• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سردار حسین بابک په پاکستان کې د افغانانو د «تذلیل» د مخنیوي غوښتنه وکړه

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند مخکښ مشر سردار حسین بابک په پاکستان کې د افغان کډوالو د «تذلیل یا سپکاوي» د مخنیوي غوښتنه وکړه. نوموړي یوه ګوندي غونډه کې د مذهبي ډلې جماعت اسلامي پر مشر سراج الحق غږ وکړ چې په دې برخه کې ور سره مرسته وکړي.

د ښاغلي بابک د خبرو ویډیو د نوموړي د ګوند پر اېکس نن خپره شوې ده.

هغه د خپلې ډلې پلویانو ته وايي: «تاسو نن سبا وګورئ چې دا زموږ د افغانانو بچو، وروڼو، خوېندو او مېندو په دې تاڼو، لارو کوڅو، کمپونو او بازارونو کې دومره تذليل روان دی چې زه نه ګڼم چې دومره تذلیل د چا هم شوی وي یا به کېږي، څومره چې زموږ د افغانانو خویندو میند، مشرانو او بچو کېږي.»

هغه وویل، کله چې د افغان شوروي جګړه پیل شوه جماعت اسلامي او نورو ګوندونو او یوې ادارې- چې په تلویحي ډول یې اشاره ای اېس ته وه- په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کاوه.

نوموړي زیاته کړه اوس د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق غواړي چې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې له افغان کډوالو سره د روان حالت په مخنیوي همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: «نن خپل پښتون مشر سراج الحق ته وايو چې راځه چې د خپلو مېندو خوېندو سره ودرېږو او دوی ته ووايو چې زمونږ د مېندو خوېندو تذليل دې نه کوي.»

تراوسه له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ادارو د ورستي چلن په هکله د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق کومې څرګندونې رسنیزې شوې نه دي.

خو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو وروستی چلن غندلی دی.

هغه ویلي د نړۍ د انساني حقونو له ادارو غواړي چې پاکستان ته ورشي او د افغان کډوالو اوسنی حالت وګوري.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو چلن هم د وخت په تېرېدو سخت شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د پاکستان له نوې پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي ویډیووې هم خپرېږي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ فیصله بېرته واخلي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لویدیځ کې زلزله؛ د طالبانو والي وايي، په هرات کې له لسو زیات کلي وران شوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۷ GMT+۱
د افغانستان لویدیځ کې زلزله؛ د طالبانو والي وايي، په هرات کې له لسو زیات کلي وران شوي
100%

په هرات کې له زلزلې وروسته د طالبانو والي اعلان وکړ، چې په دغه ولایت کې له لسو زیات کلي ویجاړ شوي دي. د طالبانو رسمي شمېر ښيي، چې په دې زلزله کې ۳۰ کسان مړه او تر ۶۰ډېر ټپیان دي، خو ځايي سرچینې وايي چې د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ دی.

د راپورونو له مخې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع، سیاه اب، وردکها، کرنیل، سربلند، چاهک، سنجاب او کشکک کلي ویجاړ شوي دي.

په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار وايي، چې د دغې ډلې هوايي ځواکونو د هرات د عامې روغتيا روغتون ته ځینې ټپيان لېږدولي دي.

ښاغلي اسلام جار د درملپلورونکو له اتحادیې وغوښتل، چې ټپیانو ته د لا زیاتې پاملرنې لپاره د هرات روغتون اړتیاوې پوره کړي.

د هرات ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس له باختر اژانس سره په خبرو کې د ټپیانو شمېر له شپږ سوه کسانو ډېر ښودلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه خبري اژانس ته د هرات په حوزوي روغتون کې ځینو سرچینو د ۳۰ تنو د مړه کیدو خبر تایید کړی دی.

د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه، د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه.

د امريکا د ځمکې پیژندنې مرکز ويلي، چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د دغې زلزلې مرکز و.

طالبانو «خپله تاریخي ځمکه کې» د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۱
طالبانو «خپله تاریخي ځمکه کې» د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوی "د فلسطین د خلکو له حق څخه چې په خپله تاریخي خاوره کې یو خپلواک دولت ولري ملاتړ کوي.» طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «د فلسطین د بې ګناه خلکو پر وړاندې دې د اسراییلي ځواکونو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه بیان کې له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان، نړیوالې ټولنې او د سیمې له اغېزناکو هېوادونو غوښتي چې «د فلسطین د مسئلې د حل لپاره دې د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.»

حماس د شنبې په سهار اسراییل ته سلګونه توغندي وتوغول چې په وروستیو کلونو کې پر اسراییلو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

طالبانو په دې اعلامیه کې «د دغسې پېښو رامنځ ته کیدل د صهیونیستي اسراییلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقونو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي» بللې ده.

د اسراييل د ژغورنې ملي سرویس ويلي، چې د حماس په راکټي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۵۶۱ نور ټپيان دي. په ټپیانو کې د ۷۷ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

د حماس د راکټي بریدونو په غبرګون کې، اسراییلي پوځ عملیات پیل کړل چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او۹۳۱ نور ټپیان دي.

فضل رحمان: پولیس او بیروکراسي د ټپوسانو په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱
فضل رحمان: پولیس او بیروکراسي د ټپوسانو په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان وايي، د انساني حقونو ډلې دې پاکستان ته راشي او ودې ګوري چې له افغان کډوالو سره څه کېږي. نوموړی زیاتوي د دغه هېواد «پولیس او بیروکراسي د ټپوس په څېر پر افغان کډوالو بریدونه کوي.»

مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې زیاتوي، د پاکستان امنیتي ځواکونه له افغان کډوالو پیسې اخلي او یا یې هم پر جایداد ولکه کوي.

فضل رحمان د پاکستان پولیسو ته په خطاب کې وايي، «څه حشر مو کړی دی، دا انساني حقوق دي.»

هغه زیاتوي، «زه د انساني حقونو له ادارو غواړم چې پاکستان ته راشي، او اوس د افغان کډوالو په تړاو انساني حقونه مطالعه کړي چې پاکستان کې ور سره څه کېږي.»

د مولانا فضل رحمان دا توند غبرګون له هغه وروسه دی چې پاکستان تېره اونۍ بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر میاشتې تر ورځې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د پاکستان حکومت وايي، که تر ټاکلې نېټې دا کډوال ونه وځي، د کاروبار او جایداد خلاف به یې هم ګام پورته شي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسي چې ۱.۷ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ګلبدین حکمتیار: اسلام اباد دې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۹ GMT+۱
ګلبدین حکمتیار: اسلام اباد دې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي
100%

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له اسلام اباده غوښتي، چې د افغان کډوالو د اجباري اېستلو په اړه دې خپله پریکړه بیرته واخلي.

ګلبدین حکمتیار پر اېکس ټولنیزې شبکې د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه یادښت کې لیکلي: « قطعاً عادلانه نه ده چي د مهاجرينو انساني قضيه په سياسي اختلاف پورې وتړل شي او د ښه گاونډيتوب خلاف پرېكړه وشي.»

همداراز، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د جمعي په ورځ د تلې په ۱۳مه پر اېکس ټولنیزي شبکې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بې قانونه کډوالو ته تر ټاکلې مودې له دغه هېواده د وتلو په اړه غبرګون ښودلی.

هغه له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن «ناسم او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو» خلاف بللی دی.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وه، چې د پاکستان اوسنۍ ستونزې په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لری.

حکمتیار د خپل یادښت په وروستی برخه کې په کابل کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه ستونزې حل او پرې نږدي چې کډوال د ناسمو سیاستونو قرباني شي.

پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او هم پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې افغان خاوره کې پنا ور کړې ده.

طالب چارواکو بیا بیا د پاکستان دا دواړه ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال له دغه هېواد ونه وځي د جایداد او کاروبار پرضد به یې هم ګامونه پورته شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه وویل چې په دغه هېواد کې له څلور میلیونه او څلور لکه افغان کډوالو یو میلیون او څه باندې اوه لکه یې بې قانونه دي.

هممهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې هم ډېرې شوې دي.

فرانس خبري اژانس: د هرات زلزله کې ۱۴ کسان مړه او ۷۸ ټپیان شول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۱
فرانس خبري اژانس: د هرات زلزله کې ۱۴ کسان مړه او ۷۸ ټپیان شول
100%

فرانس خبري اژانس وايي، د افغانستان لوېدیځ ته په هرات ولایت کې د شنبې ورځې د زلزلې له امله ۱۴ کسان مړه او ۸۷ ټپیان شوي دي. خو د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ملا جان سایق وایي، دې لزله کې ۱۵ کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي دي. په ورته مهال زیاتوي چې دا لومړنۍ شمېرې دی.

نوموړی وايي، دې زلزلې په فراه او بادغېس کې هم ډېر کورونه ویجاړ کړي دي، خو د مرګ ژوبلې راپور لا تراوسه نشته.

هرات کې د طالبانو د والي ویاند هم وايي، دې زلزلې «ډېر مالي او ځاني تاوان» اړولی او لسګونه ټپیان یې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نثار احمد الیاس د ویډیو خپرولو سره ویلي چې زلزله سهار نږدې یوولس بجې وشوه او پر هرات ښار سربېره یې ولسوالۍ هم ولړزولې.

نوموړی وايي، طالبان زلزله ځپلو ته د رسیدګي لپاره چمتو دي.

د شنبې په ورځ د ۶.۳ درجې په اندازه زلزلې د هرات په ګډون د افغانستان لوېدیځ ته جټکه ور کړه.

دغې زلزلې له افغانستان سره پر پوله د ایران دوه ولایتونه هم لړزولي دي.

لا هم په افغانستان کې د دې لزلې د مرګ ژوبلې او تاوان کره شمېر مالوم نه دی، خو د خواله رسنیو ځینې کارنو د هرات د جامع جومات او ځینې کورونو انځورونه خپاره کړي دی.

په انځورونو کې لیدل کېږي چې د جومات یوه مناره کې هم چاود شوی او کاشي یې هم غورځېدلې ده.