• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هالنډ کې د افغانستان سفیر: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت باید د سفارت لګښتونه ورکړي

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۱

په هالنډ کې د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوري دولت سفیر محمد اصف رحیمي وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت لري، چې د سفارت لګښتونه ور ولیږي؛ خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له کابل څخه هېڅ هدایت، پیسې، معاش او یا کوم مصرف نه دی تر لاسه کړی.

د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په هالنډ کې د افغانستان سفارت د لومړي ځل لپاره په یوې بیانیې کې تایید کړه، چې دغه سفارت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل لري؛ دغې بیانیې پراخ غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا له طالبانو سره د ښاغلي رحیمي د «معاملې» په معنا وګڼله.

په هالنډ کې د افغانستان سفیر محمد اصف رحیمي د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې د سفارت د دغه څرګندونې په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي رحیمي وویل، چې د بهرنیو چارو له وزارت سره په هالنډ کې د افغانستان د سفارت خبرې اترې د پخواني حکومت له سقوط وروسته دوام لري او «دا کومه نوې خبره نه ده».

نوموړي د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې سفارتونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او نه پېژندلو واک نه لري.

ښاغلي رحیمي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته په اشارې سره وویل: «هلته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دی او موږ د قونسلګرۍ اسناد هملته لیږو. تاسو دې ته تعامل، مکاتبه، همغږي یا هر هغه څه چې نوم ورکوئ وریې کړئ.»

په هالنډ کې د افغانستان د سفارت د اعلامیې له خپرېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکس ټولنیزې شبکې دغه بیانیه خپره کړه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له طالبانو سره په یوځای کېدو سره ښاغلي رحیمي هڅه کړې د سفیر په توګه خپل کار تضمین کړي او په لویدیځ کې د افغانستان د نورو سفارتونو برعکس د طالبانو له حکومت څخه معاش او اسانتیاوې ترلاسه کړي.

په بهر کې د افغانستان سفارتونه او قونسلي نمایندګیانې، چې د پخواني افغان حکومت د ډېپلوماټانو تر کنټرول لاندې دي، په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه معاش یا نور خدمتونه نه ترلاسه کوي او د عاید سرچینه یې افغان مراجعینو ته د پاسپورټونو او د نکاح خطونو صادرول او نوي کول دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په لاهه کې د افغانستان د سفارت د برخلیک په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

اصف رحیمي د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته له نېږدې سیاسي څېرو څخه و، چې په تېر کې یې د هرات والي او د کرنې د وزیر په توګه کار کړی دی.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: پاکستاني طالبانو په افغانستان کې امریکايي وسلې تر لاسه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۰ GMT+۱
اصف درانی: پاکستاني طالبانو په افغانستان کې امریکايي وسلې تر لاسه کړې
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلو ته لاسرسی پېدا کړی او له همدغو وسلو په استفادې د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي.

نوموړي دغه څرګندونې په پاکستان کې د سولې انسټیټیوټ ته په وینا کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې اوسیږي.

دراني له طالبانو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې د طالبانو پټنځي له منځه یوسي او د دغې ډلې فعالیتونه دې شنډ کړي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستاني طالبانو له خوا په سرحدي سیمو کې په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او د دوی اکثره غړي په افغانستان کې اوسیږي.

درانی وايي: «په دې اړه خبرې روانې دي او زه نه شم کولی تر دې ډېر څه ووایم».

درانی وړاندې وايي، چې هیله مند دی هغه امن چې په افغانستان کې راغلی باید په پاکستان کې د امن سبب شي، نه دا چې دلته ناامني زیاته شي.

نوموړي همداراز ویلي دي ، کابل او اسلام اباد باید د خپلو خلکو ګټو ته په پام سره په ډېر احتیاط اقدامات وکړي.

د دراني په خبره، هره ورځ په نسبي ډول ۳۰ زره افغانان پاکستان ته راځي او دوی نه شي کولی، چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ اړیکې پرې کړي، نو دواړو لورو ته پکار ده چې په ډېر احتیاط له یو بل سره چلند وکړي.

نوموړی پر داسې مهال د ټي ټي پي د پټنځایونو او امریکايي وسلو ته د دغې ډلې د لاسرسي خبره کوي، چې روانه اونۍ پاکستان اعلان وکړ، چې په روان کال کې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ۱۴ بریدګر یې افغانان وو؛ خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان افغانستان ته د ۲۱۲ سوداګریزو توکو پر صادراتو بندیز ولګاوه

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۸ GMT+۱
پاکستان افغانستان ته د ۲۱۲ سوداګریزو توکو پر صادراتو بندیز ولګاوه
100%

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د ۲۱۲ سوداګریزو توکو پر صادراتو بندیز لګولی دی. په دې بندیز کې ۱۷ډوله جامې، د موټر ټایرونه، چای، وچه او تازه مېوه، لسګونه د سینګار محصولات او یو شمېر د کور وسایل شامل دي.

د ای ار وای نیوز د راپور له مخې؛ پاکستان تر دې مخکې هم له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ د تړون له مخې د وارداتو د کنټرول لپاره پر یو شمېر وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه وضع کړې وه.

د پاکستان د ګمرکاتو د ادارې د اعلامیې له مخې؛ په دغو توکو کې هر ډول کیک او خواږه، چاکلیټ، بوټان، مختلف ماشینونه، پټو، د کور توکي او جامې شاملې دي.

د پاکستان رسمي سرچینو ای ار وای خبري شبکې ته ویلي، چې دغه هېواد افغانستان ته د توکو د لېږد له امله هر کال ۱۸۹ میلیارده روپۍ مالي زیان ویني.

پاکستان وايي، چې د مالي زیانونو د مخنیوي او د پانګونې د اسانتیا د عالي کمېټې په سپارښتنه یې افغانستان ته د لوکسو مالونو د قاچاق د مخنیوي لپاره نوې تګلاره جوړه کړې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مکتوب له مخې؛ افغانستان ته د موټر ټایرونو، ټوکر، د سینګار توکي، کاشي او نورو توکو پر صادراتو بندیز لګول شوی دی.

په پېښور کې د طالبانو قونسل له پاکستانه د کډوالو د ویستلو د نېټې د ځنډولو غوښتنه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۱
په پېښور کې د طالبانو قونسل له پاکستانه د کډوالو د ویستلو د نېټې د ځنډولو غوښتنه کړې
100%

په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو قونسل له پاکستان څخه غوښتي، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د ویستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل نېټه دې وځنډوي.

خراسان ډیري خبري رسنۍ په پېښور کې د طالبانو د سرپرست قونسل په حواله خبر ورکړی، چې نوموړي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د کډوالو او سوداګرۍ په اړه لیدنه کړې.

دغه لیدنه چې نن پنجشنبه (د تلې ۱۳مه) په پېښور کې شوې ده، د طالبانو قونسل له اصف دراني څخه په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاحل د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

خبر زیاتوي، چې اصف دراني نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې حکومت به یې د هغو خلکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، کوم چې اسناد لرونکي افغانان ځوروي.

په خبر کې دا نه دي ویل شوي، چې پاکستان به د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې له خپل تصمیم څخه تېریږي او که نه، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د افغان کډوالو په هکله په دغه هېواد کې پالیسي نه ده بدله شوې.

ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې اسلام اباد به د قانوني کډوالو نه، بلکې د بې قانونه کډوالو پر خلاف ګامونه پورته کوي.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي ویلي، چې دا مهال له پنځو میلیونو زیات کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او په اسلام اباد کې له کډوالو سره کېدونکی چلند ورته د زغم وړ نه دی.

هغه زیاته کړه: “که زموږ مجاهدین نه وی، نو نن به پخوانی شوروي اتحاد په کراچۍ او ګوادر کې ولاړ و، موږ د خپل جهاد په واسطه نه تنها افغانستان ازاد کړی، موږ پاکستان ازاد کړی او موږ د منځنۍ اسیا پنځلس ملکونه ازاد کړي”.

نوموړی وايي؛ دوی ژمن دي چې په ګاونډ کې یې هر ډول امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې وي، دوی به یې د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې پر دوی دې بې ځایه تورونه نه لګوي او د بندرونو د بندولو هڅې دې نه کوي.

هند:په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام ورکوي او سفیر له ډېرې مودې غیر حاضر دی

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۹ GMT+۱
هند:په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام ورکوي او سفیر له ډېرې مودې غیر حاضر دی
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نوي ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان سفارت او قونسګرۍ فعالې دي او دوی له موجودو ډېپلوماټانو سره په اړیکه کې دي. دوی په ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي د اوږدې مودې د غیر حاضرۍ خبر ورکړی.

له دې وړاندې په ډېلي کې د افغانستان سفارت ویلي وو، چې د بې مخینې شرایطو له امله مجبور دي چې ټول فعالیتونه ودروي.

د افغانستان سفارت ویلي وو، چې دا پرېکړه یې د هندي حکومت د نه ملاتړ له امله کړې ده.

د سفارت د اعلامیې له مخې؛ دوی خپل فعالیت د هند د ډېپلوماټیکې پاملرنې د نشتوالي له امله دروي.

په بیان کې راغلي، چې سفارت په تېرو شپږو میاشتو کې څو ډېپلوماټیک یادښتونه د هند بهرنیو چارو وزارت ته استولي؛ خو د ستراتیژیک مشارکت او نورو دوه اړخیزو هوکړو له مخې په دغو یادښتونو کې یې یوه ته هم پاملرنه نه ده شوې.

په خبرپاڼه کې تینګار شوی، چې هند په کابل کې د سفارت تر پرانیستې وروسته په ډيلي کې له افغان سفارت په سیستماتیک ډول پام اړولی دی.

سټیټسمن خبري شبکې د هند د بهرنیو چارو وزارت ارېندم باګچي په حواله ویلي، چې دوی په ډیلي، حیدر اباد او ممبۍ کې د افغان ډېپلوماتانو سره په اړیکه کې دي او دوی خپلو فعالیتونه ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: “ زموږ معلومات دا دي، چې په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي”.

نوموړی وايي، چې دوی تېره اونۍ د افغانستان له سفارت څخه یو پیغام تر لاسه کړی و، چې پکې د خپلو فعالیتونو د بندېدو اعلان شوی و.

باګچي زیاته کړه: "دا ډول پرېکړې په یوه سیاسي ماموریت کې د سیاسي نماینده ګۍ داخلي مساله ده، موږ د ممبۍ او حیدراباد له قونسلګرۍ سره هم دا موضوع شریکه کړه، هغوی خپل اعتراض شریک کړ”.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان یو شمېر ډېپلوماټان په دې وروستیو کې له هنده وتلي دي، خو موجود ډېپلوماټان خپلو چارو ته دوام ورکوي.

هغه وویل: "موږ هیله من یو چې په هند کې مېشت زده کوونکي او افغانان قونسلي خدمات تر لاسه کړي او زموږ له اړخه بیا هم دا ژمنه ده، چې موږ به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو."

هڅه مو وکړه، چې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د دغه بیان په اړه په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي نظر راواخلو خو ونه توانېدو.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان د کډوالو سربېره په سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان د کډوالو سربېره په سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د افغان ټرانزیټ او په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې هم یو لړ خنډونه جوړ کړي.

دغه سفارت زیاتوي، چې په تېر کې د تورخم د دورازې تړل کېدو او په صفري نقطو کې په مختلفو پلمو د افغاني توکو ځنډولو له امله زیاتره توکي له منځه تللي وو او سوداګرو ته درانه زیانونه واوښتل.

دوی زیاتوي، پاکستاني لوري په وروستیو کې د افغانستان ټرانزیټ پرمخ هم بیلابېلې ستونزې جوړې کړي، چې تازه یې د تورچای، ټایر، د سینګار توکي، نساجي، کورني استعمال توکي او داسې نورو توکو پر ټرانزیټ بې موجبه بندیز لګولی چې د اپټا ‏له تړون سره په ټکر کې دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپل دې لیک کې لیکي:«پر یو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نامه د ۱۰ سلنه مالیاتو د وضع کولو ترڅنګ، د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه هم کړې، چې د سوداګرو له توانه وتلې خبره ده».

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د شړلو لړې چټکه کړې ده.

پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته د روان میلادي کال د نومبر تر لومړې نېټي وخت ورکړی، چې له دې هېواده ووځي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې هم د اسلام اباد د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې کډوال باید په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

بل خوا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وایي، په وار - وار یې هڅه کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې دغه ستونزي حل کړي، خو د پاکستاني لوري له ژمنو سره - سره بیا هم ستونزي زیاتي شوي، چې دا کار د هیچا په ګټه نه دی.

‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپل دې لیک کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان ټرانزیټ په برخه کې دا خنډونه بېرته لري کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو پر تجارتي او دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه ونه کړي.