• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی وايي افغانانو د پاکستان اقتصاد ته ډېره ګټه رسولې

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، افغانانو د پاکستان اقتصاد ته ډېره ګټه رسولې ده. نوموړی په پاکستان کې د بې قانونه افغان کډوالو د اېستلو د پرېکړې او له دې کډوالو سره د پولیسو د ناوړه چلن په زیاتېدو پسې دا خبره کوي.

محمود خان اڅکزی په خپل اېکس کې د یوه ویډیويي پیغام خپرولو سره وايي، افغان کډوال په پاکستان کې سوال نه کوي، بلکې کار کوي، هم ځان ساتي او هم پاکستانیان ساتي.

نوموړی زیاتوي: «افغانانو دلته زموږ تجارت ته ډېره لویه ګټه رسولې ده، بلوڅۍ علاقه له مستونګ تر تربیلا پورې ځمکې یې د ټولو بلوڅو په ټېکه اخیستې دي، دوی په کور ناست دي افغانان دېرش دېرش لکه روپۍ ورکوي هم ځان ساتي هم ستا بچي ساتي.»

د ښاغلي اڅکزي په خبره، په نورو هېوادونو په تېره اروپا کې چې څوک پنځه کاله هم وخت تېر کړي د هغه هېواد وګړتوب ور کول کېږي، خو پاکستان کې خبره سرچپه ده.

هغه زیاتوي چې لس کاله مخکې د نورو واکمنو په ګډون له نواز شریف سره ګډه غونډه کې افغانانو ته د وګړتوب پر ور کولو خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه: «موږ په دې متفق شوو چې کوم افغان دلته پیدا شوی فورآ باید شهریت ور کړل شي، نواز شریف خو وویل چې که چا شل کاله هم تېر وي ور یې کړئ.»

د محمود خان اڅکزي اپوټه پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او وايي، یوازې د پښتونخوا په سږنیو ۲۴ څانمرګو بریدونو کې ۱۴ افغانانو کړي دي.

د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې تر څلور میلیونه او څلور لکو پورې افغان کډوال اوسېږي چې یو میلیون او څه باندې اوه لکه بې قانونه دي.

له افغان کډوالو سره د پاکستانی وروستی چلن د نړیوالو د غبرګون سبب هم شوی او د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له پاکستان غوښتي چې له افغانانو سره له دې چلن لاس واخلي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وايي د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې له نړیوالو اصولو سره برابره ده

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۰ GMT+۱
پاکستان وايي د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې له نړیوالو اصولو سره برابره ده
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانانو په ګډون د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې له نړیوالو اصولو سره سمه ده. د جلیل عباس جیلاني په خبره، یو هېواد هم بې قانونه کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ور کوي، ځکه به ۱.۷۳ میلیونه بې قانونه افغان کډوال له پاکستان و اېستل شي.

د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د نومبر تر اولې وخت ور کړ، خو طالبان وايي، دا پرېکړه د منلو نه ده.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو هم له پاکستان غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناسم چلن بند کړي.

خو جلیل عباس جیلاني په تبت کې د یوې غونډې په بهیر کې د هانګ کانګ فونیکس تلوېزون سره په مرکه کې ویلي، یو هېود هم بې قانونه کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ور کوي، هغه که اروپا ده یا زموږ په ګاونډ کې د اسیا هېوادونه.

د هغه په خبره، دې ته په پام د پاکستان وروستۍ پرېکړه هم له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې نه ده.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې څلور میلیونه او څلور لکه افغان کډوال اوسېږي چې یو میلیون اوه لکه او دېرش زرو پورې بې قانونه دي.

پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې هم په لاس لرلو تورنوي او وايي سږنیو ۲۴ ځانمرګو بریدونو کې ۱۴ افغانانو کړي دي.

خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د یوې میاشتې وخت له ورکولو مخکې هم په مختلفو ښارونو په تېره کراچۍ او اسلام اباد کې د دوی د نیولو لړۍ پیل شوې ده.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، درې کډوال تر نیول کېدو وروسته مړه موندل شوي دي.

طالبان دا هم وايي، چې تېرو دریو اونیو کې نږدې ۲۳ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اسلام اباد کې پولیسو د یوشمېر کورونو خاوندانو ته ویلي،چې افغان کډوال دې له خپلو مېنو وباسي

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۱
اسلام اباد کې پولیسو د یوشمېر کورونو خاوندانو ته ویلي،چې افغان کډوال دې له خپلو مېنو وباسي
100%

د اسلام اباد د پولیسو په هغه خپره شوې خبرپاڼه کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي ویل شوي، چې « د کورونو ټول خاوندان دې افغان کډوال له خپلو مېنو وباسي.»

که څه هم دغه خبرپاڼه تر دې مهاله یوازې د جناح ګارډن په یوه ښارګوټي یا کالونۍ کې پر خلکو وېشل شوې؛ خو ورسره هم‌مهاله د افغان کډوالو په منځ کې وېرې او اندېښنې زیاتې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د کورونو خاوندانو ته ویل شوي، چې د دوو اونیو په ترڅ کې دې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.
دغه خبرپاڼه چې په اردو ژبه خپره شوې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، د کورونو خاوندانو ته یې ګوت څنډنه کړ

100%

ې که د دغې خبرپاڼې له سپارښتنې سرغړونه کېږي؛ نو سرغړوونکو ته به سخته سزا ورکړل شي.


د اسلام اباد د جناح ګارډن اوسېدونکی احمد زبیر وايی:« لس میاشتې کېږي، چې له افغانستانه دلته کډوال شوم. تېر ماښام د کور خاوند راته د تیلیفون په لیکه وویل، چې زه باید د یوې اونۍ په ترڅ کې د هغه کور تش کړم او ځانته بل ځای وګورم.»
احمد زبیر وایي، سره له دې چې قانونی اسناد هم لري؛ خو د کور خاوند ورته ویلی موږ ته د حکومت له اړخه همداسې ویل شوي او تاسو باید له دغه ځایه ووځئ.

هغه زیاتوي:« موږ ته په هېواد کې هیڅ هم نه دي راپاتې، موږ له وېرې او امنیتی ستونزو له امله دلته راغلي یو او اوس نه پوهېږو له دغه ځایه چېرته ولاړ شو؟»

د پاکستان حکومت روانه اونۍ یو عشاریه ۷۳ میلیونه افغان کډوالو ته چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري ضرب الاجل وټاکه، چې د روانې میاشتې تر پایه له دې هېواده ووځي؛ کنه دوی به یې له بندیانولو وروسته په زوره افغانستان ته وشړي.
د پاکستان دغه پرېکړه د بېلابېلو غبرکونونو سره مخامخ شوې، د طالب چارواکو تر څنګ ګڼو نړۍوالو بنسټونو د هغې غندنه کړې او هغه یې د ټولو نړۍوالو او بشري قوانینو سره په ټکر کې بللې ده.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د ملایعقوب مجاهد څرګندونې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه وبلله

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۲ GMT+۱
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د ملایعقوب مجاهد څرګندونې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه وبلله
100%

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د ملایعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې د پاکستان په کورني چارو کې لاس وهنه وبلله. ملایعقوب مجاهد په یوې غونډه کې د وینا پرمهال د پاکستان له خلکو او علماوو وغوښتل، چې خپل حکومت د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې راوګرځوي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې دا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.
ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، دا د پاکستان حق دی چې د افغانانو په ګډون هر څوک له خپل هېواده وباسي.
هغه ویلي، په دې برخه کې به حکومت هیڅ ډول بهرنی فشار ونه مني.
اڅکزي ویلي، د حکومت د سپارښتنې له مخې ۲۶ ورځې وروسته به د بلوچستان صوبایي حکومت د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې اړین ګامونه واخلي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ ملایعقوب مجاهد د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې په غبرګون دغه کړنه «ظلم او بربریت» وباله.
نوموړي وویل، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړه عادلانه نه ده.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلولای شي.

‏همدارنګه ښاغلي مجاهد پر نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو غږ کړی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد له لوري د «روان ظلم او بربریت» مخه ونيسي.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، په اسلام اباد کې له کډوالو سره کېدونکی چلند ورته د زغم وړ نه دی.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی و پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي.

دغې پرېکړې د طالبانو او نړۍوالو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

هالنډ کې د افغانستان سفیر: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت باید د سفارت لګښتونه ورکړي

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۷ GMT+۱
هالنډ کې د افغانستان سفیر: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت باید د سفارت لګښتونه ورکړي
100%

په هالنډ کې د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوري دولت سفیر محمد اصف رحیمي وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت لري، چې د سفارت لګښتونه ور ولیږي؛ خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له کابل څخه هېڅ هدایت، پیسې، معاش او یا کوم مصرف نه دی تر لاسه کړی.

د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په هالنډ کې د افغانستان سفارت د لومړي ځل لپاره په یوې بیانیې کې تایید کړه، چې دغه سفارت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل لري؛ دغې بیانیې پراخ غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا له طالبانو سره د ښاغلي رحیمي د «معاملې» په معنا وګڼله.

په هالنډ کې د افغانستان سفیر محمد اصف رحیمي د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې د سفارت د دغه څرګندونې په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي رحیمي وویل، چې د بهرنیو چارو له وزارت سره په هالنډ کې د افغانستان د سفارت خبرې اترې د پخواني حکومت له سقوط وروسته دوام لري او «دا کومه نوې خبره نه ده».

نوموړي د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې سفارتونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او نه پېژندلو واک نه لري.

ښاغلي رحیمي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته په اشارې سره وویل: «هلته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دی او موږ د قونسلګرۍ اسناد هملته لیږو. تاسو دې ته تعامل، مکاتبه، همغږي یا هر هغه څه چې نوم ورکوئ وریې کړئ.»

په هالنډ کې د افغانستان د سفارت د اعلامیې له خپرېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکس ټولنیزې شبکې دغه بیانیه خپره کړه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له طالبانو سره په یوځای کېدو سره ښاغلي رحیمي هڅه کړې د سفیر په توګه خپل کار تضمین کړي او په لویدیځ کې د افغانستان د نورو سفارتونو برعکس د طالبانو له حکومت څخه معاش او اسانتیاوې ترلاسه کړي.

په بهر کې د افغانستان سفارتونه او قونسلي نمایندګیانې، چې د پخواني افغان حکومت د ډېپلوماټانو تر کنټرول لاندې دي، په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه معاش یا نور خدمتونه نه ترلاسه کوي او د عاید سرچینه یې افغان مراجعینو ته د پاسپورټونو او د نکاح خطونو صادرول او نوي کول دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په لاهه کې د افغانستان د سفارت د برخلیک په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

اصف رحیمي د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته له نېږدې سیاسي څېرو څخه و، چې په تېر کې یې د هرات والي او د کرنې د وزیر په توګه کار کړی دی.

اصف درانی: پاکستاني طالبانو په افغانستان کې امریکايي وسلې تر لاسه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۰ GMT+۱
اصف درانی: پاکستاني طالبانو په افغانستان کې امریکايي وسلې تر لاسه کړې
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلو ته لاسرسی پېدا کړی او له همدغو وسلو په استفادې د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي.

نوموړي دغه څرګندونې په پاکستان کې د سولې انسټیټیوټ ته په وینا کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې اوسیږي.

دراني له طالبانو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې د طالبانو پټنځي له منځه یوسي او د دغې ډلې فعالیتونه دې شنډ کړي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستاني طالبانو له خوا په سرحدي سیمو کې په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او د دوی اکثره غړي په افغانستان کې اوسیږي.

درانی وايي: «په دې اړه خبرې روانې دي او زه نه شم کولی تر دې ډېر څه ووایم».

درانی وړاندې وايي، چې هیله مند دی هغه امن چې په افغانستان کې راغلی باید په پاکستان کې د امن سبب شي، نه دا چې دلته ناامني زیاته شي.

نوموړي همداراز ویلي دي ، کابل او اسلام اباد باید د خپلو خلکو ګټو ته په پام سره په ډېر احتیاط اقدامات وکړي.

د دراني په خبره، هره ورځ په نسبي ډول ۳۰ زره افغانان پاکستان ته راځي او دوی نه شي کولی، چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ اړیکې پرې کړي، نو دواړو لورو ته پکار ده چې په ډېر احتیاط له یو بل سره چلند وکړي.

نوموړی پر داسې مهال د ټي ټي پي د پټنځایونو او امریکايي وسلو ته د دغې ډلې د لاسرسي خبره کوي، چې روانه اونۍ پاکستان اعلان وکړ، چې په روان کال کې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ۱۴ بریدګر یې افغانان وو؛ خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.