نوموړي په یوې غونډې کې ویلي، چې دا مهال له پنځو میلیونو زیات کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او په اسلام اباد کې له کډوالو سره کېدونکی چلند ورته د زغم وړ نه دی.
هغه زیاته کړه: “که زموږ مجاهدین نه وی، نو نن به پخوانی شوروي اتحاد په کراچۍ او ګوادر کې ولاړ و، موږ د خپل جهاد په واسطه نه تنها افغانستان ازاد کړی، موږ پاکستان ازاد کړی او موږ د منځنۍ اسیا پنځلس ملکونه ازاد کړي”.
نوموړی وايي؛ دوی ژمن دي چې په ګاونډ کې یې هر ډول امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې وي، دوی به یې د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
ستانکزي زیاته کړه، چې د امنیت په برخه کې دوی کافي تجربه لري او که پاکستان اړتیا ولري؛ نو دوی مرستې کولو لپاره اماده دي.
هغه پاکستان ته په اشارې سره وویل: “ که تاسو په اقتصاد کې مشکل لرئ، که په سیاست کې مشکل لرئ موږ حاضر یو چې مشورې در کړو”.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې پر دوی دې بې ځایه تورونه نه لګوي او د بندرونو د بندولو هڅې دې نه کوي.
د ستانکزي په خبره، چې دوی نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې خرابې کړي، له ګاونډیانو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه هم غواړي، چې ورته عمل وکړي او ټولې تجارتي لارې خلاصې کړي.
هغه وویل: “ که تجارتي لارې نه خلاصوي نو موږ بیا نورې بدیلې لارې هم لرو، خو دا به بیا د دوی په تاوان هم وي”.
د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې د تېرې سې شنبې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.
دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي .
دغه کمېټې خبرداری ورکړ، چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني بهرنیو وګړو ټول کاروبارونه او جایدادونه د حکومت لخوا ضبطیږي.
دغې پرېکړې د طالبانو غبرګونونه راپارولي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.