په افغانستان کې مدرسو د ښوونځيو ځای نیولی

د پخوا پرتله په مدرسو کې د زده‌کوونکو شمېر ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی. هغه نجونې چې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري؛ خو مدرسې ته د تګ لپاره هڅول کېږي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته مدرسې ډیرې شوې دي او د ماشومو نجونو تګ مدرسو ته هم ډېر شوی دی.