• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ د مرستې غوښتنه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۶ GMT+۱

طالبانو له پاکستان څخه د راتلونکې نومبر میاشتې تر لومړۍ ورځ پورې د غیر قانوني افغانانو د ویستلو په تړاو له د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره په کور دننه پرتې ستونزې شریکې کړې او له هغوی یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اټکل له مخې؛ ښايي ۱.۷ میلیونه هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې غیرقانوني مېشت دي په جبري ډول له پاکستان څخه وویستل شي.

پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې په ناسته کې پرېکړه کړې، چې ټول هغه بهرني وګړي چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه اوسیږي، د روانې میاشتې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې سې شنبې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه (د تلې ۱۳مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د یاد وزارت مسلکي معین عبدالرحمان راشد په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشر لېونارډ زولو سره لیدلي او له نوموړي سره یې د کډوالو د بېرته راستنېدو او په پرتو ستونزو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان په نېږدې درېیو اونیو کې ۲۳ زره افغانان په جبري ډول له پاکستان څخه راویستل شوي دي.

په اعلامیه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال په حواله ویل شوي، چې پاکستان د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف افغان کډوال راوباسي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی شړل شویو کډوالو ته هرکلي وايي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستې ته اړتیا لري.

اعلامیه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو په برخه کې باید نړۍوال قوانین مراعت کړي او دوی په یاده مساله کې د پاکستان له حکومت سره خبرې اترې پیل کړې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې ده، چې ښايي د پاکستان له حکومت سره د دوی روانې خبرې مثبته نتیجه ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دغه چارواکي زیاته کړې، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت او دغه کمېشنري باید د بېرته راستنېدونکو لپاره د مرستې رسولو لازم ترتیبات ونیسي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې، لیونارډ زولو د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو لپاره د یو ګډ پلان د ترتیبولو غوښتنه هم کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان د بیا چهارشنبې په ورځ د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغان کډوالو "تاریخي ملاتړ" ته دوام ورکړي او له پاکستانه د هغوی د شړلو ګواښ عملي نه‌کړي.

دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې به دغه کډوال د طالبانو له ځورونې سره مخامخ شي.

د سویلي اسیا په چارو کې د بښنې نړۍوال سازمان یوې مشرې نادیه رحمان ویلي؛ دغه سازمان د پاکستان له حکومته غواړي افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، چې د وېستلو له وېرې پرته په برم او عزت سره په پاکستان کې ژوند وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مالیې وزارت پر ټولو مامورینو د تعهدنامې لاسلیکول جبري کړي دي

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۶ GMT+۱
د طالبانو مالیې وزارت پر ټولو مامورینو د تعهدنامې لاسلیکول جبري کړي دي
100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته داسې اسناد رسېدلي دي، چې د طالبانو مالیې وزارت له ټولو مامورینو غوښتي چې د کار د دوام لپاره یو ژمنلیک یا تعهدنامه لاسلیک کړي. طالبانو خبرداری ورکړی چې د مالیې وزارت د چتر لاندې څوک کار کوي او دا ژمنلیک نه لاسلیکوي، د تل لپاره به له دندې ګوښه کیږي.

د دغې تعهدنامې له مخې د مالیې وزارت هر کارکوونکی ژمنه کوي چې «خپل صورت او سیرت پر سنتو برابروي، د لمانځه لپاره جومات ته ځي، د دعوت او ارشاد ریاست اړوند درسونو ته حاضریږي.»

په دې تعهدنامه کې داسې نورې ژمنې هم یادې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو مالیې وزارت څخه یو مکتوب هم رسېدلی چې تېره اونۍـ میزان په ۷ مه - د دې وزارت د بشري منابعو ریس مولوي احمد شاه شاکر صادر کړی دی.

په دې مکتوب کې راغلي چې د مالیې وزارت په مرکز او ولایتونو کې ټول کارکوونکي باید د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت اړوند د دعوت او ارشاد ریاست یوه تعهدنامه لاسلیک کړي.

100%

د طالبانو د مالیې وزارت اړوند پر مرکز سربېره د ولایتونو په شمول ټولو ادارو کې پر مامورینو د دې تعهدنامې لاسلیکول جبري شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې له منکر وزارت د دې ډلې تر کنټرول لاندې ټولو ادارو کې خپل یو مستقل ریاست جوړ کړی دی، چې په ورته تعهدنامو کې راغلې مادې تعقیب او عملي کوي.

طالبان واک ته له رسېدو راپدېخوا ورځ تر بلې پر خلکو محدیدیتونه زیاتوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو په هکله یې پالیسي نه ده بدله شوې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۲ GMT+۱
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو په هکله یې پالیسي نه ده بدله شوې
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د افغان کډوالو په هکله په دغه هېواد کې پالیسي نه ده بدله شوې. ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، اسلام اباد د قانوني کډوالو نه، بلکې د بې قانونه کډوالو خلاف ګامونه پورته کوي.

د هغې په خبره، پاکستان د کوم ځانګړي شهریت یا وګړتوب خلاف نه دی، بلکې د افغانانو په ګډون په دغه هېواد کې د ټولو بې قانونه استوګنو پرضد عملیات کوي.

پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد ناامنۍ کې ښکېل ګڼي او تازه د پښتونخوا امنیتي چارواکو ویلي چې د دغې صوبې په ۷۵ سلنه بریدونو کې افغانان لاس لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مختلفو ښارونو په تېره کراچۍ او اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي.

په دوی کې داسې کسان هم شته چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، درې افغانان تر نیول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر تر پایه د وتلو وخت ور کړی دی.

د طالبانو د ملي دفاع وزیر د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان دا پرېکړه غندي او ناعادلانه یې بولي.

ملا یعقوب مجاهد ویلي، چې دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي.

نوموړي نن په یوه غونډه کې د پاکستان له خلکو او علماوو وغوښتل، چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې هم د اسلام اباد د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې کډوال باید پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

‏محمد یعقوب مجاهد: د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړه عادلانه نه‌ده

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۷ GMT+۱
‏محمد یعقوب مجاهد: د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړه عادلانه نه‌ده
100%

د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان حکومت د پرېکړې د غبرګونونو په دوام د طالبانو د ملي دفاع وزیر د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړه وغندله او هغه یې ناعادلانه وبلله. ‏ښاغلي مجاهد ویلي، چې دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي.

د طالبانو د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد نن پنجشنبه د (تلې ۱۳مه) د پولیسو د څوارلسمې لېسانس دورې د زده‌کړیالانو فراغت‌ غونډه کې د خپلې وینا پرمهال د پاکستان له خلکو او علماوو وغوښتل، چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.

‏همدارنګه ښاغلي مجاهد پر نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو غږ کړی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد له لوري د «روان ظلم او بربریت» مخه ونيسي.

هغه له افغان سوداګرو وغوښتل، چې خپله پانګه افغانستان ته ولېږدوي.


‏⁧‫تر ده وړاندې تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه پرېکړه د نه منلو وړ بللې وه.


د هغه ترڅنګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي و:« د پاکستان دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د پیلېدو په مانا ده.»


بل خوا د بښنې نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشترۍ هم د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې ژر تر ژره دې دغه پرېکړه لغوه کړي.


په ورته مهال نن پاکستانۍ رسنۍ عرب نیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د پولیسو چارواکي ویلي چې روان کال د پاکستان په ۷۵سلنه بریدونو کې افغانان ښکېل دي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل ردې کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: د افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه دې ژر تر ژره لغوه شي

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۶ GMT+۱
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: د افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه دې ژر تر ژره لغوه شي
100%

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي؛ له دغه هېواده د افغان کډوالو د ویستلو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړه د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف ده او باید ژر تر ژره لغوه شي. دغه کمېسیون ویلي: «دا د منلو وړ نه ده، چې د ځینو اشخاصو د تېروتنو پړه پر دوی واچول شي».

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې چې پر اېکس ټولنیزې شبکې یې خپره کړې وویل:"د حکومت پرېکړه چې په ۳۰ ورځو کې دننه له یو میلیون څخه ډېر غیرقانوني مهاجرینو شړل، په دې دلیل چې دوی له ترهګرو او جنایي ډلو سره اړیکې لري. دا نه یوازې د رحم نشتوالی ښیي، بلکې د ملي امنیت په اړه لنډ لید او محدود نظر څرګندوي".

یاد کمېسیون زیاته کړې، چې د دغو کسانو ډېری هغه بې وزله او بې وطنه کډوال دي، چې له نسلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي.

په بیانیه کې ویل شوي: «دا د منلو وړ نه ده، چې دوی د ځینو اشخاصو د غلطیو لپاره مسوول وګڼو. دوی اخلاقي حق لري چې دې هېواد کې پناه واخلي او له دوی سره دې له وقار او خواخوږۍ سره چلند وشي.»

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وايي؛ هڅه کوي د پاکستان حکومت دې ته اړ کړي، چې دغه پرېکړه لغوه کړي او د ۱۹۵۱ میلادي کال د کډوالو کنوانسیون لاسلیک کړي.

د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو په یوه غونډه کې چې د جمعې په ورځ د تلې میاشتې پر اومه نېټه له دوو ځانمرګو بریدونو وروسته جوړه شوې وه، تر یو میلیون زیاتو افغان کډوالو ته له هېواده د وتلو لپاره یوه میاشت مهلت ورکړ.

په بلوچستان کې د حضرت محمد ص د زوکړې پر مراسمو په برید کې ۵۵ کسان وژل شوي او په خیبر پښتونخوا کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې یو تن ځانمرګی بریدګر افغان وګړی و.

سرفراز بوګتي د سې شنبې په ورځ (د تلې په۱۱ مه) په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳میلادي کال له جنورۍ راهیسې په دغه هېواد کې د ۲۴ځانمرګو بریدګرو له ډلې ۱۴ یې افغانان دي.

د طالبانو غبرګون

طالب چارواکو هم د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې په وړاندې چټک غبرګون ښودلی دی. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد دا پرېکړه "د نه منلو وړ" بللې او ويلي يې دي، چې افغانان نه بايد پر پاکستان د امنيتي ستونزو پړه وبلل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي هم خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو د ویستلو په اړه د پاکستان پرېکړه له دغې ډلې سره د جګړې د پیل په معنا ده.

هغه ویلي دي، چې افغانانو په پاکستان کې د خپل ۴۵ کلنې استوګنې پر مهال کومه امنیتي ستونزه نه ده پېدا کړې، اوس څنګه «ترهګر» او د دغه هېواد امنیت ته ګواښ جوړ شول؟

په پاکستان کې د اټکل له مخې؛ ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي. د پاکستان موقت حکومت دغو مهاجرو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی، چې له دې هېواده ووځي؛ که نه نو دوی به په زوره بېرته واستول شي.

احمد مسعود: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د خلکو لپاره په زندان بدل شوی

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۱ GMT+۱
احمد مسعود: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د خلکو لپاره په زندان بدل شوی
100%

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د اروپا د پارلمان له غړو سره په کتنه کې وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «ترهګرۍ په مرکز او د اوسېدونکو لپاره یې په زندان” بدل شوی دی.

ښاغلي مسعود وویل: «پر طالبانو سخت سیاسي فشار هغه څه دي، چې موږ ورته اړتیا لرو؛ خو نه عملي کیږي.»

ظاهراً دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د اروپا د پارلمان د محافظه کارانو او اصلاح غوښتونکو له پارلماني ډلې سره ترسره شوې.

دغې ډلې پر اېکس ټولنیزې شبکې د دغې غونډې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د اروپا په پارلمان کې د ښاغلي مسعود د حضور هرکلی کوي او تر څنګ یې ولاړ دي.

د مقاومت جبهې مشر په دې وروستیو کې د خپل کتاب (زمونږ ازادي) خپراوي لپاره فرانسې ته سفر کړی و.

تر دې مخکې ښاغلي مسعود ویلي وو، چې د مقاومت جبهې خپل جنګي تاکتیکونه بدل کړي او پلان لري، چې خپل چریکي بریدونه زیات کړي؛ څو طالبان د خبرو اترو میز ته کیني.

ښاغلي مسعود ویلي وو، چې د مقاومت جبهه له کومې سرچینې پوځي مرستې نه ترلاسه کوي او په افغانستان کې د وسلو په شته زېرمو تکیه کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ په څه باندې دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، په دغه هېواد کې د القاعدې او داعش په څېر ترهګرې ډلې زیاتې شوې دي او همداراز پر ښځو د کار او زده کړې د سختو بندیزونو د لګولو تر څنګ ډېری افغان نارینه په ویره کې ژوند کوي.