• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له خنډونو سره ۵۵ افغان نجونې د زدکړو لپاره دوبۍ ته ورسېدې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۵ GMT+۱

عرب میلیاردر او د الحبتور ګروپ مشر وايي، د هغو سلو نجونو له ډلې تازه ۵۵ دوبۍ ته رسېدلې چې ده یې د زدکړو د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده. تېر اګسټ کې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د دې نجونو د تګ مخه ونیوه، خو ویل کېږي چې اوس دا نجونې د پاکستان له لارې دوبۍ ته تللې دي.

خلف احمد الحبتور د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې د یوې ویډیو خپرولو سره دوبۍ ته د دغو نجونو پر رسېدو خوشالي ښودلې ده.

ښاغلي الحبتور ویلي چې په دوبۍ پوهنتون کې د دې نجونو ټول مصارف پرې کوي.

تېر کال چې طالبانو د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه، دغه عرب میلیاردر وویل چې تر سلو افغان نجونو ته دوبۍ کې د لوړو زدکړو زمینه برابروي.

ټاکلې وه د تېر اګسټ په درویشتمه دا نجونې دوبۍ ته لاړې شي، خو طالبانو یې د محرم نه لرلو په پلمه په کابل هوايي ډګر کې د سفر مخه ونیوله.

ښاغلي الحبتور د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار وباله او له ښکېلو لورو یې وغوښتل چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

الحبتور چې د سلو افغان نجونو د مالي ملاتړ ژمنه یې کړې وه، اوس وايي چې لا ډېرو افغان نجونو ته د زدکړو زمینه برابروي.

ویل کېږي دا ۵۵ نجونې د پاکستان له لارې دوبۍ ته تللې دي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي چې پاکستان د هرې جنۍ پر سر تر لس زرو ډالر ترلاسه کړي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

•
•
•

نور کیسې

عباس ستانکزی: موږ په خپل “جهاد” افغانستان ازاد کړی او له پاکستانه مو دفاع کړې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱
عباس ستانکزی: موږ په خپل “جهاد” افغانستان ازاد کړی او له پاکستانه مو دفاع کړې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزی وايي، چې په پاکستان کې مېشتو کډوالو د افغانستان د جهاد او له پاکستانه د دفاع له پاره د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړي په یوې غونډې کې ویلي، چې دا مهال له پنځو میلیونو زیات کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او په اسلام اباد کې له کډوالو سره کېدونکی چلند ورته د زغم وړ نه دی.

هغه زیاته کړه: “که زموږ مجاهدین نه وی، نو نن به پخوانی شوروي اتحاد په کراچۍ او ګوادر کې ولاړ و، موږ د خپل جهاد په واسطه نه تنها افغانستان ازاد کړی، موږ پاکستان ازاد کړی او موږ د منځنۍ اسیا پنځلس ملکونه ازاد کړي”.

نوموړی وايي؛ دوی ژمن دي چې په ګاونډ کې یې هر ډول امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې وي، دوی به یې د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

ستانکزي زیاته کړه، چې د امنیت په برخه کې دوی کافي تجربه لري او که پاکستان اړتیا ولري؛ نو دوی مرستې کولو لپاره اماده دي.

هغه پاکستان ته په اشارې سره وویل: “ که تاسو په اقتصاد کې مشکل لرئ، که په سیاست کې مشکل لرئ موږ حاضر یو چې مشورې در کړو”.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې پر دوی دې بې ځایه تورونه نه لګوي او د بندرونو د بندولو هڅې دې نه کوي.

د ستانکزي په خبره، چې دوی نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې خرابې کړي، له ګاونډیانو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه هم غواړي، چې ورته عمل وکړي او ټولې تجارتي لارې خلاصې کړي.

هغه وویل: “ که تجارتي لارې نه خلاصوي نو موږ بیا نورې بدیلې لارې هم لرو، خو دا به بیا د دوی په تاوان هم وي”.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې د تېرې سې شنبې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي .

دغه کمېټې خبرداری ورکړ، چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني بهرنیو وګړو ټول کاروبارونه او جایدادونه د حکومت لخوا ضبطیږي.

دغې پرېکړې د طالبانو غبرګونونه راپارولي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د سند د کورنیو چارو او زندانونو وزیر: موږ د افغانانو له کوربه توب ستړي شوي یو

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۲ GMT+۱
د سند د کورنیو چارو او زندانونو وزیر: موږ د افغانانو له کوربه توب ستړي شوي یو
100%

د پاکستان له خوا د کډوالو د شړلو له پرېکړې وروسته د دغه هېواد چارواکو په کراچۍ او اسلام اباد ښارونو کې د شاوخوا درې زره افغانانو د نیولو اعلان وکړ.

د پاکستان د سند صوبې د کورنیو چارو او زندانونو وزیر وايي، له څلوېښتو کلونو د افغان کډوالو له کوربه توب وروسته اوس «موږ له مېلمه پالنې ستړي شوي یو».

د اکسپرس ټربیون د راپور له مخې؛ د سند د کورنیو چارو او زندانونو سرپرست وزیر حارث نواز د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د کراچۍ په مرکزي زندان کې په یوه غونډه کې وویل: "کډوال په ټوله نړۍ کې په کمپونو کې ځای پر ځای کېږي، خو په پاکستان کې افغان کډوال د عام خلکو په منځ کې ژوند کوي".

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د مهاجرو د اخراج له پرېکړې وروسته په کراچۍ کې پولیسو شاوخوا ۱۶۰۰ افغانان نیولي دي.

ښاغلي نواز زیاته کړه، چې امریکايي پوځیانو له افغانستانه د وتلو پر مهال په زیاته اندازه وسلې هلته پرېښودې او اوس دغو وسلو ته ترهګریز سازمانونه لاس رسی لري.

هغه دې ته په اشارې چې ځینې کډوال ترهګریز فعالیتونو ته لمن وهي وویل: «موږ د اصلي عاملانو د پېژندنې له چانس څخه ګټه نه پورته کوو او پر ځای یې ټول ناقانونه کډوال خپلو کورونو ته لیږو.د ملي امنیت لپاره به هېڅ ډول جوړجاړی ترسره نه شي».

په ورته وخت کې د اسلام اباد پولیسو په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په اسلام اباد کې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو په عملیاتو کې یې ۱۱۲۶ کسان نیولي دي.

د دې ادارې په وینا، د دغو کسانو له جملې څخه ٥٠٣ تنه چې قانوني اسناد يې نه درلودل محکمې ته پیژندل شوي او ٦٢٣ نور بنديان د قانوني اسنادو له برابرولو وروسته خوشې شوي دي.

د اسلام اباد پولیسو له پاکستاني اتباعو غوښتي، چې که له ناقانونه کډوالو سره مخامخ شي پولیسو ته دې راپور ورکړي.

دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی، چې غیر قانوني مهاجرینو ته پناه او کار کول جرم ګڼل کیږي.

پاکستان هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له پاکستانه د وتلو فرصت ورکړی دی.

اروپايي پارلمان: م.م دې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو مېکانیزم جوړ کړي

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۱ GMT+۱
اروپايي پارلمان: م.م دې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو مېکانیزم جوړ کړي
100%

اروپايي پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سړغړونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو او په اړه یې د حساب ورکونې په موخه میکانیز جوړ کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور ویلي وو، چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو شدیدو بندیزونو سربېره د پخواني حکومت د غړو شکنجه کول، زنداني کول او حتا د وژلو ګڼې پېښې یې ثبت کړي، چې د بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼل کیږي.

اروپايي پارلمان په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.

دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو ټولې سرغړونې په کلکه غندي او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت امنیتي سرتېري او غړي ځورول، پر مېرمنو او نجونو ټکان ورکوونکي بندیزونه او ځورونې ، د جنسیت پالنې تبعیضي پالیسي او د بشري او مدني حقونو فعالین په نښه کول د اندېښنې وړ مسایل دي.

د اروپا پارلمان د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د عمومي بښنې ژمنه دې په بشپړه توګه عملي کړي.

اروپايي پارلمان له طالبانو څخه غوښتي، چې د نړۍوالو مکلفیتونو په پام کې نیولو سره د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بندیزونه لغوه کړي.

د دغه پارلمان یو غړی شان کیلي وايي، چې دوی د افغانانو د نه خوندیتوب لپاره خواشیني دي او طالبان د دوی پر وړاندې له هر ډول سختو سزاګانو کار اخلي.

نوموړي زیاته کړه:“پرته له شکه طالبانو له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې کړي، پر خبریالانو، پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او مدني فعالانو یې زیاتی او ظلمونه کړي او وهلي ټکولي یې دي."

د اروپايي پارلمان دغه غړی د ملګرو ملتونو له خوا د ۸۰۰ ثبت شويو قضیو یادونه هم کوي او وايي، چې په دغو قضیو کې د صحرايي محاکمو، وژنو، بندي کولو او ځورولو پېښې موجودې دي.

طالبانو تر دې مهاله د اروپايي پارلمان د دغه پرېکړه لیک په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د هغوی اسلامي حقوق ورکړل شوي او د ښځو او نجونو د زده کړو مساله د دوی داخلي مساله ده.

اروپايي پارلمان د اروپايي ټولنې یو له مهمو سازمانونو څخه دی، چې دا مهال ۲۷ غړي هېوادونه لري او د نړۍ په ټولو مهمو مسالو کې دریځ نیسي.

په ایران کې د افغان مهاجرینو د ځورونې او ناوړه چلند د زړه بوږنوونکو ویډیوګانو خپرېدل

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۶ GMT+۱
په ایران کې د افغان مهاجرینو د ځورونې او ناوړه چلند د زړه بوږنوونکو ویډیوګانو خپرېدل
100%

افغانستان انټرنشنل داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې او ناوړه چلند زړه بوږنوونکې صحنې پکې ښودل کیږي.

د دغو ویډیوګانو څخه په یوې کې د رالیږونکي په وینا؛ دوه تنکي ځوان کډوال چې ۱۶ او ۱۷ کلن دي، د تهران یوه طبي مرکز ته وړل شوي، چې په چاقو د وهلو له امله ژور ټپونه لري.

په ویډیو کې دوه تنکي ځوانان بې کمیسه په بستر پراته دي او له ټپونو یې وینې روانې دي.

د همدې روغتيايي مرکز په دهلېز کې يو بل ځوان هم ليدل کېږي، چې د چپې سترګې لاندې یې له وینو ډک زخمونه لیدل کیږي او وايي، چې په چاقو پرې بريد شوی دی.

هغه کس چې ویډیو یې ثبت کړې، په داسې حال کې چې د ځوان په شا کې ژوره ټپ ښيي وايي: «وګورئ، دا د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت دی؛ دا حکومت او خلک یې له افغانانو سره څه ډول چلند کوي؟»

په ویډیو کې د ښځینه نرسې غږ اوریدل کیږي، چې زخم د پانسمان په حال کې دی او وایي: «ښه ورځ دې ونه ګوري هرچا چې داسې وهلي یاست؛ اخر موږ خو نه غواړو چې دا بدبختان داسې شي.»

https://x.com/afintlpa/status/1709913205579956485?s=20

یوه بله زړه بوږنوونکې ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي یو ځوان مهاجر ښیې، چې د ټپي لاس او ویره لرونکي څهرې سره پر ځمکه پروت دی؛ په داسې حال کې چې څو سړیو پرې حمله کړې ده.

یو ځوان چې پلنګي پوځي جامې او ورزشي بوټونه یې په پښو دي، د قمه (د توري په شان وسله) یې په لاس کې ده او پر کډوال سړي چیغي وهي او هغه مجبوروي چې ووایي افغان دی او بیا سنندج ته نه راځي.

بریدګران پخپله د دې صحنې ویډیو اخلي او د کمرې په مخ کې مهاجر سړی ځوروي او ناوړه چلند ورسره کوي.

د برید کوونکي له تلفظ او د سنندج ښار له نوم څخه چې په ویډیو کې تکرار شوی، څرګنده ده چې ویډیو د ایران په لویدیځ کې د کردستان په ولایت کې اخیستل شوې ده.

دا ولایت یو له هغو سیمو څخه نه دی، چې افغان کډوال یې معمولاً د کار او استوګنې لپاره غوره کوي او څرګنده ده چې دغه ټپي او ځورول شوی سړی یو له هغو کډوالو څخه دی، چې د ځمکني ټرانزیت په نیت دغه ولایت ته داخل شوي او اروپا یا ترکیې ته د تګ لپاره تللی دی.

په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د خلکو د ناوړه چلند راپورونه زیات شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې داسې کمپاینونه هم شتون لري چې ایراني کاروونکي د افغان مهاجرینو د ویستلو غوښتونکي دي. البته، د ایراني کاروونکو یوه بله ډله د مهاجرینو په وړاندې د "توکمپالنې" چلند ردوي او له خپلو هېوادوالو څخه غواړي، چې د هغو کډوالو سره مهربانه واوسي چې د طالبانو څخه تښتیدلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په میلیونونه افغانانو له هېواده کډې وکړه، چې ډېرو یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې له پناه اخیستلو پرته بله لار ونه موندله.

پاکستان او ایران هغه هېوادونه چې حکومتونه یې په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو له بریدونو څخه په پراخه کچه ملاتړ کوي او د ځینو راپورونو له مخې دغې ډلې ته یې خپلې پولې خلاصې کړې وې.

اوس په افغانستان کې د لویدیځ په ملاتړ د حکومت په نسکورېدو، د مهاجرینو له یوې ډلې سره مخ دي، چې خپل کار، ژوند او هوساینه یې له لاسه ورکړې او د کډوالۍ لار یې خپله کړې ده.

په ایران کې د افغان مهاجرینو د شمېر په اړه تر اوسه کره راپور نه شته؛ خو د ایران د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي، چې په ایران کې د افغان مهاجرینو ټولټال شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي.

د جمهوریت له نسکورېدو مخکې ایران ویلي وو، چې د درې میلیونو افغان کډوالو کوربه توب کوي، چې نیمايي یې بې اسناده کډوال وو.

په دې حساب سره د همدې حکومت د معلوماتو له مخې؛ په ایران کې د مېشتو افغانانو په شمېر کې ۲ میلیونه کډوال اضافه شوي دي.

چین له طالبانو د ختیځ ترکستان غورځنګ د وسلوالو د له منځه وړلو هیله وکړه

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۲ GMT+۱
چین له طالبانو د ختیځ ترکستان غورځنګ د وسلوالو د له منځه وړلو هیله وکړه
100%

د چین بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې هیله وکړه چې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اغیزناک ګامونه پورته کړي او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وسلوال ټول له منځه یوسي. وانګ يي له امیرخان متقي سره نن د ټرانس همالیه فورم د دریمې ناستې په څنډه کې لیدلي دي.

د چین د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، وانګ يي په دې ناسته کې وویل، چې بېجنیګ به تل په افغانستان کې د ټولشموله سیاسي جوړښت د رامتځته کېدو ملاتړ وکړي.

نوموړي دا هم ویلي چې غواړي له ګاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا او له سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سره یې په یوځایېدو کې هم مرسته وکړي.

دغه لوړپوړي چینايي ډیپلوماټ دا هم ویلي چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانانو خپلې پرېکړې ته درناوی لري.

د دغه راپور له مخې، امیرخان متقي ویلي چې طالبانو د ترهګرۍ پرضد ډېر څه کړي او هم یې د چین لپاره امنیتي ګواښ د ځان لپاره ننګونه بللې او ویلي یې دي چا ته به اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د چین د سولې او ټیکاو پرضد وکاروي.

د چین اوسنۍ غوښتنه په داسې مهال ده چې څو اونۍ وړاندې داسې راپورونه نشر شول، چې پنځه اویغوریان چې د افغانستان په په بدخشان کې یې عادي ژوند کاوه طالبانو نیولي او کابل ته یې انتقال کړي دي.

تر اوسه د دې کسانو سرنوشت نه دی معلوم چې چین ته سپارل شوي او که له طالبانو سره بندیان دي.