• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سر۰ میاشت رویټرز ته: د هرات په زلزله کې تر ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۳ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې د ویاند عرفان الله شریفزي له قوله ویلي، چې د هرات په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی. ويل کيږي شېبه شېبه د مړو شمېرې لوړيږي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه بل ویاند د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) ازادۍ راډیو ته وویل چې د هرات په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي دي.

رویټرز د روغتون د سرچینو په حواله ویلي چې د دغې پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

طالبانو په هرات کې د زلزلې د زیانونو بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې دي.

د افغان سرې میاشتې ټولنه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده وايي، په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله تر ۴۰۰ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان تر خاورو لاندې د ورکو شويو کسانو د لټون عملياتو ته په اشارې سره وړاندوينه وکړه چې د مړو شمېر به زيات شي.

د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) افغان سرې میاشتې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د «کشکک، سیاهاب او سنجو» کلي «په بشپړه توګه» ویجاړ شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې له ټپیانو سره د مرستې لپاره روغتیايي ډلې او رضاکاران سیمې ته رسېدلي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې ښايي په دې ولسوالۍ کې د مړو شمېر ۳۲۰ تنو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د شنبې ورځې د ۱۵ نیټې د زلزلې له امله د هرات د زنده جان ولسوالۍ په اتو کلیو کې ۴۶۵ کورونه ویجاړ شوي او ۱۳۵ کورونه زیانمن شوي دي.

د اوچا د شمېرو له مخې دغې پېښې ۴۲۰۰ کسان اغېزمن کړي او ۲۱۰۰ کسان يې بې کوره کړي دي.

دغه سازمان وايي، چې په هرات ښار کې شاوخوا ۳۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ په پرې شویو ودانیو کې ژوند کولو ته اړې شوې دي.

دغه مرستندويه اداره وايي، چې د دې ولسوالۍ په وادکه سیمه کې تر ټولو زيات زيانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري، ښايي د زیانونو شمېر تردې لوړ شي.

دغه سازمان وايي، د بشري مرستو سازمانونو د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړي دي.

د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه. د امریکا د ځمکپیژندنې سروې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالي وه.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان او ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره پنډغالي جوړیږي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۸ GMT+۱
له پاکستان او ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره پنډغالي جوړیږي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار په سپین بولدک، او د ننګرهار په تورخم کې د کډوالو لپاره لنډمهالي پنډغالي جوړوي. دوی وايي دغه پنډغالي به د لنډ مهال لپاره وي چې نوي راستنېدونکي کډوال پکې مېشتیږي.

په کندهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر رسنیو ته په لیږل شوې خپرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان او ایران څخه د راشړل کېدونکو کډوالو لپاره د لنډمهالو پنډغالو د جوړولو کمیسون مشر یاد ولایت ته سفر کړی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راشړل کېدونکو کډوالو لپاره لنډمهالی پنډغالی جوړ کړي.

په خبر پاڼه کې د د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د مرستیال عبدالرحمان راشد له قوله لیکل شوي، «له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول افغانان را ایستل کیږي چې په همدې موخه ګډ کمیسون ته دنده سپارل شوې چې په تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او نورو سیمو کې له یادو هیوادونو څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې واوري، د اوسیدو لپاره یې لنډمهاله ځایونه په نښه کړي،او د ژوند لومړنۍ اړتیاوي ورته برابري کړي.»

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت داسې مهال د ایران پولې او ډیورنډ کرښې ته نېږدې راستنېدونکو افغان کډوالو ته لنډمهالي پنډغالي جوړوي چې د پاکستان حکومت له لوري د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره یوازې۲۲ ورځې پاتې دی.

دمګړۍ۴،۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي او څه د پاسه یو میلیون یې قانوني اسناد نه لري.

همدارنګه په ایران کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې لاریونونه شوي او ایرانې وګړي وايي، افغان کډوال باید له دغه هیواده وشړل شي.

افغان سره میاشت: په هرات کې د زلزلې له امله ۴۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۴ GMT+۱
افغان سره میاشت: په هرات کې د زلزلې له امله ۴۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي
100%

د افغان سرې میاشتې چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د زلزلې له امله د ځانې زیانونو شمېري کېدای شي تر دې هم لوړې شي، «ځکه د کشک، سیاه اب او سین جو کلي په ګډون څو نور کلي هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.»

د افغان سرې میاشتې د معلوماتو له مخې د هرات د زنده جان ولسوالۍ۱۲ کلي د زلزلې له امله یو مخ ویجاړ شوي۴۰۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

افغان سرې میاشتې د یک شنبې په ورځ د (تلې ۱۶مه ) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالی کې یې «تر خاورو لاندې د ژوندي پاته شویو کسانو د ژغورلو هڅې پیل کړي دي.»

همدارنګه دغه ټولنه وايي، زلزله ځپلې سیمې ته يې د درملو او اړینو توکو لیږدول هم‌ پیل کړي.

د افغان سرې میاشتې ریاست وايي،‌«د هرات ولایت زنده جان ولسوالی ته د خیمو، ترپالونو، د اوبو د ذخیرې، کمپلو او خوراکي توکو بستو رسول هم پیل کړي دي.»

دوی اندیښنه لري چې چې د زلزلي له امله د وژل شویو کسانو شمېر کېدای شي نور هم لوړ شي چې په وينا یې تر اوسه په زلزله ځپلې سېمه کې د تر خاورو لاندې کسانو د ژغورلو عملیات لاندې بشپړ شوي.

تېره ورځ له غرمې مخکې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د زلزلې څو پرله پسې ټکانون رامنځته شول چې امله یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هندي رسنۍ: په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شپه او ورځ په وېره تېروي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۸ GMT+۱
هندي رسنۍ: په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شپه او ورځ په وېره تېروي
100%

هندي رسنیو ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته د افغان کډوالو ژوند ستونزمن شوی . یو شمېر هغه کډوال چې د پناه غوښتنې اسناد هم لري، وايي چې په «ظالمانه ډول» د کراچۍ پولیسو د نیول کېدو له امله شپه او ورځ په وېره کې تېروي.

ټرسټ آف انډیا رسنۍ په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو په دوو سیمو کې د میشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه راپور جوړ کړی دی.

یو افغان کډوال عبدالله وایي چې: «پاکستاني پولیس زموږ له خلکو پیسې اخلي او آن زموږ هغه خلک نیسي چې د کډوالۍ کارتونه لري. »

يو افغان سوداګر حاجي رحيم هم وويل چې،«ډېرى ځوانان د نيول کېدو له وېرې له کوره د وتلو جرئت نه کوي.»

هغه زياته کړه، چې د اوسنيو شرايطو له امله ډېرو کورنيو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې او يو شمېر يې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي هم دي.

احمد، چې په سهراب ګوټ سیمه کې يو رستورانټ چلوي، وويل چې «تېره مياشت شاوخوا ١٥٠٠ افغانان په بېلابېلو قضيو کې نيول شوي او ډېرى يې د بډو له ورکولو وروسته خوشې شوي دي.»

پاکستاني چارواکي وايي، په کراچۍ ښار کې تر ۴۰۰ زرو ډېر افغان "ناقانونه کډوال" ژوند کوي.

د کراچۍ د پولیسو عمومي مشر خادم حسین رینډ ویلي چې «په دې وروستیو کې ۲۲۵ افغان کډوال د جنايي جرمونو په تور نیول شوي او بندیان شوي دي.»

د پاکستان هغه پرېکړه چې له ناقانونه کډوالو څخه یې غوښتي وو د را روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې ووځي، د نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوی دی.

یو شمېر دغو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

سراج الحق: د افغان کډوالو شړل به د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاوې لا زیاتې کړي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۱
سراج الحق: د افغان کډوالو شړل به د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاوې لا زیاتې کړي
100%

د پاکستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر سراج الحق د افغان کډوالو د شړلو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې د پاکستان د حکومت دغه "بېړنۍ" پرېکړه به د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاوې لا پسې زیاتې کړي.

هغه د پاکستان لنډمهالي حکومت ته په خطاب کې وويل: «په دې نازک وخت کې دښمني مه کوئ.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت په دې وروستیو کې په ناقانونه توګه مېشتو افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.

سراج الحق د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلو په اړه دې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې د "دوو وروڼو" په څېر یادې کړې چې یو شان کلتور او مذهب لري.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر د افغانستان او پاکستان د سوکاله راتلونکي د یقیني کولو لپاره د ستراتیژیک پلان جوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

سراج الحق د شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د پېښور په اسلامي مرکز کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغان کډوالو په خپله خوښه دتللو لپاره یې د یوه جامع پلان غوښتنه وکړه.

نوموړي د پاکستان له لوري د هر ډول بېړنۍ پرېکړې پر وړاندې خبرداری ورکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د لا زیاتېدو لامل وباله.

سراج الحق وویل چې په بېلابېلو برخو کې له افغان کډوالو ملاتړ کوي.

ملګري ملتونه: د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۳۲۰ تنو ته ورسېږي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۰ GMT+۱
ملګري ملتونه: د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۳۲۰ تنو ته ورسېږي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې، د لومړنیو څېړنو له مخې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه اداره وايي، په دې ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ښايي ۳۲۰ تنو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه شمیرې یوازې د دې ولسوالۍ له اتو کلیو څخه دي

په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو والي ویلي چې د دې زلزلې په پایله کې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له لسو څخه زیات کلي یو مخ ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د شنبې په ورځ د زلزلې له امله د هرات د زنده جان ولسوالۍ په اتو کلیو کې ۴۶۵ کورونه ویجاړ شوي او ۱۳۵ کورونه زیانمن شوي دي.

د اوچا د شمېرو له مخې دغې پېښې ۴۲۰۰ کسان اغېزمن کړي او ۲۱۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې په هرات ښار کې شاوخوا ۳۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ په پرې شویو ودانیو کې ژوند کولو ته اړ شوې دي.

دغه مرستندویه اداره وايي، چې د دې ولسوالۍ وادکه سیمې ته تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري او ښايي د زیانونو شمېر نور هم لوړ شي.

دغه سازمان وايي، بشري سازمانونو د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړي دي.

شنبې، د تلې په ۱۵مه د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ وه.

ويل کیږي پرله پسې د زلزلې نور ټکانونه هم شوي.