• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لویدیځ ولایتونه د زورورې زلزلې ټکانونو ولړزول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د ریښتر په کچه د ۶.۱ درجې زلزلې او له هغې وروسته څلورو پر له پسې ټکانونو یې د افغانستان لویدیځ ولایتونه سخت ولړزول. هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښیي، چې د هرات ښار اوسېدونکي سخت ترهېدلي او له کورونو لارو سړکونو ته راوتلي دي.

100%

د هرات تر څنګ دغه ټکانونه د فراه او بادغیس په ولایتونو کې هم احساس شوي او خلک یې وېرولي دي.


په یو شمېر انځورونو کې ښکاري چې ځينې کورونه او ودانۍ راپرېوتي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات تر دې مهاله نه دي تر لاسه شوي.

100%


یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو شمېر ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا رنګه د ایران په خراسان رضوي کې هم د دغې زلزلې ټکانونه محسوس شوي او هلته یې هم ځينې ودانۍ زیانمنې کړې دي.


په دې اړه د شېبه په شېبه تازه معلوماتو لپاره زموږ سره پاتې شئ.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

•
•
•

نور کیسې

افغان کډوالو ته د پاکستان ضرب الاجل؛ د دغه ضرب الاجل پای‌ته رسېدو ته ۲۳ ورځې پاتې دي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۶ GMT+۱
افغان کډوالو ته د پاکستان ضرب الاجل؛ د دغه ضرب الاجل پای‌ته رسېدو ته ۲۳ ورځې پاتې دي
100%

پاکستان کې د پاتې کېدونکو او د اېستل کېدونکو افغان کډوالو ناروښانه او تیاره برخلیک اندېښنې رامنځته کړې دي. د پاکستان د سرپرست حکومت د کابینې غونډې د ناقانونه افغان کډوالو لپاره له پاکستانه د روان کال د اکټوبر میاشتې تر پایه د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

د پاکستان د سرپرست حکومت کابینې دغه پرېکړه تر هغه وروسته اعلان کړه چې، دغه هېواد په وروستیو میاشتو کې د څو خونړیو بریدونو شاهد و او دوی وایي، چې په دې بریدونو کې افغانانو لاس درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد پالیسي بدله شوې نه ده.


ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، اسلام اباد د قانوني کډوالو نه؛ بلکې د ناقانونه کډوالو خلاف ګامونه پورته کوي.

د ۱۴۰۰ کال د (زمري په ۲۴مه) په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته زرګونه افغانان یو ځلې بیا کډوالۍ ته اړ شول او د دوی لویه برخه د پاکستان او ایران تر څنګ د ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو د ظلمونو لاندې شپې او ورځې تېروي.

د افغانستان د پخواني حکومت سرتیري، خبریالان، د مدني ټولنې غړي، څارنوالان، د ښځو د حقونو فعالان او لسګونه نور هغه کسان چې ژوند یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له جدي ګواښ سره مخ و، یو شمېر یې د مجبوریت له مخې په ناقانونه توګه پاکستان او د سیمې هېوادونو ته کډه شول.

د سیاسي چارو کارپوه حمدالله همدرد وایي چې، دا د پاکستان لومړی ځل نه دی او وروستی ځل به هم نه وي چې پر افغان کډوالو دغسې ظلمونه کوي او د افغانانو له محبوریته استفاده کوي.

د پاکستان موخه دا ده، چې په همدې پلمه د یواېن‌ایچ‌سي‌ار په ګډون له نړۍوالو ادارو پیسې ترلاسه کړي او په دغو پیسو سره د خپل حکومت او هېواد اړتیاوې پوره کړي.

د نوموړي په وینا،« موږ د دې شاهد هم و، چې پاکستان د تورخم لار وتړله، بیا یې د چترال موضوع را واخیسته او اوس‌مهال بیا د کډوالو له نوم څخه استفاده کوي ترڅو پر نړۍوالو فشار راشي او له دوی سره مرستې وشي.»

د کډوالۍ په لومړیو ورځو کې هم ستونزې وې؛ خو په دې وروستیو کې افغان کډوال بیا د پاکستان د سرپرست حکومت تر سخت فشار لاندې دي، سلګونه افغانان په جبري توګه اېستل شوي او زرګونه نور د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

یو شمیر افغانان چې په دې هېواد کې په ناقانونه توګه مېشت دي وایي چې، که بېرته افغانستان ته ولېږل شي نو د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.


دغه افغان کډوال وایی، له یوه لوري یې خپل هویت له لاسه ورکړی او که د پاکستان له لوري په زوره و اېستل شي نو نور به څه ورته پاتې شي.

په پاکستان کې مېشته افغان کډواله مذلفه کاکړ د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د چلند په غبرګون کې وویل، سره له دې چې د دې هېواد ویزه لري؛ خو بیا هم د نورو افغانانو په اړه جدي اندېښنه لري ځکه ډېرو افغانانو په تېرو دوو کلونو کې ډېرې سختۍ ګاللي دي.

د پاکستان حکومت وایي، له څو لسیزو راهیسې د درې اعشاریه اووه میلیونه افغانانو کوربه دی؛ خو په دې شمېر کې ۱،۷۳ میلیونه کسان پکې په ناقانونه توګه اوسېږي.

اخوا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پر اېکس پاڼه لیکلي چې، له پښتنو سره ناروا چلند نور له زغمه وتلی دی.

له تېرو دوو کلونو راهیسې یو شمیر افغانان چې د طالبانو له ډاره پاکستان ته تللي، یا د کډوالو په توګه د ثبتېدو پڅ بهیر کې ګیر دي او یا هم د درېیم هېواد له‌خوا د اېستلو په تمه شپې سبا کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې یو ځل بیا د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې روانه لړۍ چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزې کوي؛ ژر تر ژره دې پای ته ورسوي.

پاکستان ولې د افغانانو پر وړاندې خپل قوانین سخت کړي دي؟

د پاکستان د وروستیو اقدامونو موخه څه ده؟

دا هغه پوښتنې دي چې شنونکي او د پېښور د پوهنتون استاد ډاکټر سید عرفان اشرف ورته په اشارې سره ویلي، داسې تمه مو نه درلوده، چې پاکستان به په دې برخه کې دومره ژر اقدام وکړي.

ښاغلی اشرف زیاتوي، پاکستان په ځلونو تور لګولو چې د چترال د پېښې په ګډون افغانان په څو وروستیو خونړیو بریدونو کې لاس لري.

د هغه په خبره،« که پاکستان غواړي په سیمه کې ترهګري ختمه کړي؛ نو په دغه هېواد کې دې د مېشتو طالبانو کورنۍ هم وباسي او د هغوی شناختي کارتونه دې ترې واخلي، پاکستان ته دا فیصله دومره اسانه نه ده او سخته بیه به یې پرې کړي ځکه دلته داسې افغانان هم اوسېږي چې نړۍوال کارټونه له ځانه سره لري.»

د ډېریو شنونکو په باور، که پاکستان افغانان له دې هېواده په زور هم وباسي بیا هم په پاکستان کې ترهګري نه ختمېږي؛ بلکې تر دې به هم زیاته شي.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې افغانان په دې هېواد کې ژوند کولو ته پرېږدي او د کډوالو په برخه کې يې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ غوښتي، چې د کډوالو د ثثبتولو بهیر دې چټک کړي.

له دې سره یې پر دریېمو هېوادونو هم غږ کړی، چې د بهر ته د تلونکو افغانانو د ویزو د وېش کارونه ژر ورخلاص کړي.

په اسپانیه کې افغان سفارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل لري

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۸ GMT+۱
په اسپانیه کې افغان سفارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل لري
100%

په اسپانیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل لري او قونسلي اسناد دغه وزارت ته استوي. دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «چې دوی له خپل هېواد او خلکو استازیتوب کوي.»

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې مراجعین کولای شي د قونسلي خدمتونو لپاره دغه سفارت ته ورشي.


اسپانیې تر اوسه طالبان په رسمیت نه دی پېژندلي او په کابل کې سفارت هم نه لري.


داسې ښکاري، چې دا تعامل د کوربه هېواد له لوري په نامستقیمه توګه د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو دریځ له منځه وړي او په مادرید کې دغې ډلې ته نامستقیمې استازولۍ لپاره لار هواروي.

دا لا نه ده روښانه، چې د اسپانېې حکومت په مادرید کې د طالبانو د دا ډول نامستقیمې استازولۍ سره موافقه ده کنه. تر اوسه د اسپانېې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان سفارت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل په اړه خبر ورکوي. تر دې وړاندې هم د سپټمبر په یولسمه په هالنډ کې د افغانستان سفارت په ورته خبرپاڼه کې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبر ورکړی و.

د دغې خپرپانې له خپرېدو سره د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلی، په هالند کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر محمداصف رحیمي له پخوا راهیسې له طالبانو سره اړیکي لرلې؛ تر څو په هالنډ کې د سفارت پر څوکۍ پاتې شي.

په هالنډ کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر اصف رحیمي له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مشولیت لري تر څو د سفارت لګښتونه ورکړي؛ خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

ښاغلي رحیمي وویل، په تېرو دوه کالو کې یې له کابله هیڅ امر، پیسې، او مصارف نه دي تر لاسه کړي.

په ایران کې پر افغانانو برید؛ د اقبالیه ښاروال کډوال "امنیت او روغتیا ته ګواښ" بللي وو

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۵ GMT+۱
په ایران کې پر افغانانو برید؛ د اقبالیه ښاروال کډوال "امنیت او روغتیا ته ګواښ" بللي وو
100%

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي د ایران د قزوین ولایت د اقبالیه اوسېدونکو په دې ښار کې د افغان کډوالو د اوسېدو پر صد مظاهره کړې. دغه لاريونوال چې لرګي او ډبرې ور سره دي د افغان کډوالو پر یوه کور برید کوي.

له دغې پېښې درې میاشتې وړاندې د اقبالیه ښاروال میکاییل سلماني د افغان کډوالو شتون "امنیت او روغتیا ته ګواښ" بللی و.

ښاغلي سلماني د روان کال د سرطان د میاشتې په ۱۸ مه په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د افغانانو (بهرنیو کډوالو) د شتون په اړه رسمي شمېر نه لرو، خو د غیر رسمي شمېر له مخې له ۱۴څخه تر ۱۵ زره افغان کډوال په اقبالیه کې استوګن دي.»

داسلامی جمهوریت دغه ځایي چارواکي زیاته کړه: «هغه روغتیایي او امنیتي ګواښونه چې (افغان کډوال) یې لري د ولایت مقام سیاسی مرستیال او دملکي خلکو عمومی ادارې ته منعکس شوي دي.»

د اسلامي جمهوريت د اصلاح طلب ورځپاڼې په شمول ځینې ایراني ورځپانو په پرله پسې ډول په ایران کې د افغان مهاجرینو د حضور د زیاتیدو په اړه مطالب لیکلي، او هغه یې د هلمند پر سیند د ایران د حقابې سره تړلي او هڅه یې کړې چې د افغان کډوالو شتون د امنیت پر ضد ښکاره کړي.

داسې انديښنه شته چې د افغان مهاجرينو په اړه د چارواکو او رسنيو څرګندونې به د مهاجرينو په وړاندې د عامو خلکو احساسات راوپاروي او پر وړاندې به يې تاوتريخوالی زيات شي.

له پاکستانه په سلګونو زره افغان مهاجر په «تدریجي» ډول اېستل کېږي

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱
له پاکستانه په سلګونو زره افغان مهاجر په «تدریجي» ډول اېستل کېږي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې له دغه هېواد څخه په لکونو «ناقانونه» افغان مهاجرین په «منظم او تدریجي» ډول اېستل کېږي. د دغه وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، په لومړي پړاو کې به هغه کسان چې جرمي مخینه لري واېستل شي.

د پاکستان موقت حکومت د سې شنبې په ورځ د میزان په ۱۱ مه نېټه په دغه هېواد کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د دې میاشتې تر پایه وخت ورکړی، چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به یې په زور وباسي.

په افغانستان کې له پاکستان څخه د مهاجرینو د بیرته ستنیدو په اړه د اندیښنو په زیاتیدو سره، د جمعې په ورځ، د میزان په ۱۴ مه، ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې ټول کډوال به په یوه وخت نه اېستل کیږي، بلکې په څو پړاوونو او منظم ډول به واېستل کیږي.

هغې زياته کړه، چې دغه پروګرام به د هغو کسانو په ستنولو پيلېږي، چې جرمي سابقه لري، چې په هغو کې په قاچاق او جنايي فعاليتونو کې ښکېل کسان هم شامل دي.

زهرا بلوڅ زیاته کړه: «موږ به هره قضیه په جلا توګه وڅیړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ناقانونه کډوالو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو تر دې مخکې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي و، چې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي او ټولټال په پاکستان کې د کډوالو شمېر شاوخوا ۴،۴ میلیونو ته رسېږي.

ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۱
ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د  کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ
100%

یو شمېر افغان هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه)د پاکستان په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو پرضد مظاهره وکړه.

دوی ویلي، چې له موسیقۍ سره د طالبانو د مخالفت له امله به دوی افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې خوندي نه وي.

دغو هنرمندانو د بینرونو او پلې کارډونو په لیږدولو سره، د پاکستان له خوا د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان موقت حکومت کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له هیواده ووځي.

افغان سندرغاړي احمد شیدايي رسنیو ته وویل: «موږ له شړلو وېرېږو او که څه هم د کډوالۍ کره اسناد لرو، خو اندېښنه لرو چې څه به کېږي.»

دغو مظاهره کوونکو چې -د موسیقۍ وسایل هم ور سره وـ ټینګار یې وکړ، چې سندرغاړي د طالبانو په اند «منفور» دي او که افغانستان ته واستول شي، هغوی به خوندي نه وي.

پښتون سندرغاړی احمدشاه ښادي وايي، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته ښايي د دغو هنرمندانو ژوند له کوم ګواښ سره مخ نه شي، خو په هېواد کې پر موسيقۍ د بنديز له امله به بېکاره شي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې حمیرا کریم ویلي، دوی د هنرمندانو د مرستې لپاره هره هڅه کوي.

په وروستیو اونیو کې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او کراچۍ کې تر درې زرو زیات افغانان نیولي دي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

دغه هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.