجاړۍ او وراني پرته د ښه ژوند او امنیت په برخه کې هېڅ ګټه نه ده رسولې.
ایرنا خبري اژانس په یوه راپور کې لیکي، چې ابراهیم رییسي د اسلامي وحدت په اوم نړۍوال کنفرانس کې نن چهار شنبه ( د تلې ۱۲مه) ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل په اوسني عصر کې یو ښه فرصت دی.
هغه زیاته کړې، چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۳۵زره معلول کوچنیان ژوند کوي، چې دا د هغو کسانو د موجودیت پایله ده، کومو چې د بشري حقونو دعوې کولې.
ابراهیم رییسي وویل : “شل کاله امریکا په افغانستان کې وه، کورونه یې وران کړل، ښځې او نارینه یې ووژل، دوی له ویجاړۍ پرته ګټه نه ده رسولې”.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي او په افغانستان کې دې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونو ته درناوی وکړي.
رییسي په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي؛ زیاته کړې یې ده، چې قومي، مذهبي او ژبني تعصبات د شخړو او جګړو پرته بله پایله نه لري.
همداراز نوموړي د اسلامي مذهبونو د نږدې والي نړۍواله شورا په استازیتوب د افغانستان په روانې کشالې کې د هر اړخیزې همکارۍ اعلان هم وکړ.
تر دا مهاله امریکايي چارواکو د ایران د ولسمشر د دغه ډول څرکندونو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د ایران د ولسمشر له خوا د اسلامي مذهبونو د نږدې والي نړۍوالې شورا د همکارۍ په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
د یادونې وړ ده ، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران ولسمشر په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې اعلان وکړ.

هندي رسنۍ خبر ورکوي، چې د هند په شمال ختیځ ایالت سیکیم کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د هندي پوځ ۲۳ سرتېري ورک شوي دي.
اج تک تلویزون نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) یوه ویډیو خبره کړې، چې پکې په یوې ځنګلي سیمې کې د اوبو سیلاب راوتلی او ګڼ سړکونه، کوچنۍ ودانۍ او د برېښنا شبکه یې ویجاړه کړې ده.
دغه تلویزون د هند پوځ په حواله ویلي، چې د شمالي سیکیم د لوناک په جهیل کې د شدید باران او سیلاب له امله د دوی لږ تر لږه ۲۳ پوځیان ورک شوي او لسګونه موټرونه یې تر خټو لاندې شوي دي.
په ورته وخت کې د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د چنګتانګ په بند کې د اوبو سطحه له عادي حالته نېږدې ۴،۶ متره لوړه شوې ده.
دوی ویلي، چې د بېړنیو خدماتو اداره سیمې ته رسېدلې او له سیلاب ځپلو سره یې مرستې پیل کړې دي.
په یاده سیمه کې یو شمېر ملکي وګړي هم اوسیږي، خو تر دا دمه د ملکي وګړو او مالي زیانونو په اړه هندي چارواکو څه نه دي ویلي.
اج تک د پوځ په حواله وايي، چې دوی په سیمه کې د خپلو ملګرو د لټون عملیات پیل کړي او د ژغورنې ډلې له بندو پوځیانو سره .
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د هند په یو شمېر غرنیو سیمو کې بې ساري سیلابونه راوتلي وو، چې له امله یې د هند خلکو او حکومت ته د ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل یو تازه بیان کې وايي، چې د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپلې ویب پاڼې خبر ورکړی، چې له دوی سره شوې مرستې به په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره ته ورکړي.
دوی زیاتوي، چې د خوړو دغه حیاتي مرستې به تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او دوی په پلان کې لري، چې دغه مرستې به تر یو کاله پورې دوام ولري.
دغه سازمان زیاتوي، چې یادې مرستې به تر ډېره له بې سرپرسته مېرمنو، کونډو او هغو میرمنو سره وشي، چې د کورنیو سرپرستي ور پر غاړې وي.
سږ کال دا د اسیا پراختیايي بانک تر ټولو ستره مرسته ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې له دغه سازمان سره کوي.
تېره اونۍ د خوړو نړۍوال سازمان ویلي وو، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تاوان پرې کوي.
دغه سازمان ویلي وو، چې له یو میلیون څخه ډېرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.
د خوړو نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې د مخینوي لپاره یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې په عملیاتو کې لس وسلوال ووژل. پاکستاني طالبانو هم منلې چې دې برید کې یې شپږ وسلوال وژل شوي او په مقابل کې یې د پنځو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې ده.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات یې پرون د ټانک ضلعې په پیزو سیمه کې کړي دي.
د پوځ په خبره، د عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ ډزې هم شوې دي.
پوځ دا هم وايي، چې دغو وژل شویو وسلوالو د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد په ډېرو بریدونو کې لاس درلود.
پوځ دا هم وايي چې په دې عملیاتو کې یې ډېره اندازه وسله، مهمات او باروت کشف کړي دي.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراسانی د دې عملیاتو په تایید سره وايي، په دې نښته کې د دې ډلې شپږ وسلوال او په مقابل کې پنځه پاکستاني پوځیا ووژل شول.
نوموړی په اعلامیه کې زیاتوي، پوځ اول ډرون برید وکړ او وروسته یې په عملیاتو کې درې چورلکو هم برخه درلوده.
د پاکستان ځايي چارواکو هم ویلي چې دوه چورلکې یې په دې عملیاتو کې ښکېلې وې.

نړیوال بانک پاکستان د پورونو تر بار لاندې د غریبو هېوادونو نوملړ ته ور زیات کړ. دا بانک وايي، تر ۲۰۲۷ کال پورې به د پاکستان پور د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید تر ۸۹.۳ سلنې پورې پورته شي.
د نړیوال بانک چارواکي وایي، د پاکستان د پارلمان او کابینې غړي، د خزانې وزیر د کابینې کمېټه او د نورو کمېټو غړي د مالیې یا ټېکس لپاره په پالیسۍ جوړولو کې خپل اغېز او لاسوهنې سره په دې برخه کې د اصلاحاتو مخه نیسي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، نړیوال بانک په پاکستان کې د اقتصادي حالت د سمون لپاره سپارښتنه کړې چېد سبسیډي د کمولو لپاره د مالیې په برخه کې ټولیز اقدامات وشي او د کلني مالي کسر یا خسارې د کمولو لپاره مصارف کم شي.
نړیوال بانک وايي، پاکستان د ډېرو نغدو پیسو له رېسک، د اسعارو د کمو زېرمو، بې ټیکاوه سیاسي چاپېریال او خارجي حسابونو د نوسان په ګډون له مختلفو خطرو سره مخ دی.