• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل رحمان: پولیس او بیروکراسي د ټپوسانو په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان وايي، د انساني حقونو ډلې دې پاکستان ته راشي او ودې ګوري چې له افغان کډوالو سره څه کېږي. نوموړی زیاتوي د دغه هېواد «پولیس او بیروکراسي د ټپوس په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي.»

مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې زیاتوي، د پاکستان امنیتي ځواکونه له افغان کډوالو پیسې اخلي او یا یې هم پر جایداد ولکه کوي.

فضل رحمان د پاکستان پولیسو ته په خطاب کې وايي، «څه حشر مو کړی دی، دا انساني حقوق دي.»

هغه زیاتوي، «زه د انساني حقونو له ادارو غواړم چې پاکستان ته راشي، او اوس د افغان کډوالو په تړاو انساني حقونه مطالعه کړي چې پاکستان کې ور سره څه کېږي.»

د مولانا فضل رحمان دا توند غبرګون له هغه وروسه دی چې پاکستان تېره اونۍ بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر میاشتې تر ورځې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د پاکستان حکومت وايي، که تر ټاکلې نېټې دا کډوال ونه وځي، د کاروبار او جایداد خلاف به یې هم ګام پورته شي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسي چې ۱.۷ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

ګلبدین حکمتیار: اسلام اباد دې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۹ GMT+۱
ګلبدین حکمتیار: اسلام اباد دې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي
100%

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له اسلام اباده غوښتي، چې د افغان کډوالو د اجباري اېستلو په اړه دې خپله پریکړه بیرته واخلي.

ګلبدین حکمتیار پر اېکس ټولنیزې شبکې د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه یادښت کې لیکلي: « قطعاً عادلانه نه ده چي د مهاجرينو انساني قضيه په سياسي اختلاف پورې وتړل شي او د ښه گاونډيتوب خلاف پرېكړه وشي.»

همداراز، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د جمعي په ورځ د تلې په ۱۳مه پر اېکس ټولنیزي شبکې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بې قانونه کډوالو ته تر ټاکلې مودې له دغه هېواده د وتلو په اړه غبرګون ښودلی.

هغه له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن «ناسم او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو» خلاف بللی دی.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وه، چې د پاکستان اوسنۍ ستونزې په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لری.

حکمتیار د خپل یادښت په وروستی برخه کې په کابل کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه ستونزې حل او پرې نږدي چې کډوال د ناسمو سیاستونو قرباني شي.

پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او هم پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې افغان خاوره کې پنا ور کړې ده.

طالب چارواکو بیا بیا د پاکستان دا دواړه ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال له دغه هېواد ونه وځي د جایداد او کاروبار پرضد به یې هم ګامونه پورته شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه وویل چې په دغه هېواد کې له څلور میلیونه او څلور لکه افغان کډوالو یو میلیون او څه باندې اوه لکه یې بې قانونه دي.

هممهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې هم ډېرې شوې دي.

فرانس خبري اژانس: د هرات زلزله کې ۱۴ کسان مړه او ۷۸ ټپیان شول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۱
فرانس خبري اژانس: د هرات زلزله کې ۱۴ کسان مړه او ۷۸ ټپیان شول
100%

فرانس خبري اژانس وايي، د افغانستان لوېدیځ ته په هرات ولایت کې د شنبې ورځې د زلزلې له امله ۱۴ کسان مړه او ۸۷ ټپیان شوي دي. خو د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ملا جان سایق وایي، دې لزله کې ۱۵ کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي دي. په ورته مهال زیاتوي چې دا لومړنۍ شمېرې دی.

نوموړی وايي، دې زلزلې په فراه او بادغېس کې هم ډېر کورونه ویجاړ کړي دي، خو د مرګ ژوبلې راپور لا تراوسه نشته.

هرات کې د طالبانو د والي ویاند هم وايي، دې زلزلې «ډېر مالي او ځاني تاوان» اړولی او لسګونه ټپیان یې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نثار احمد الیاس د ویډیو خپرولو سره ویلي چې زلزله سهار نږدې یوولس بجې وشوه او پر هرات ښار سربېره یې ولسوالۍ هم ولړزولې.

نوموړی وايي، طالبان زلزله ځپلو ته د رسیدګي لپاره چمتو دي.

د شنبې په ورځ د ۶.۳ درجې په اندازه زلزلې د هرات په ګډون د افغانستان لوېدیځ ته جټکه ور کړه.

دغې زلزلې له افغانستان سره پر پوله د ایران دوه ولایتونه هم لړزولي دي.

لا هم په افغانستان کې د دې لزلې د مرګ ژوبلې او تاوان کره شمېر مالوم نه دی، خو د خواله رسنیو ځینې کارنو د هرات د جامع جومات او ځینې کورونو انځورونه خپاره کړي دی.

په انځورونو کې لیدل کېږي چې د جومات یوه مناره کې هم چاود شوی او کاشي یې هم غورځېدلې ده.

جیو نیوز: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر هر چا ډېره ګټه ټي ټي پي ته ورسېده

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۱
جیو نیوز: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر هر چا ډېره ګټه ټي ټي پي ته ورسېده
100%

د پاکستان یوه مخکښه رسنۍ وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو تر ټولو ډېره ګټه پاکستاني طالبانو ته ورسېده او دا ډله بیا منظمه شوه.جیو نیوز لیکي، پاکستاني طالبانو پر کابل د طالبانو د بیرغ پورته کېدل «لوی بری وباله او لومړنۍ ډله وه چې دا بری یې خورا پرتمین ولمانځه.»

دا رسنۍ د شنبې په ورځ یوه مطلب کې زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې «د کابل له بند نه سلګونه وسلوال خوشي شول او د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید هم د ملا هبت الله سره خپله وفاداري تازه کړه او هم یې د دوی د حکومت د پیاوړتیا لپاره د کار کولو خبره وکړه.»

جیو نیوز وايي، پر ۲۰۱۴ کال د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې پاکستاني طالبان زیانمن او افغانستان ته لاړل، خو د طالبانو واکمنېدو سره بېرته منظم شول.

د دا راپور په داسې مهال دی چې د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستان چارواکو هم خوشالي ښودلې وه.

خو په دغه هېواد کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره یې پر افغان طالبانو تور پورې کړ چې پاکستاني طالبانو ته یې خپله خاوره کې پنا ور کړې ده.

د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وايي، هیڅا ته اجازه نه ور کوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پرضد کار واخلي.

پاکستان د بې قانونه کډوالو د کاروبار او جایداد په خلاف هم د ګام پورته کولو خبرداری ورکړ

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۱
پاکستان د بې قانونه کډوالو د کاروبار او جایداد په خلاف هم د ګام پورته کولو خبرداری ورکړ
100%

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال له دغه هېواد ونه وځي د جایداد او کاروبار پرضد به یې هم ګامونه پورته شي. د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې پرون د نېشنل پلان اېپکس کمېټه یا د ملي اقدام پلان په ستره کمېټه کې پرېکړه شوې، چې که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال ونه وځي، د کاروبار او جایداد پرضد به یې هم ګام پورته شي.

د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دې کمېټې غونډه د پاکستان د پوځ لوی درستیز حافظ عاصم منیر هم ګډون درلود.

په پاکستان کې له کډوالو سره د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن زیاتېدو او د وروستي خبرداري له امله افغانستان ته د مهاجرو د ستنېدو لړۍ هم زیاته شوې ده.

هممهاله ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې افغان کډوالو د خپلو جایدادونو پلورلو ته مخه کړې ده.

د م.‌م عالي کمېشنرۍ او کډوالو چارو سازمان له هېوادونو غوښتي،چې د افغان کډوالو اېستل وځنډوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱
د م.‌م عالي کمېشنرۍ او کډوالو چارو سازمان له هېوادونو غوښتي،چې د افغان کډوالو اېستل وځنډوي
100%

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو چارو سازمان له‌خوا په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، دوی له پاکستانه غواړي چې د ټولو هغو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې په دغه هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او په بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخامخېدای شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغه کېږي، چې پاکستان اعلان وکړ چې افغان ګډوال بېرته افغانستان ته ستنوي.

خبرپاڼه وايي، افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو سره په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. دا ډول تګلارې به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي پایلې ولري، چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او کېدای شي د بېرته ستنېدو په وخت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

‏دغو ادارو ویلي، چمتو دي چې د افغان کډوالو د ثبتولو او اداره کولو لپاره د یوه پراخه او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي.

‏دوی د شته ننګونو سره سره، د څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو سره د پاکستان د مېلمه پالنې ستاینه کړې او پرته له کوم فشاره او د کډوالو پر خوندي ستنېدو غوښتنه یې ټینګار کړی دی.


دغو ادارو ویلي دي، چې د افغان کډوالو اجباري ستنېدل د بشري حقونو د سختو سرغړونو پایله لري.


دوی په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان وګړو جبري ستنول وځنډوي.