ضمیر کابلوف: تاجکستاني چارواکي وايي، چې د طالبانو د ستاینې لپاره هیڅ نه شته

د افغانستان په چارو کې د روسیې استازی وايي، د مسکو په غونډه کې ګډونوالو د داعش او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو د اقدام هرکلی وکړ؛ خو تاجکستان ورسره مخالفت وښود. ضمیر کابلوف وویل: د تاجکستان د چارواکو په باور، د دې ډلې د ستاینې لپاره هیڅ هم نه شته.





