• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند:په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام ورکوي او سفیر له ډېرې مودې غیر حاضر دی

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نوي ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان سفارت او قونسګرۍ فعالې دي او دوی له موجودو ډېپلوماټانو سره په اړیکه کې دي. دوی په ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي د اوږدې مودې د غیر حاضرۍ خبر ورکړی.

له دې وړاندې په ډېلي کې د افغانستان سفارت ویلي وو، چې د بې مخینې شرایطو له امله مجبور دي چې ټول فعالیتونه ودروي.

د افغانستان سفارت ویلي وو، چې دا پرېکړه یې د هندي حکومت د نه ملاتړ له امله کړې ده.

د سفارت د اعلامیې له مخې؛ دوی خپل فعالیت د هند د ډېپلوماټیکې پاملرنې د نشتوالي له امله دروي.

په بیان کې راغلي، چې سفارت په تېرو شپږو میاشتو کې څو ډېپلوماټیک یادښتونه د هند بهرنیو چارو وزارت ته استولي؛ خو د ستراتیژیک مشارکت او نورو دوه اړخیزو هوکړو له مخې په دغو یادښتونو کې یې یوه ته هم پاملرنه نه ده شوې.

په خبرپاڼه کې تینګار شوی، چې هند په کابل کې د سفارت تر پرانیستې وروسته په ډيلي کې له افغان سفارت په سیستماتیک ډول پام اړولی دی.

سټیټسمن خبري شبکې د هند د بهرنیو چارو وزارت ارېندم باګچي په حواله ویلي، چې دوی په ډیلي، حیدر اباد او ممبۍ کې د افغان ډېپلوماتانو سره په اړیکه کې دي او دوی خپلو فعالیتونه ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: “ زموږ معلومات دا دي، چې په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي”.

نوموړی وايي، چې دوی تېره اونۍ د افغانستان له سفارت څخه یو پیغام تر لاسه کړی و، چې پکې د خپلو فعالیتونو د بندېدو اعلان شوی و.

باګچي زیاته کړه: "دا ډول پرېکړې په یوه سیاسي ماموریت کې د سیاسي نماینده ګۍ داخلي مساله ده، موږ د ممبۍ او حیدراباد له قونسلګرۍ سره هم دا موضوع شریکه کړه، هغوی خپل اعتراض شریک کړ”.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان یو شمېر ډېپلوماټان په دې وروستیو کې له هنده وتلي دي، خو موجود ډېپلوماټان خپلو چارو ته دوام ورکوي.

هغه وویل: "موږ هیله من یو چې په هند کې مېشت زده کوونکي او افغانان قونسلي خدمات تر لاسه کړي او زموږ له اړخه بیا هم دا ژمنه ده، چې موږ به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو."

هڅه مو وکړه، چې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د دغه بیان په اړه په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي نظر راواخلو خو ونه توانېدو.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان د کډوالو سربېره په سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان د کډوالو سربېره په سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د افغان ټرانزیټ او په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې هم یو لړ خنډونه جوړ کړي.

دغه سفارت زیاتوي، چې په تېر کې د تورخم د دورازې تړل کېدو او په صفري نقطو کې په مختلفو پلمو د افغاني توکو ځنډولو له امله زیاتره توکي له منځه تللي وو او سوداګرو ته درانه زیانونه واوښتل.

دوی زیاتوي، پاکستاني لوري په وروستیو کې د افغانستان ټرانزیټ پرمخ هم بیلابېلې ستونزې جوړې کړي، چې تازه یې د تورچای، ټایر، د سینګار توکي، نساجي، کورني استعمال توکي او داسې نورو توکو پر ټرانزیټ بې موجبه بندیز لګولی چې د اپټا ‏له تړون سره په ټکر کې دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپل دې لیک کې لیکي:«پر یو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نامه د ۱۰ سلنه مالیاتو د وضع کولو ترڅنګ، د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه هم کړې، چې د سوداګرو له توانه وتلې خبره ده».

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د شړلو لړې چټکه کړې ده.

پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته د روان میلادي کال د نومبر تر لومړې نېټي وخت ورکړی، چې له دې هېواده ووځي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې هم د اسلام اباد د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې کډوال باید په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

بل خوا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وایي، په وار - وار یې هڅه کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې دغه ستونزي حل کړي، خو د پاکستاني لوري له ژمنو سره - سره بیا هم ستونزي زیاتي شوي، چې دا کار د هیچا په ګټه نه دی.

‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپل دې لیک کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان ټرانزیټ په برخه کې دا خنډونه بېرته لري کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو پر تجارتي او دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه ونه کړي.

د طالبانو له خنډونو سره ۵۵ افغان نجونې د زدکړو لپاره دوبۍ ته ورسېدې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۰ GMT+۱
د طالبانو له خنډونو سره ۵۵ افغان نجونې د زدکړو لپاره دوبۍ ته ورسېدې
100%

عرب میلیاردر او د الحبتور ګروپ مشر وايي، د هغو سلو نجونو له ډلې تازه ۵۵ دوبۍ ته رسېدلې چې ده یې د زدکړو د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده. تېر اګسټ کې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د دې نجونو د تګ مخه ونیوه، خو ویل کېږي چې اوس دا نجونې د پاکستان له لارې دوبۍ ته تللې دي.

خلف احمد الحبتور د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې د یوې ویډیو خپرولو سره دوبۍ ته د دغو نجونو پر رسېدو خوشالي ښودلې ده.

ښاغلي الحبتور ویلي چې په دوبۍ پوهنتون کې د دې نجونو ټول مصارف پرې کوي.

تېر کال چې طالبانو د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه، دغه عرب میلیاردر وویل چې تر سلو افغان نجونو ته دوبۍ کې د لوړو زدکړو زمینه برابروي.

ټاکلې وه د تېر اګسټ په درویشتمه دا نجونې دوبۍ ته لاړې شي، خو طالبانو یې د محرم نه لرلو په پلمه په کابل هوايي ډګر کې د سفر مخه ونیوله.

ښاغلي الحبتور د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار وباله او له ښکېلو لورو یې وغوښتل چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

الحبتور چې د سلو افغان نجونو د مالي ملاتړ ژمنه یې کړې وه، اوس وايي چې لا ډېرو افغان نجونو ته د زدکړو زمینه برابروي.

ویل کېږي دا ۵۵ نجونې د پاکستان له لارې دوبۍ ته تللې دي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي چې پاکستان د هرې جنۍ پر سر تر لس زرو ډالر ترلاسه کړي دي.

نارویژي لیکوال او ډرامه لیکونکي یون فوسه د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۲ GMT+۱
نارویژي لیکوال او ډرامه لیکونکي یون فوسه د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله
100%

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ادبیاتو نوبل جایزه نارویژي لیکوال او ډرامه لیکونکي یون فوسه ته ورکړل شوه. د نوبل جایزې وېبپاڼې لیکلي، چې دا جایزه ښاغلي فوسه ته د هغه د "ښکلو ډرامو او نثر" لپاره ورکړل شوه، چې "د ناویلو غږ" شو.

د یون فوسه د لیکوالۍ لویه برخه په نارویژي ژبه په بیلابیلو ژانرونو لکه؛ ناولونو ، ډرامو ، شعرونو ، تحلیلي مقالو او د ماشومانو د ادبیاتو په ځانګړو لیکلارو چاپ شوي دي.

د نوبل جایزې ویب پاڼې لیکلي، چې ښاغلی فوسه یو له هغو کسانو دی، چې نن سبا یې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې ډرامې خپرې شوې دي.

یون فوسه په ۱۹۵۹ میلادي کال کې د ناروې لویدیځ ساحل هاوګسون کې زیږیدلی.

هغه د نارویژي ژبې له دوو ګړدودیزو نسخو څخه یې په یوې لیکل کوي، کوم چې لږ عام دی او د ناروې د نفوس یوازې 10 سلنه خلک پرې خبرې کوي.

یون فوسه وویل، چې هغه ته د نوبل جایزې ورکول په حقیقت کې د هغه د ژبې په رسمیت پېژندل دي، چې دی یې د ترویج په حال کې دی. هغه دا جایزه "د ژبې له امله" ګڼي.

د یون فوسه اثار د نړۍ ۴۰ ژوندیو ژبو ته ژباړل شوي دي. همدارنګه د ښاغلي فوسه له ډرامو څخه تر زرو زيات بېلابېل اثار جوړ شوي دي.

عباس ستانکزی: موږ په خپل “جهاد” افغانستان ازاد کړی او له پاکستانه مو دفاع کړې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱
عباس ستانکزی: موږ په خپل “جهاد” افغانستان ازاد کړی او له پاکستانه مو دفاع کړې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزی وايي، چې په پاکستان کې مېشتو کډوالو د افغانستان د جهاد او له پاکستانه د دفاع له پاره د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړي په یوې غونډې کې ویلي، چې دا مهال له پنځو میلیونو زیات کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او په اسلام اباد کې له کډوالو سره کېدونکی چلند ورته د زغم وړ نه دی.

هغه زیاته کړه: “که زموږ مجاهدین نه وی، نو نن به پخوانی شوروي اتحاد په کراچۍ او ګوادر کې ولاړ و، موږ د خپل جهاد په واسطه نه تنها افغانستان ازاد کړی، موږ پاکستان ازاد کړی او موږ د منځنۍ اسیا پنځلس ملکونه ازاد کړي”.

نوموړی وايي؛ دوی ژمن دي چې په ګاونډ کې یې هر ډول امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې وي، دوی به یې د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

ستانکزي زیاته کړه، چې د امنیت په برخه کې دوی کافي تجربه لري او که پاکستان اړتیا ولري؛ نو دوی مرستې کولو لپاره اماده دي.

هغه پاکستان ته په اشارې سره وویل: “ که تاسو په اقتصاد کې مشکل لرئ، که په سیاست کې مشکل لرئ موږ حاضر یو چې مشورې در کړو”.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې پر دوی دې بې ځایه تورونه نه لګوي او د بندرونو د بندولو هڅې دې نه کوي.

د ستانکزي په خبره، چې دوی نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې خرابې کړي، له ګاونډیانو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه هم غواړي، چې ورته عمل وکړي او ټولې تجارتي لارې خلاصې کړي.

هغه وویل: “ که تجارتي لارې نه خلاصوي نو موږ بیا نورې بدیلې لارې هم لرو، خو دا به بیا د دوی په تاوان هم وي”.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې د تېرې سې شنبې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي .

دغه کمېټې خبرداری ورکړ، چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني بهرنیو وګړو ټول کاروبارونه او جایدادونه د حکومت لخوا ضبطیږي.

دغې پرېکړې د طالبانو غبرګونونه راپارولي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې برید کې ۴۹ کسان ووژل شول

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۰ GMT+۱
اوکرایني چارواکي وايي د روسیې برید کې ۴۹ کسان ووژل شول
100%

اوکرایني چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د روسیې په برید کې د یوه شپږ کلن ماشوم په ګډون ۴۹ کسان ووژل شول. د خارکیف والي اوله سینهابوف وايي، په برید کې د دغه ولایت په یوه کلي کې داسې دوکان او کاپي په نښه شوې چې ډېر خلک پکې وو.

نوموړي په ټلیګرام پیغام کې ویلي چې ژغورونکي لا هم د پېښې ځای کې دي او خلک له کنډوالو باسي.

اوکرایني چارواکو داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې ژغورونکي ورانو شویو ودانیو کې له کنډوالو مړي باسي.

لا هم مالومه نه ده چې پر دغه دوکان او کاپي توغندیز او که هوايي برید شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي‌ چې له اروپايي مشرانو سره په اسپانیا کې سرمریزه لري دې پېښې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي د روسیې ترهګري باید ودرول شي.

نوموړي خپل تلیګراف پیغام کې ویلي، چې له ترور د خپل هېواد د خوندیتوب، د هوايي دفاع پر پیاوړتیا، د سرتېرو پر ځواکمنولو له دې مشرانو سره خبرې لري.