• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانس خبري اژانس: د هرات زلزله کې ۱۴ کسان مړه او ۷۸ ټپیان شول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۰ GMT+۱

فرانس خبري اژانس وايي، د افغانستان لوېدیځ ته په هرات ولایت کې د شنبې ورځې د زلزلې له امله ۱۴ کسان مړه او ۸۷ ټپیان شوي دي. خو د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ملا جان سایق وایي، دې لزله کې ۱۵ کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي دي. په ورته مهال زیاتوي چې دا لومړنۍ شمېرې دی.

نوموړی وايي، دې زلزلې په فراه او بادغېس کې هم ډېر کورونه ویجاړ کړي دي، خو د مرګ ژوبلې راپور لا تراوسه نشته.

هرات کې د طالبانو د والي ویاند هم وايي، دې زلزلې «ډېر مالي او ځاني تاوان» اړولی او لسګونه ټپیان یې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نثار احمد الیاس د ویډیو خپرولو سره ویلي چې زلزله سهار نږدې یوولس بجې وشوه او پر هرات ښار سربېره یې ولسوالۍ هم ولړزولې.

نوموړی وايي، طالبان زلزله ځپلو ته د رسیدګي لپاره چمتو دي.

د شنبې په ورځ د ۶.۳ درجې په اندازه زلزلې د هرات په ګډون د افغانستان لوېدیځ ته جټکه ور کړه.

دغې زلزلې له افغانستان سره پر پوله د ایران دوه ولایتونه هم لړزولي دي.

لا هم په افغانستان کې د دې لزلې د مرګ ژوبلې او تاوان کره شمېر مالوم نه دی، خو د خواله رسنیو ځینې کارنو د هرات د جامع جومات او ځینې کورونو انځورونه خپاره کړي دی.

په انځورونو کې لیدل کېږي چې د جومات یوه مناره کې هم چاود شوی او کاشي یې هم غورځېدلې ده.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

جیو نیوز: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر هر چا ډېره ګټه ټي ټي پي ته ورسېده

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۱
جیو نیوز: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر هر چا ډېره ګټه ټي ټي پي ته ورسېده
100%

د پاکستان یوه مخکښه رسنۍ وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو تر ټولو ډېره ګټه پاکستاني طالبانو ته ورسېده او دا ډله بیا منظمه شوه.جیو نیوز لیکي، پاکستاني طالبانو پر کابل د طالبانو د بیرغ پورته کېدل «لوی بری وباله او لومړنۍ ډله وه چې دا بری یې خورا پرتمین ولمانځه.»

دا رسنۍ د شنبې په ورځ یوه مطلب کې زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې «د کابل له بند نه سلګونه وسلوال خوشي شول او د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید هم د ملا هبت الله سره خپله وفاداري تازه کړه او هم یې د دوی د حکومت د پیاوړتیا لپاره د کار کولو خبره وکړه.»

جیو نیوز وايي، پر ۲۰۱۴ کال د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې پاکستاني طالبان زیانمن او افغانستان ته لاړل، خو د طالبانو واکمنېدو سره بېرته منظم شول.

د دا راپور په داسې مهال دی چې د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستان چارواکو هم خوشالي ښودلې وه.

خو په دغه هېواد کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره یې پر افغان طالبانو تور پورې کړ چې پاکستاني طالبانو ته یې خپله خاوره کې پنا ور کړې ده.

د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وايي، هیڅا ته اجازه نه ور کوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پرضد کار واخلي.

پاکستان د بې قانونه کډوالو د کاروبار او جایداد په خلاف هم د ګام پورته کولو خبرداری ورکړ

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۱
پاکستان د بې قانونه کډوالو د کاروبار او جایداد په خلاف هم د ګام پورته کولو خبرداری ورکړ
100%

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال له دغه هېواد ونه وځي د جایداد او کاروبار پرضد به یې هم ګامونه پورته شي. د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې پرون د نېشنل پلان اېپکس کمېټه یا د ملي اقدام پلان په ستره کمېټه کې پرېکړه شوې، چې که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال ونه وځي، د کاروبار او جایداد پرضد به یې هم ګام پورته شي.

د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دې کمېټې غونډه د پاکستان د پوځ لوی درستیز حافظ عاصم منیر هم ګډون درلود.

په پاکستان کې له کډوالو سره د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن زیاتېدو او د وروستي خبرداري له امله افغانستان ته د مهاجرو د ستنېدو لړۍ هم زیاته شوې ده.

هممهاله ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې افغان کډوالو د خپلو جایدادونو پلورلو ته مخه کړې ده.

د م.‌م عالي کمېشنرۍ او کډوالو چارو سازمان له هېوادونو غوښتي،چې د افغان کډوالو اېستل وځنډوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱
د م.‌م عالي کمېشنرۍ او کډوالو چارو سازمان له هېوادونو غوښتي،چې د افغان کډوالو اېستل وځنډوي
100%

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو چارو سازمان له‌خوا په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، دوی له پاکستانه غواړي چې د ټولو هغو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې په دغه هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او په بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخامخېدای شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغه کېږي، چې پاکستان اعلان وکړ چې افغان ګډوال بېرته افغانستان ته ستنوي.

خبرپاڼه وايي، افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو سره په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. دا ډول تګلارې به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي پایلې ولري، چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او کېدای شي د بېرته ستنېدو په وخت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

‏دغو ادارو ویلي، چمتو دي چې د افغان کډوالو د ثبتولو او اداره کولو لپاره د یوه پراخه او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي.

‏دوی د شته ننګونو سره سره، د څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو سره د پاکستان د مېلمه پالنې ستاینه کړې او پرته له کوم فشاره او د کډوالو پر خوندي ستنېدو غوښتنه یې ټینګار کړی دی.


دغو ادارو ویلي دي، چې د افغان کډوالو اجباري ستنېدل د بشري حقونو د سختو سرغړونو پایله لري.


دوی په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان وګړو جبري ستنول وځنډوي.

د طالبانو او القاعدې پر ضد د امریکا د برید ۲۲مه کلیزه

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۴ GMT+۱
د طالبانو او القاعدې پر ضد د امریکا د برید ۲۲مه کلیزه
100%

نن د اکتوبر اوومه نېټه ده، چې پر دغې ورځ امریکایي ځواکونو د ناټو ټلوالې سره په ګډه پر افغانستان برید وکړ. د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن په خپله اېکس پاڼه دغې ورځې ته اشاره کړې او لیکلی یې دي:« ‏د اکټوبر اوومه نېټه په افغانستان د امریکايي یرغل د پيل ورځ ده.»

هغه لیکلي:« دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې د یوې تورې ورځې په حیث ثبت ده؛ خو د الله شل کاله وروسته د امریکا له‌خوا پيل شوی یرغل په ناکامۍ او د هغوی په شکست بدل شو.»


په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته، د متحده ايالاتو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو بوش له طالبانو چې هغه مهال پر افغانستان واکمن ول وغوښتل، چې دوی ته اسامه بن لادن وسپاري، هغه چې پر امریکا د بریدونه طراح ګڼل کېده.


کله چې دغې غوښتنې ته د طالبانو له‌خوا د رد ځواب ورکړل شو، پر افغانستان برید ته لاره هواره شوه؛ له هغه مهاله بیا تر ۲۰۲۱ کاله پورې امریکا په دغه هېواد کې شاوخوا شل کاله وجنګېده، د ملیاردونو ډالرو د لګښت تر څنګ یې نږدې دوه نیم زره ځواکونه هم ووژل شول.


که څه هم چې امریکايي ځواکونه د اسامه بن لادن په لټون پسې افغانستان ته ورغلي وو، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دوی د پوځی عملیاتو په ترڅ کې نوموړی و نه مېندل شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۱ کال د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه د اېبټ اباد پوځي چوڼۍ ته څېرمه د هغه په کور کې په نښه او له منځه یوړل شو.


خو د اسامه بن لادن له وژنې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې د جګړې حالت بدل نه شو؛ بلکې دغې جګړې نور هم زور واخیست او د افغانستان ډېرو سیمو ته دغه جګړه وغځېده.


په دغو شل کلنو جګړو کې زرګونه افغانان وژل شوي، ټپیان شوي او تر ډېره له هېواده وتو ته اړ شوي دي.

دا رنګه په دغه هېواد کې لارې سړکونه، پلونه ، روغتونونه، ښوونځي او د خلکو استوګنځي ویجاړ شوي او لا هم افغانان د سرګردانۍ او لالهاندیو سره مخامخ دي.


سره له دې طالبان وايي، چې دوی په زوره له هېواده بهرني ځواکونه اېستي او د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه د خپلې فتحې ورځ یادوي؛ خو ګڼ شنونکي وایي، چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون له لاس‌لیک کولو وروسته د یو جوړجاړي په پایله کې واکمن شوي، چې د دوی په وینا لا یې هم د دوحې په تړون کې شویو ژمنو ته غاړه نه‌ده اېښې.
دا رنګه لا هم د امریکا له‌خوا هره اونۍ د مرستو په کڅوړو کې طالبانو ته ډالر رسیږي، چې د دغو شنونکو په وینا ښايي دا هم د دغه شوي تړون او جوړجاړي یوه برخه وي.

د افغانستان لویدیځ ولایتونه د زورورې زلزلې ټکانونو ولړزول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۰ GMT+۱
د افغانستان لویدیځ ولایتونه د زورورې زلزلې ټکانونو ولړزول
100%

د ریښتر په کچه د ۶.۱ درجې زلزلې او له هغې وروسته څلورو پر له پسې ټکانونو یې د افغانستان لویدیځ ولایتونه سخت ولړزول. هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښیي، چې د هرات ښار اوسېدونکي سخت ترهېدلي او له کورونو لارو سړکونو ته راوتلي دي.

100%

د هرات تر څنګ دغه ټکانونه د فراه او بادغیس په ولایتونو کې هم احساس شوي او خلک یې وېرولي دي.


په یو شمېر انځورونو کې ښکاري چې ځينې کورونه او ودانۍ راپرېوتي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات تر دې مهاله نه دي تر لاسه شوي.

100%


یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو شمېر ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا رنګه د ایران په خراسان رضوي کې هم د دغې زلزلې ټکانونه محسوس شوي او هلته یې هم ځينې ودانۍ زیانمنې کړې دي.


په دې اړه د شېبه په شېبه تازه معلوماتو لپاره زموږ سره پاتې شئ.