• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۳۲۰ تنو ته ورسېږي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې، د لومړنیو څېړنو له مخې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه اداره وايي، په دې ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ښايي ۳۲۰ تنو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه شمیرې یوازې د دې ولسوالۍ له اتو کلیو څخه دي

په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو والي ویلي چې د دې زلزلې په پایله کې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له لسو څخه زیات کلي یو مخ ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د شنبې په ورځ د زلزلې له امله د هرات د زنده جان ولسوالۍ په اتو کلیو کې ۴۶۵ کورونه ویجاړ شوي او ۱۳۵ کورونه زیانمن شوي دي.

د اوچا د شمېرو له مخې دغې پېښې ۴۲۰۰ کسان اغېزمن کړي او ۲۱۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې په هرات ښار کې شاوخوا ۳۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ په پرې شویو ودانیو کې ژوند کولو ته اړ شوې دي.

دغه مرستندویه اداره وايي، چې د دې ولسوالۍ وادکه سیمې ته تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري او ښايي د زیانونو شمېر نور هم لوړ شي.

دغه سازمان وايي، بشري سازمانونو د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړي دي.

شنبې، د تلې په ۱۵مه د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ وه.

ويل کیږي پرله پسې د زلزلې نور ټکانونه هم شوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

زهرا جویا د ځوانو رهبرانو د نړیوالې ټولنې د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۳ GMT+۱
زهرا جویا د ځوانو رهبرانو د نړیوالې ټولنې د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله
100%

د رخشانې رسنۍ مدیرې زهرا جویا د کیوبا، بیلاروس، شمالي امریکا او فلسطین له څلورو خبریالانو سره یوځای د ځوانو رهبرانو د نړیوالې ټولنې د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله. اغلې جویا وویل، دا جایزه هغو ښځینه خبریالانو ته ډالۍ کوي چې «د ښځو ضد تاوتریخجن رژیم سره مخ دي.»

هغې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د ښځینه خبریالانو مقاومت او قربانۍ دوی د دې ستاینې وړ ګرځولې دي.

مېرمن جويا په ځانګړې توګه په رخشانه رسنۍ کې خپلو همکارانو ته په اشاره وویل، چې هغوی په زړورتيا سره د هغو ښځو او نجونو غږ او دردونه بيانوي، چې په خپلو کورونو کې بنديانې دي.

رخشانې رسنۍ د مېرمن جویا له قوله لیکلي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې له ټولو عامه برخو ایستل شوې دي او دغه حقیقت په رسنیو کې د کار کولو د دوام لپاره د هغې هوډ او روحیه پیاوړې کوي.»

دغې رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي، چې دا جایزه زهرا جویا او څلورو نورو خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ د تلي په۱۳ مه د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې ورکړل شوه.

دا جایزه هر کال د بېلابېلو هېوادونو اغېزناکو خبریالانو ته ورکول کېږي.

تېر کال د امو تلویزیون مسوول لطف الله نجفی زاده د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.

رخشانه رسنۍ په ۱۳۹۹ کال کې تاسیس شوه. دغې رسنۍ په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، چې دا يوه خپلواکه رسنۍ ده او په کورنيو او نړيوالو برخو کې د ښځو اړوند مسايلو ته پوښښ ورکوي.

سردار حسین بابک په پاکستان کې د افغانانو د «تذلیل» د مخنیوي غوښتنه وکړه

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱
سردار حسین بابک په پاکستان کې د افغانانو د «تذلیل» د مخنیوي غوښتنه وکړه
100%

د عوامي نېشنل ګوند مخکښ مشر سردار حسین بابک په پاکستان کې د افغان کډوالو د «تذلیل یا سپکاوي» د مخنیوي غوښتنه وکړه. نوموړي یوه ګوندي غونډه کې د مذهبي ډلې جماعت اسلامي پر مشر سراج الحق غږ وکړ چې په دې برخه کې ور سره مرسته وکړي.

د ښاغلي بابک د خبرو ویډیو د نوموړي د ګوند پر اېکس نن خپره شوې ده.

هغه د خپلې ډلې پلویانو ته وايي: «تاسو نن سبا وګورئ چې دا زموږ د افغانانو بچو، وروڼو، خوېندو او مېندو په دې تاڼو، لارو کوڅو، کمپونو او بازارونو کې دومره تذليل روان دی چې زه نه ګڼم چې دومره تذلیل د چا هم شوی وي یا به کېږي، څومره چې زموږ د افغانانو خویندو میند، مشرانو او بچو کېږي.»

هغه وویل، کله چې د افغان شوروي جګړه پیل شوه جماعت اسلامي او نورو ګوندونو او یوې ادارې- چې په تلویحي ډول یې اشاره ای اېس ته وه- په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کاوه.

نوموړي زیاته کړه اوس د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق غواړي چې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې له افغان کډوالو سره د روان حالت په مخنیوي همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: «نن خپل پښتون مشر سراج الحق ته وايو چې راځه چې د خپلو مېندو خوېندو سره ودرېږو او دوی ته ووايو چې زمونږ د مېندو خوېندو تذليل دې نه کوي.»

تراوسه له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ادارو د ورستي چلن په هکله د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق کومې څرګندونې رسنیزې شوې نه دي.

خو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو وروستی چلن غندلی دی.

هغه ویلي د نړۍ د انساني حقونو له ادارو غواړي چې پاکستان ته ورشي او د افغان کډوالو اوسنی حالت وګوري.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو چلن هم د وخت په تېرېدو سخت شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د پاکستان له نوې پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي ویډیووې هم خپرېږي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ فیصله بېرته واخلي.

د افغانستان لویدیځ کې زلزله؛ د طالبانو والي وايي، په هرات کې له لسو زیات کلي وران شوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۷ GMT+۱
د افغانستان لویدیځ کې زلزله؛ د طالبانو والي وايي، په هرات کې له لسو زیات کلي وران شوي
100%

په هرات کې له زلزلې وروسته د طالبانو والي اعلان وکړ، چې په دغه ولایت کې له لسو زیات کلي ویجاړ شوي دي. د طالبانو رسمي شمېر ښيي، چې په دې زلزله کې ۳۰ کسان مړه او تر ۶۰ډېر ټپیان دي، خو ځايي سرچینې وايي چې د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ دی.

د راپورونو له مخې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع، سیاه اب، وردکها، کرنیل، سربلند، چاهک، سنجاب او کشکک کلي ویجاړ شوي دي.

په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار وايي، چې د دغې ډلې هوايي ځواکونو د هرات د عامې روغتيا روغتون ته ځینې ټپيان لېږدولي دي.

ښاغلي اسلام جار د درملپلورونکو له اتحادیې وغوښتل، چې ټپیانو ته د لا زیاتې پاملرنې لپاره د هرات روغتون اړتیاوې پوره کړي.

د هرات ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس له باختر اژانس سره په خبرو کې د ټپیانو شمېر له شپږ سوه کسانو ډېر ښودلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه خبري اژانس ته د هرات په حوزوي روغتون کې ځینو سرچینو د ۳۰ تنو د مړه کیدو خبر تایید کړی دی.

د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه، د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه.

د امريکا د ځمکې پیژندنې مرکز ويلي، چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د دغې زلزلې مرکز و.

طالبانو «خپله تاریخي ځمکه کې» د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۱
طالبانو «خپله تاریخي ځمکه کې» د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوی "د فلسطین د خلکو له حق څخه چې په خپله تاریخي خاوره کې یو خپلواک دولت ولري ملاتړ کوي.» طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «د فلسطین د بې ګناه خلکو پر وړاندې دې د اسراییلي ځواکونو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه بیان کې له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان، نړیوالې ټولنې او د سیمې له اغېزناکو هېوادونو غوښتي چې «د فلسطین د مسئلې د حل لپاره دې د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.»

حماس د شنبې په سهار اسراییل ته سلګونه توغندي وتوغول چې په وروستیو کلونو کې پر اسراییلو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

طالبانو په دې اعلامیه کې «د دغسې پېښو رامنځ ته کیدل د صهیونیستي اسراییلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقونو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي» بللې ده.

د اسراييل د ژغورنې ملي سرویس ويلي، چې د حماس په راکټي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۵۶۱ نور ټپيان دي. په ټپیانو کې د ۷۷ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

د حماس د راکټي بریدونو په غبرګون کې، اسراییلي پوځ عملیات پیل کړل چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او۹۳۱ نور ټپیان دي.

فضل رحمان: پولیس او بیروکراسي د ټپوسانو په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱
فضل رحمان: پولیس او بیروکراسي د ټپوسانو په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان وايي، د انساني حقونو ډلې دې پاکستان ته راشي او ودې ګوري چې له افغان کډوالو سره څه کېږي. نوموړی زیاتوي د دغه هېواد «پولیس او بیروکراسي د ټپوس په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي.»

مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې زیاتوي، د پاکستان امنیتي ځواکونه له افغان کډوالو پیسې اخلي او یا یې هم پر جایداد ولکه کوي.

فضل رحمان د پاکستان پولیسو ته په خطاب کې وايي، «څه حشر مو کړی دی، دا انساني حقوق دي.»

هغه زیاتوي، «زه د انساني حقونو له ادارو غواړم چې پاکستان ته راشي، او اوس د افغان کډوالو په تړاو انساني حقونه مطالعه کړي چې پاکستان کې ور سره څه کېږي.»

د مولانا فضل رحمان دا توند غبرګون له هغه وروسه دی چې پاکستان تېره اونۍ بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر میاشتې تر ورځې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د پاکستان حکومت وايي، که تر ټاکلې نېټې دا کډوال ونه وځي، د کاروبار او جایداد خلاف به یې هم ګام پورته شي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسي چې ۱.۷ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.